پولنډ روسيه د اورګاډي پر پټلۍ په برید کې په لاس لرلو تورنوي
۱۴۰۴ آبان ۲۷, سهشنبه
د آلمان د خبري آژانس «ډي پي ای» د رپوټ له مخې، د دغې هېواد د ځانګړو خدماتو همغږي کوونکي ویاند جیک دوبرزکي ویلي، چې پر ریل پټلۍ د برید له ټولو نښو داسې ښکاري، چې د برید تر شاه د روسیې د استخباراتو لاس و. هغه دا څرګندونې د دولت د ملي امنیت کمېټې له بېړنۍ ناستې وروسته وکړې.
د پولنډ له پلازمېنې وارسا څخه د ختیځ ښار لوبلین پر لور د اوسپنې پټلۍ د یکشنبې پر ورځ د چاودېدونکیو توکو له امله ویجاړه شوه. له پېښې سره هممهاله د ریل ګاړي چلوونکي زیانمنه ساحه لیدلې او مرکز ته له خبر ورکولو وروسته بېرته کرښه تړل شوې ده.
د پولنډ لومړي وزیر ډونلډ ټوسک ویلي، چې دغه چاودنه د وارسا په ۱۰۰ کیلومترۍ کې میکا ښار ته نیږدې شوې ده او ظاهرا ښکاري، چې موخه یې له لیکې د ریل اړول وو. د دغې کرښې دوه نورې برخې هم زیانمنې شوي دي.
د پولنډ د ځانګړو خدماتو همغږي کوونکي ویاند جیک دوبرزکي ویلي:«د روسیې سرویسونه غواړي چې زموږ ټولنه بې ثباته کړي او ویره خپره کړي.»
اړوند: پولنډ: د روسيې ټولي بې پيلوټه الوتکي ويشتل سوي دي
هغه وویل، څارنوالان او استخباراتي ادارې به د دغې توطيې عمق ته ورسېږي.
پولنډ د اروپايي ټولنې او ناټو غړی او د اوکراین نظامي او سیاسي متحد هېواد دی، چې پر اوکراين باندې د روسیې له برید وروسته له ورانکارو بریدونو په ویره کې دی.
د رپوټ له مخې، د ريل پټلۍ شبکه د یوه هدف په توګه په نظر کې نیول کېږي ځکه اوکراین ته د لویدیځ ډیری نظامي مرستې د دغې هېواد له لارې رسول کېږي. زیانمنه شوې کرښه د پولې سره نیږدې دوروهاسک څخه اوکراین ته تېرېږي.
تېر کال د پولنډ دولت د روسیې استخباراتي سازمان پلازمېنې وارسا کې د پلور په یوه مرکز کې په پراخې اورلګونې تورن کړ. دغه راز، اکتوبر میاشت کې اته کسان د ورانکاره کړنو د پلان او مسکو ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي ول.