د فرانسې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د کيف د متحدینو تر ېوې غونډې وروسته وویل چې ۲۶ هېوادونو اوکراین ته تر جګړې وروسته د امنيتي ضمانتونو د وړاندې کولو ژمنه کړې ده.
د «داوطلب هېوادونو ائتلاف» ۳۵ هېوادونو رهبرانو چې اکثریت ېې اروپايي دي، د پنجشنبې په ورځ د اوکراین د امنيتي ضمانتونو موضوع د نهايي کولو په مقصد غونډه درلوده. دوی له دغو ضمانتونو څخه د دونالد ترمپ د ملاتړ غوښتونکي شوي دي.
امانويل ماکرون وويل چې هغه او د اروپايي هېوادونو نورو رهبرانو او د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زيلنسکي له دونالد ترمپ سره یوه ټیلفوني اړیکه ونیوله او زیاته ېې کړه چې په دغو امنيتي ضمانتونو کې د امریکا متحده ایالاتو برخه اخیستنه به په راتلونکو ورځو کې نهايي شي.
امنيتي ضمانتونه اوکراین ته د اطمینان ورکونې او پر دغه هېواد د روسیې د بیا حملې د مخنيوي په خاطر په نظر کې نيول شوي دي. روسیې په ۲۰۲۲م کال پر اوکراین تمام عیار پوځي یرغل پيل کړ.
ماکرون د پاریس په الیزه ماڼۍ کې له زیلنسکي سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «په کومه ورځ چې جګړه پای ته ورسېده، امنيتي ضمانتونه به مستقر کیږي.»
اروپايي مقامات وايي چې په حاضر وخت کې سولې ته رسېدل لرې برېښي، خو غواړي هر کله چې جګړه پای ته رسیږي، هغوی به د امنيتي ضمانتونو وړاندې کولو ته چمتو وي.
ماکرون د پاریس په الیزه ماڼۍ کې له زیلنسکي سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «په کومه ورځ چې جګړه پای ته ورسېده، امنيتي ضمانتونه به مستقر کیږي.»انځور: Ludovic Marin/AFP دوی امنيتي ضمانتونه اوکراین ته د ډاډ او له کیف څخه خپله د ملاتړ لار ګڼي او تمه لري چې په دغو هڅو کې ورسره دونالد ترمپ هم يو ځای شي.
مکرون په سر کې وویل چې ۲۶ هېوادونه به په اوکراین کې ځواکونه مستقر کړي، خو د هغو نومونه ېې وا نخیستل. اما وروسته ېې وویل یو شمېر هېوادونه چې له اوکراینه بهر ضمانتونه وړاندې کوي، هغوی د بېلګې په توګه د اوکرایني ځواکونو په روزنه او تجهیز کې مرسته کوي.
هغه دا هم ونه ویل چې په دغو امنيتي ضمانتونو کې به څه شمېر ځواکونه دخیل وي.
آلمان او نورو هېوادونو ژمنه کړې چې په دغو هڅو کې به مشارکت وکړي. خو برلین اعلان کړی چې د پوځي ژمنې تصمیم به یوازې هغه وخت نیسي چې شرایط، له هغې جملې په امنيتي ضمانتونو کې د امریکا متحده ایالاتو د ونډې کچه، مشخصه شي.
پوتین: په اوکراین کې به غربي ځواکونه په نخښه شي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ، د دغه خبر تر اعلان یوه ورځ وروسته د جمعې په روځ خبرداری ورکړ که اوکراین ته غربي ځواکونه استول کيږي هغه به د مسکو پوځ له پاره یو «مشروع» هدف وي.
پوتین په ولادیوستوګ ښار کې په یوې اقتصادي مجمع کې وویل: «که ځيني ځواکونه هلته راڅرګندیږي، په ځانګړې توګه اوس د نښتو پر مهال، موږ دغې دندې ته چې هغوی به مشروع اهداف وي، ټینګ یو.»
د روسیې ولسمشر زیاته کړه چې د غربي ځواکونو استقرار د اوږدمهاله سولې له پاره ګټور نه دی.
