1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

د بریکس غونډې پای؛په دغې غونډه کې په کومو مسایلو خبرې وشوې؟

۱۴۰۳ آبان ۴, جمعه

د بریکس درې ورځنۍ غونډه چې د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوې وه پای ته ورسېده.د غونډې له پاره روسیې ته د انتونیو ګوتریش سفر په داسې وخت کې چې په اوکراین کې جګړه روانه ده له نیوکو سره مخ شوی.

.وروسته له دوه کلونو دا یې لومړی ځل و روسیې ته سفر کوي.
.د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم په دغې غونډه کې ګډون کړی وانځور: Alexander Nemenov/AFP

د روسیې په کازان ښار کې د بریکس درې ورځنۍ غونډې په پای کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، که واشنګټن وغواړي هیواد یې له امریکا سره ښې اړیکې ته چمتو دی.

پوتين په يوه خبري غونډه کې خبريالانو ته وويل: «دا چې له ټاکنو وروسته به له امريکا سره د روسيې اړيکې څنګه پراختيا مومي، دا د امريکا په متحدو ايالتونو پورې اړه لري. که هغوئ ښې اړیکې غواړي موږ یې هم غواړو او که یې نه غواړي نو موږ یې هم نه غواړو.»

د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلي دي.

تیره میاشت د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د روسیې د دولتي شبکې (آر ټي) یا «نن ورځ روسیه» په دوو کارکوونکو تور پورې کړ چې له ټاکنو مخکې د امریکا د عامه ذهنونو ګډوډولو هڅه کوي.

په اوکراین کې د روانې جګړې له امله چې روسیه په انزوا کې ده، ولادیمیر پوتین د کازان په سیمه کې د بریکس غونډې له پاره د څه باندې ۳۶ هېوادونو د استازو او حکومتي مشرانو کوربه و.

ولي د روسیې کورسک سیمه د اوکراین له پاره مهمه ده؟

02:00

This browser does not support the video element.

د بریکس په کلنۍ غونډه کې د نورو ګډونوالو ترڅنګ د هند  لومړی وزیر نریندرا مودي او د چین ولسمشر شي جین پینګ هم ګډون کړی و. دا ډله غواړي چې د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ د نړۍ د اقتصادي نظم د پیاوړي بدیل په توګه راڅرګند شي.

د چین ولسمشر او د هند لومړی وزیر نریندرا مودي.انځور: China Daily/REUTERS

پوتین د ټرامپ ستاینه وکړه

د بریکس غونډې په پای کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې له ولادیمیر پوتین څخه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه د امریکا د ولسمشرۍ د کاندید ډونالد ټرمپ د ژمنو په اړه پوښتنه وشوه. پوتین د یادې پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه فکر کوم چې هغه صادقانه خبرې کړي دي. موږ یقینا د دې ډول خبرو هرکلی کوو پرته له دې چې دې ته وګورو چې دا خبرې چا کړي.»

د امریکا د ولسمشرۍ نوماند ډونالد ټرمپ تېره میاشت وړاندیز وکړ چې کولی شي د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې  د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب وکړي. ټرمپ دغه راز له اوکراین سره د امریکا د متحدو ایالتونو د مرستو په هکله تردید لري.

ګوتریش: پر اوکراین د روسیې برید د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په دوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره روسیې ته ولاړ او له ولادیمیر پوتین سره یې وکتل.

د دې لیدنې په ترڅ کې، ګوتیرش پوتین ته وویل چې په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره، د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پریکړه لیکونو سره سم «عادلانه سولې» ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند له ليدنې وروسته وويل: «سرمنشي پر خپل دريځ يو ځل بيا ټينګار وکړ چې پر اوکراين د روسيې يرغل د ملګرو ملتونو له منشور او نړيوال قانون څخه سرغړونه ده.» روسیې ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي ګوتریش سفر د اوکراین له سخت غبرګون سره مخ شوی دی. د اوکرایین د بهرنیو چارو وزارت دغه سفر «غلط انتخاب چې په سوله کې کوم پرمختګ نه راولي» بللی دی.

د بریکس هیوادونه د بدیل مالي سیسټم په لټه کې دي

پوتین لویدیځ په «غیر قانوني یو اړخیزو بندیزونه، ښکاره محافظت، د اسعارو او د اسهامو بازارونو کې لاسوهنه، او په ښکاره ډول د ډیموکراسۍ، بشري حقونو، او د اقلیم د بدلون اجنډا ته په ودې تورنوي.

د دغې سرمشریزې یو له مهمو بحثونو د بریکس غړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو زیاتوالي، په شمول د لویدیځ لخوا تسلط شوي مالي سیسټمونو ته د بدیلونو پیدا کول دي.

پوتین وویل: «خو موږ اوس کوم جلا ګډ سیسټم نه جوړوو. هغه څه چې موږ اوس لرو په ټوله کې بسنه کوي.»

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب