1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین د نوو هدفونو د ويشتلو خبرداری ورکړ، خو څنګه؟

۱۴۰۱ خرداد ۱۵, یکشنبه

د کيف ښار د يکشنبې په ورځ څو چاودنو ولړزاوه. پوتین خبرداری ورکړی که لويديځ کيف ته نوې وسلې ورکړي دوی به هم نوي هدفونه په نښه کړي. هسپانيا اوکراین ته ټانکونه او د الوتکو ضد توغندي ورکوي او په ختيځ کې جګړه ادامه لري.

Russland Präsident Wladimir Putin Interview
د روسېې ولسمشر، ولاديمير پوتينانځور: Mikhail Metzel/ITAR-TASS/IMAGO

د روسېې ولسمشر، ولاديمیر پوتین خبرداری ورکړ که چیرته لويديځ اوکراین ته اوږد واټن ويشتونکي توغندي ورکړي، په هغه صورت کې به مسکو نوي اهداف په نښه کړي. پوتین زیاته کړې چې کيف ته د نوو وسلو ورکولو څخه هدف د «جګړې اوږدول» دي.

د فرانسې خبري آژانس د روسېې خبرې آژانس په حواله ليکي، پوتین وويل که چیرته کیف د اوږد واټن ويشتونکي توغنديو باندې اکمال شي په هغه صورت کې به «موږ مناسبه نتيجه ګيري په لاس راوړو او خپل ځواک به وکارو...موږ به داسې اهداف په نښه کړو چې مخکې مو نه وو په نښه کړي.» خو دا چې نوي هدفونه به څه وي په اړه ېې څه نه دي ويل شوي.

نن يکشنبه د اوکراین پلازمینه کيف ښار څو چاودنو یو ځل بیا ولړزاوه.

د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر يوه مشاور، سرهي ليشچینکو وویل چې په دغو حملو کې د اوکراین د اورګاډو زيربناوې په نښه شوي دي.

روسېې ادعا کړې چې د کيف ښار په څنډه کې ېې ټي-۷۲ ډوله ټانکونه او نور زغروال وسایط چې د لويديځې اروپا هیوادونو له خوا مرسته شوي او په یوه هنګر کې ولاړ ول، له منځه وړي دي.

دا د اپریل له ۲۸مه وروسته لومړی ځل دی چې کيف ويشتل کیږيانځور: Edgar Su/REUTERS

تر اوونیو وروسته کیف يو ځل بیا چاودونو ولړزاوه

د کيف ښاروال، ويتالي کليچکو، هم ويلي دي چې نن د کيف ښار څو چاودنو ولړزاوه. هغه پر ټلګرام د دغه خبر په ورکولو سره ويلي دي چې دغه چاودنې په دارنيتسکي او دنيپروفسکي سیمو کې شوي او هلته مرستندوی ځواکونه استول شوي.

دا د اپریل له ۲۸مه وروسته لومړی ځل دی چې کيف ويشتل کیږي. 

د کيف ښار د اوکرايني ځواکونو د څو اونیو مقاومت په نتيجه کې د روسي ځواکونو د حملو خلاص سو او ژوند په کې تقریباً عادي حالت ته راګرځيدلی وو. وروسته له هغې چې روسيه د کيف په نیولو کې ناامیده سوه، ځواکونه ېې د دغه هیواد شرق لور ته سوق او هلته متمرکزه سول.

د يو بل خبر له مخې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وايي روسي بمونو د لرګيو جوړه يوه کلیسا له منځه وړې ده. هغه وويل دغه کلیسا په اوکراین کې د اورتودوکس په یوه تر ټولو مقدسه سیمه کې وه. زيلنسکي دغه خبره په یوه ويډيو کې چې پر تيلګرام ېې خپره شوې، کړې ده. هغه وويل په دغې کلیسا کې د دونباس د جګړو پر وخت د ۶۰ ماشومانو په ګډون ۳۰۰ ملکیانو پناه اخیستې وه.

هسپانيا اوکراین ته ټانګونه او د الوتکو ضد توغندي ورکوي.

هسپانيا ويلي دي چې له اوکراین څخه د پوځي ملاتړ په ادامې غواړي دغه هیواد ته د الوتکو ضد توغندي او لئوپارد ډوله محاربوي ټانکونه ورکړي.

د رويټرز خبري آژانس په حواله، دغه خبر د ال پائیس (EI Pais) په نوم ورځپاڼې د يکشنبې په ورځ د حکومتي سرچينو له قوله خپور کړی دی. رويټرز له مادريد څخه ليکي چې هسپانيا به همدارنګه اوکرایني ځواکونو ته د دغو ټانکونو د استعمال ضروري پوځي زدکړې هم ورکوي.

د روسي ځواکونو په حملو کې د سیویرودونتسک ښار شاوخوا ۶۰ سلنه ساختمانونه تخریب سويانځور: Serhii Nuzhnenko/REUTERS

په سيورودونیستک کې د جګړې ادامه

اوکراين او روسیه دواړه په سيویرودنیتسک ښار کې د یو بل پر وړاندې د پرمختګ ادعاوې کوي.

اوکراين وايي ځواکونه ېې توانیدلي چې د ېوې تعرضي حملې په نتیجه کې د سیویرودونتسک ښار يوه برخه بیرته له روسانو ونیسي اما مسکو بيا ويلي دي چې د دوی ځواکونه په دغه ښار کې مخته تللي دي. دغه خبرونه په مستقله توګه تائيد کیدلی نه شي.

د سیویرودونتسک ښاروال، الکساندر ستریوک د اوکراین دولتي تلویزیون ته وويل: «د دغه ښار په کوڅو کې د ټولې شنبې ورځ په جریان کې جګړې روانې وې.» ښاروال زیاته کړه: «وضعیت بحراني او پيچلی دی. زموږ پوځ هر هغه کار چې په توان کې وي ترسره کوي تر څو دښمن له ښار څخه وباسي.» د سيويردونیتسک ښاروال همدارنګه وويل چې دغه ښار خوراکي موادو، سوند مواد او درملو له کمښت سره مخ دی.

د لیسیاچانسک او سويرودونیتسک ښارونه د اوکراین په تر ټولو شرقي سیمه کې پراته دي. د دغو ښارونو په اطرافو کې شدیدو جګړو، هلته ميشت د اوکراین دفاعي ځواکونه د بشپړې محاصرې له خطر سره مخ کړي دي.

د سویرودونیستک ښاروال مخکې ويلي وو چې د روسېې د يرغل له پیل تر اوسه، په دغه ښار کې لږ تر لږه ۱۵۰۰ کسان په وژل شوي دي. د روسي ځواکونو په حملو کې د دغه ښار شاوخوا ۶۰ سلنه ساختمانونه تخریب سوي او اوس په کې یوازې د ۱۲ تر ۱۳ زرو پورې کسان پاتې دي.