له آرشیف څخه:
په اوکراين کي درې کاله جګړه په انځورونو کې
پر اوکراين باندې د روسیې د يرغل درې کاله پوره شول. په دې موده کې په زرونو کسان وژل شوي، په ميليونو بې کوره شوي او پراخه ويجاړي رامځته شوې او اوس اوکراينيان په دې اړه هم ويره لري چې د جګړې پای به څرنګه وي. انځور: Serhii Chuzavkov/Avalon/Photoshot/picture alliance د ۲۰۲۱م کال په ستېلايت انځورونو کې ښکاري چې څرنګه درنې وسلې او پوځيان د روسیې يلنيا ښارګوټي ته څېرمه چې د راټوليدو په حال کې دي. د ۲۰۲۱م کال د نوامبر مياشتې پر ۱۱مه نیټه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزير انتوني بلېنکن، د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتين، ته خبرداری ورکړی وو چې اوکراين دې نه اشغالوي خو دې د پوتين مخه ونه نيوله او د ۲۰۲۲م کال د فيبرورۍ پر ۲۴ نيټه یې پر خپل دغه ګاونډي هېواد يرغل وکړ.
انځور: Maxar Technologies/AFP پر ټول اوکراين راکټي بريدونه د فیبروۍ مياشتي د ۲۴ نيټې د پوځي عملياتو په ترڅ د پلازمينې کيف، اوديسا او خارکيف په ګډون د اوکراين پر يو شمير ښارونو راکټونه ولګيدل. په کيف کې يوې پوځې ودانۍ د بريدونو په ترڅ کې اور واخیست. هغه جګړه چې مسکو یې په ټينګار سره «ځانګړي عمليات» بولې، پېل شوه.
انځور: Efrem Lukatsky/AP Photo/picture alliance په «بوچا کې ستراتیژيک تاوتريخوالي» په څو اونيو کې دننه اوکراينيان وتوانيدل چې روسان له شمالي ښارونو څخه وشړی. د روسان تر وتلو وروسته جنګي جرمونه را ښکاره شول. کيف ته څېرمه د بوچا په سيمه کې د شکنجه شويو او وژل شويو ملکیانو انځورونه ټولې نړۍ ته ورسېدل. د چارواکو په حواله په بوچا سيمه کې تر ۱۱۰۰ ډېر ملکيان وژل شوي ول. پلټونکو وويل چې شدت د يوه ميتود او ستراتیژۍ له مخې شوی وو.
انځور: Serhii Nuzhnenko/AP Photo/picture alliance د مسکو په حواله په پام کې وه چې د اوکراين «ځانګړي عمليات» به يوازې درې ورځې وخت ونيسي. نن، درې کاله وروسته هم جګړه دوام لري. د جګړې د مطالعې د څيړنیز انستيتويت تازه رپوټونه ښيي چې روسيه اوس د اوکراين ۲۰ سلنه برخه کنترولوي چې زياتره دغه سيمې په ختیځ کې دي. دا نځور د ۲۰۲۳م کال په می میاشت کې د اوکراين په ختیځ دونيڅک کې اخیستل شوی وو.
انځور: Sofiia Gatilova/REUTERS د روسیې رایه اچوونه؛ له نړيوالو حقونو څخه څرګنده سرغړونه د ۲۰۲۲م کال په سپتمبر کې روسیې په يو اړخیزه توګه د اوکراين څلور سيمې لوهانسک، دنيڅک، زاپوريژيا او خیرسون چې ټولټال څه نا څه ۹۰ زره مربع کيلومتره ساحه ده، الحاق کړه. يو کال وروسته یې په دې سيمو کې د روسیې د سيمه ایزو ټاکنو په چوکاټ کې رایه اچوونه وکړه. په دې رايه اچوونه کې چې له «نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه» وبلل شوه، د پوتين، د متحدې روسیې ګوند په هره سيمه کې تر۷۰ سلنه ډېرې رایې ګټلې وې.
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS په میليونو بې کوره شوي د مهاجرو په توګه ژوند کوي د اوکراين جګړې په ميليونو انسانان تېښتې ته اړ کړل چې په دې ترتيب په اروپا کې تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د مهاجرت يوه بې ساري څپه رامنځته شوه. د ملګرو ملتونو په حواله په اوکراين کې د نښتو له کبله ۳،۷ ميليونه انسانان بې ځایه شوي. تر ۶ ميليونو ډېرو یې بيا اوکراين پريښی او د اروپا پر لور تللي چې زياترو یې په آلمان او پولند کې پناه اخیستې.
انځور: Filip Singer/EPA-EFE ماريوپول: د اوکراين د مقاومت ښار په ۲۰۲۲م کال کې د روسیې له لوري د ماريوپول د جنوبي ښار کلابندۍ ۸۲ ورځې دوام وکړ. پر ښار درنه بمباري وشوه او د اوکراين پاتې جنګيالو د فولادو په يوه فابريکه کې ځانونه بند کړل.
