1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولند: بلاروس د اروپايي اتحاديې د بې ثباته کولو په هڅه کې دی

۱۴۰۰ آبان ۳۰, یکشنبه

د پولند صدراعظم، ماتئوش موراويه تسکي د پولند او بلاروس پر سرحد د مهاجرت موجوده بحران د سړې جګړې راهیسې د «اروپايي اتحاديې د بې ثباتي له پاره تر ټولو لويه هڅه» وبلله. هغه دغه خبره نن يکشنبه کړې ده.

Belarus Grenze zu Polen | Migranten-Lager
انځور: Oksana Manchuk/BelTA/dpa/picture alliance

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د اروپايي اتحاديې غړي هیوادونه روانه اوونۍ د بلاروس پر سرحد د مهاجرت پر اوسني بحران د بحث له پاره په خپلو کې راټوليږي. خو د پولند حکومتي مشران غواړې تر دغې غونډې مخکې نن یکشنبه ناوخته د بالتیک هیوادونو له مشرانو سره وګوری چې په هغو کې دوه يې له بلاروس سره پولې لري. دوی به په سرحد کې د مهاجرت پر اوسني بحران خبرې کوي.

د پولند صدراعظم ماتئوش موراويه تسکي، د بلاروس ولسمشر د اروپا د بې ثباتۍ له پاره پر هڅو تورن کړی دی. هغه پر خپل ټويټر ليکی دي چې د «بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو د اروپايي اتحاديې پر ضد یوه هایبردي (ترکيبي) جګړه پیل کړې ده. دا په ۳۰ کلونو کې د اروپا د بې ثباتۍ له پاره تر ټولو لویه هڅه ده.»

موراویه تسکي زیاته کړې ده: «پولند به باج ورکولو ته تسلیم نه شي او د اروپايي اتحاديې د سرحدونو د حفاظت له پاره به هر څه ترسره کړي.»

د پولند صدراعظم ماتئوش موراويه تسکيانځور: Ronald Wittek/AP/picture alliance

لويديځ پر بلاروس تور لګوی چې د بحران د ایجادولو له پاره مهاجر چې اکثره یې د منځني ختيځ له هیوادونو څخه د اروپايي اتحاديې سرحدونو ته راکاږي تر څو بیا له هغه ځایه په اسانۍ سره وشي کړی اروپايي اتحاديې ته داخل شي. بلاروس بیا د لويديځ دغه تور ردوی او سربيره پر دې پر اروپايي اتحاديې نیوکه کوي چې مهاجر نه مني.

د رپوټونو په حواله په وروستيو اونیو کې د بلاروس او پولند تر منځ سرحدي سیمو ته په زرونو مهاجر رسيدلي. دوی غواړي پولند ته په داخلیدو ځانونه د اروپايي اتحاديې شتمنو هیوادونو ته ورسوي. په دغه سرحدي سیمه کې د ناوړه بشري وضعت رپوټونه هم ورکړل شوي او له بلې خوا موسم هم سوړ دی.

پولندي رسنيو ويلي دي له دوبي موسم راهیسې چې دغه بحران پیل شوی، د سرحد دواړو خواوو ته په ځنګلي سیمو کې د ۱۱ مهاجرو مړي موندل شوي دي.

ویل کيږي چې د منځني ختيځ هیوادونو څخه مهاجر لومړی په سیاحتي ويزو ځانونه بلاروس ته راځي او بیا له هغه ځايه د پولند سرحدونو پر لور مخه کوي. دغه مهاجر په دې لار کې ډير پیسې هم مصرفوي. لويديځ پر بلاروس تور لګوي چې د مهاجرت بحران ته يې زمینه مساعد کړې او په لوی لاس مهاجر د اروپايي اتحاديې سرحدونو پر لور رهنمايي کوي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب