پولند: بېلاروس سره سرحد به تر مارچ مياشتې پورې تړلی وي
۱۴۰۰ آذر ۱۰, چهارشنبهد آلمان خبري آژانس له وارسا څخه ليکي چې د پولند د کورنيو چارو وزير، ماريوس کامينسکي د سه شنبې ورځې په ماښام اعلان وکړ چې بېلاروس سره سرحدي سيمې به د بهرنيانو پر مخ د مارچ تر لومړۍ نيټې تړلې پاتې وي او په دې توګه په دې تړاو يو نوی قانون عملي شي.
پولند د سپتمبر مياشتې په سر کې له بېلاروس سره د ۳ کيلومتري سرحد په اوږدو کې بيړنی حالت اعلان کړ. د رسنيو خبريالانو او مرستندويه سازمانونو ته هم اجازه نه وه چې دغې سیمې ته داخل شي.
دغه اعلان شوی اضطراري حالت د سه شنبې ورځې په ماښام (د نومبر ۳۰مه) پای ته ورسيد او نور يې د غځيدلو امکان نه وو. خو اوس نوی قانون د پولند داخله وزير ته دا صلاحیت ورکوي چې د خطري وضعیت د پيښيدو په صورت کې، سرحدي سیمې ته د ټولو غیرځايي وګړو داخلیدل ممنوع کړي. ويل شوي چې استثنا به په ځانګړې توګه د خبريالانو له پاره د مقرراتو له مخې وي.
د بېلاروس او پولند تر منځ په سرحدي سيمه کې د غیرقانونی مهاجرتونو لړۍ د روان کال په اوړي کې پيل شوه. دغه مهاجر چې د مختلفو هیوادونو څخه دي، له بېلاروس څخه راځي. د پولند سرحدي ساتونکو د چهارشنبې په ورځ وويل چې يوازې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له سرحده ۱۰۲ وارې په غير قانوني توګه د اوښتو هڅې شوي دي.
پولند بېلاروس سرحد ته د مهاجرو پر هڅولو تورنوي. دغه هیواد په وروستيو کې ويلي وو چې اوس بېلاروس مهاجر په ډلیزه توګه له سرحده اوښتو ته تشويقوي. بېلاروس بیا سرحد ته په لوی لاس د مهاجرو د هڅولو تورونه ردوي.