انځور: Evgeniy Maloletka/AP/dpa/picture alliance له روسیې سره د کريميا يوازنۍ اړيکه د کريميا پل د ۱۹ کیلومترو په اوږدوالي سره د اروپا تر ټولو اوږد پل دی او د روسیې جنوب د کريميا له نيمه ټاپو سره نښلوي. د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر مياشت کې دا پل د اوکراینيانو له لوري د ځای پر ځای کړل شوي بم په وسيله زيانمن شو او يوازې قسماً د استفادې وړ وو. د ۲۰۲۳م کال په جولای کې دې پل ته يو ځل بيا اوکرايني ځواکونو زيان ورساوه.
انځور: Alyona Popova/TASS/dpa/picture alliance د ۲۰۲۳م کال د جون پر ۶ نيټه يوې چاودنې د کاخوفکا بند زيانمن کړ. اوکراين او روسیې پر يو بل باندې د دې بند د ويجاړولو پړه ور واچوله. دا بند هغه وخت د روسیې په کنترول کې وه. د بند زيانمنېدو په نتيجه کې را وتلی سېلاب د يوه چاپيريالي ناورين باعث شو چې په زرونه کورونه یې زيانمن کړل او احتمالاً په سلونو کسانو یې له کبله ژوند له لاسه ورکړ. خبريالانو وروسته وموندله چې روسیې قصداً د مړو شميره کمه ښوولې وه.
انځور: Libkos/AP Photo/picture alliance د انرژۍ زيربناوې په نخښه شوي روسیې په سسټماتيکه توګه د اوکراين د انرژۍ زيربناوې په نخښه کړي. څېړنې وايي چې پر اوکراين باندې د روسیې د بشپړې جګړې تر پېليدو يو کال وروسته د اوکرين ۷۰ سلنه د حرارتي بريښنا دستګاوې له منځه تللې وې. د ۲۰۲۴م کال په سبتمبر کې دغه شميره ۹۵ سلنه ته پورته شوه.
انځور: Sergey Bobok/AFP د روسیې پر خاوره د اوکراين بريد د ۲۰۲۴م کال په اګست کې د اوکراين وسله والو ځواکونو په لومړي ځل د روسیې په خاوره کې تهاجمي عمليات پېل کړل. پر سرحدونو د لږ مقاومت سره تر مخامخيدو وروسته دوی وکولای شول چې په لومړي سر کې په کورسک سيمه کې تقریباً ۱۴۰۰ مربع کیلومتره ساحه ونيسي. خو اوکراين له هغه وخت راهېسې د نيول شوې ساحې دوه پر درېمه بیرته له لاسه ورکړې ده.
انځور: Roman Pilipey/AFP/Getty Images روسیې او اوکراين دواړو ډرونونه يا بې پېلوټه الوتکې د کشف او څار له پاره کارولي دي او همدا شان د هدفونو د په نخښه کولو په موخه هم. کارپوهان وايي چې په اوکراين کې کابو ۱۰۰ بېلا بېل ډوله ډرونونه کارول شوي دي.
انځور: Serhii Nuzhnenko/Radio Free Europe/Radio Liberty/REUTERS له درو کلونو راهیسي جګړې پر اوکراين باندې تلپاتې نښې پرېښې دي. د هېواد په ختيځ او جنوب کې يو شمير کلي او ښارګوټي د روسیې په بريدونو کې ويجاړ شوي او اوس د ارواحو په ښارګوټو بدل شوي. د دنيڅک سيمې د بوهوروديچنه ښارګوټی په ۲۰۲۲م کال کې د روسیې د درنو حملو ښکار شو او اوس کابو ټول خالي دی.
انځور: Mykhaylo Palinchak/SOPA Images/ZUMA Press Wire/picture alliance ټول اوکراين د جګړې پر لومړۍ کرښه نه دی پروت. له جګړو لېرې ژوند ادامه لري. دوکانونه، قهوه خانې او رستورانتونه پرانیستي دي او د سيمې اوسيدونکي د جنراتورونو په مرسته ځان ته بریښنا برابروي.
انځور: YURIY DYACHYSHYN/AFP له اوکراين سره د امريکا مرسته په شک کې ده د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونال ترمپ، به ويل چې د اوکراین جګړه به په «۲۴ ساعتونو» کې ختمه کړي، خو دا کار یې لا نه دی کړی. له روسیې سره د نوموړي ظاهري نږدې والی، د هغه دا هيله چې پر اوکراين د فشار له لارې دغه هېواد متحده ایالاتو ته د خپلو معدني شتمنيو ورکړې ته مجبور کړي او د اوکراين له ولسمشر سره د یې تازه لفظي جګړې، اوکراين او د دغه هېواد متحدين انديښمن کړي دي.
انځور: Ukraine Presidency/ZUMA/picture alliance