1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولنډ: د روسيې ټولي بې پيلوټه الوتکي ويشتل سوي دي

نجيب الله زيارمل I د فرانسې خبري آژانس، رويترز
۱۴۰۴ شهریور ۱۹, چهارشنبه

پولنډ د چهارشنبې په سهار وويل چي د روسيې څو بې پيلوټه الوتکي يې هوايي حريم ته ننوتي وې او ټولي يې ويشتلي دي.

د پولنډ د هوايي ځواک د ورځي لمانځلو پرمهال د دغه هواد پر فضا اف-۵۲ جنګي الوتکي
پولنډ په لومړی ځل د اوکراين له جګړې راهيسي خپل هوايي ځواک کارولیانځور: Dominika Zarzycka/SOPA Images/ZUMA/picture alliance

د پولنډ لومړي وزير دونالد توسک، د چهارشنبې په سهار په ټولنيزو رسنيو کي ليکلي دي: «تيره شپه د روسيې بې پيلوټه الوتکو د پولنډ هوايي حريم نقض کړ. هغه بې پيلوټه الوتکي چي مستقيم ګواښ وې، ويشتل سوي دي.»

هغه زياته کړې ده چي د پولنډ وسله وال ځواکونه تيره شپه تر نن چهارشنبې سهاره پوري «د هغو هوايي عملياتو په دليل چي په اوکراين کي يې اهداف په نخښه کول» د تيارسئ په حالت کي ول.

د پولنډ د دفاع وزير ولاديسلاو کوزينياک کاميش په ايکس پاڼه کي ليکلي دي چي «تر لس ډېري» بې پيلوټه الوتکي د دغه هواد هوايي حريم ته ننوتي وې ټولي ويشتل سوي دي او د پولنډ امنيت ته خطر خنثی سو.

هغه د ناټو له هوايي قوماندې او هالند د شاهي هوايي ځواک څخه په دغه پېښه کي چي په اف ـ ۳۵ جيټ الوتکو سره يې مرسته کړې وه مننه وکړه.

د پولڼد وسله والو ځواکونو د چهارشنبې په سهار اعلان وکړ چي دوی د هغو ځايونو په لټه کي دي چي احتمال لري دغه الوتکي پکښې رالوېدلي وي او له خلکو څخه يې وغوښتل هر شی چي يې وليد بايد ورنږدې نه سي، ځکه چي ممکن هغوی ته ګواښ وي او کيدای سي خطرناک مواد پکښې کار سوي وي.

ډرونونه څرنګه په اوکراین کې جګړې ته بله بڼه ورکوي؟

01:57

This browser does not support the video element.

د وارسا شوپن هوايي ډګر د هوايي حريم د تړلو په سبب څو ساعته د پروازونو او ناستو پر مخ تړل سوی وو.

اروپايي تولني ويلي دي چي کيدای سي ډرونونه په قصدي توګه د پولنډ هوايي حريم ته ننوتي وي. د يادي ټولني د بهرنۍ پاليسي مشري کاجا کلاس وويل چي لومړۍ نخښي نښانې ښيي چي د ډرونونو پيښه قصدي وه.

کلاس په يوه بيانيه کي ويلي دي: «موږ تيره شپه په پولنډ کي د روسيې له خوا د جګړې له پيل راهيسي په اروپا کي تر ټولو جدي هوايي سرغړونه وليدله او نخښي نښانې ښيي چي دا قصدي وه، نه ناڅاپي.»

د روسيې د دفاع وزارت په دې اړوند د رويترز خبري آژانس پوښتني ته کوم ځواب نه دی ورکړی.

روسيې چي په ۲۰۲۲م کال کي يې پر اوکراين باندي يرغل پيل کړ پر اوکراين باندي په هوايي بريدونو کي په سونو بې پيلوټه الوتکي کاروي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل