1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپولنډ

پولند له روسېې سره پر پوله سیمي ګټارې لګوي

۱۴۰۱ آبان ۱۳, جمعه

پولند اندېښنه ښوولې ده چې اروپايي اتحادېې ته د غیرقانوني مهاجرتونو د ېوې بلې څپې پلانونه موجود دي او دوی ېې د مخنیوي له پاره د روسېې د جلا سيمې کالیننګراد سره پر سرحد سیمي ګټارې دروي.

پولند روانه اوونۍ د دفاع وزارت د یو ناڅاپي اعلان وروسته، د ۲۱۰ کيلومتره په اوږدو د اغزن تار لرونکو سیمي کټارو درولو چارې پيل کړې
پولند روانه اوونۍ د دفاع وزارت د یو ناڅاپي اعلان وروسته، د ۲۱۰ کيلومتره په اوږدو د اغزن تار لرونکو سیمي کټارو درولو چارې پيل کړېانځور: Bogdan Hrywniak/Newspix.pl/IMAGO

پولند روانه اوونۍ د دفاع وزارت د یو ناڅاپي اعلان وروسته، د ۲۱۰ کيلومتره په اوږدو د اغزن تار لرونکو سیمي کټارو درولو چارې پيل کړې. د روسېې کالیننګراد سیمه د روسېې له خاورې جلا د بالتییک سمندر په ساحل کې پرته ده چې پولنډ او لیتواني سره سرحدونه لري.

د فرانسې خبري آژانس په حواله دغه کټارې د دوه نیم مترو په لوړوالي او درې متره ژوروالي جوړيږي چې په برقي وسایلو به هم سمبالي وي.

د بلاروس پر پوله مهاجر: قاچاقچیان زموږ پیسو سره کار لري د ژوند پروا مو نه کوي

پولندي عسکر چې د کټارو په درولو مصروف دي، تر اوسه ېې د زردینا (Zerdziny) په نوم کلي ته نژدې ۵۰۰ متره ګټارې درولي دي. د سېمې لارې د پوځي موټرو د ډير تګ راتګ له امله چې سرحد ته تجهیزات انتقالوي له خټو ډکې شوي دي.

پولند: بلاروس اوس په ډليزه توګه مهاجر له سرحده اوښتو ته هڅوي

پولند تر دې مخکې هم خپلې خاورې ته د غیرقانوني مهاجرو د اوښتو د مخنيوي له پاره د روسېې له متحد، بلاروس سره پر سرحد یو اوسپنيز دیوال رغولی دی. پولند د دغه دېوال په رغولو شاوخوا ۳۵۰ ميلیون يورو لګولي دي.

پولند: سرحدي بحران د اروپا د بې ثباتۍ له پاره د بلاروس «تر ټولو ستره» هڅه ده

تير کال د سپېنې روسې له لاري ډېر مهاجر د پولند له سرحدونو څخه په اوښتو سره اروپايي اتحادېې ته ننوتل. هغه وخت پولند ادعا کوله چې دغه مهاجر سپېنه روسيه په لوی لاس د دوی د سرحدونو پر لور استوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب