1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولنډ له آلمان څخه د دویم جهاني جنګ تاوان غواړي

۱۳۹۸ شهریور ۹, شنبه

دویمې نړیوالې جګړې پولنډ ته ډیر سخت زیان واړوه. د پولنډ ولسمشر دودا، د هغه وخت د نازي آلمان د یرغل تر ۸۰ یمې کلیزې لږ مخکې یو وار بیا دغه هیواد ته د اوښتي زیان د غرامې غوښتنه تکرار کړې ده.

Polen Andrzej Duda
انځور: picture-alliance/NurPhoto/M. Wlodarczyk

د پولنډ ولسمشر اندرسې دودا، د بلډ آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي: د جنګي غرامې ورکړه به یوه اخلاقي او د مسئولیت منلو معامله وي. دودا، زیاته کړه هغه جګړه چې مونږ یي په اړه خبره کوو په پولنډ کې د ډیرو سختو زیانونو او ویجاړیو سبب شو: «د پولنډ پارلمان به د دې له پاره یو بل وړاندې کړي.»

د پولنډ ولسمشر وویل چې په دې جګړه کې نږدې شپږ میلیونه پولنډیان ووژل شول، زمونږ ښارونه په کنډالو بدل شول، زمونږ پلازمېنه په بشپړ ډول له خاورو سره خاورې شوه: «لویه برخه یي بی ګناه ملکیان ول چې د پلټنې د عملیاتو، ترور، په یهود میشته سیمو او د اجباري کار په کمپونو کې ووژل شول. مونږ دا نه شو هیرولی. د پولنډي قربانیانو نږدې نیمايي، یعني درې میلیونه یي یهودان ول چې د هټلري توکمپالو له خوا نیست او نابود کړای شول.»

«یوه حل لاره به ولټول شي»

د پولنډ پخواني ولسمشر لچ کانسینسکي، او د هغې په دوام دودا، هم د متخصیصو څارونکو یو رپوټ برابر کړ چې په واضح ډول روښانه کوي چې دغه زیان هیڅ کله هم نه دی ورکړل شوی. دودا زیاتوي چې«په نږدې وخت کې په وارسا کې هغه پارلماني کمیسیون خپل نهایي رپوټ وړاندې کړي چې په ۲۰۱۷ م کال کې د دې کار(د اوښتي زیان د کچې معلومولو) له پاره ګمارل شوی وو. او زه مطمئن یي چې مونږ به یوه حل لاره ولټوو.»

د ۱۹۳۹ م کال د سپټمر میاشتې په لومړۍ نیټه د آلماني پوځ له خوا پر پولنډ برید، په حقیقت کې د دویمې نړیوالې جګړې پيل وو.انځور: picture-alliance/AP

د پولنډ ولسمشر په عین وخت کې د آلمان او پولنډ ترمنځ ښو مناسباتو ته اشاره وکړه چې په خبره یي د نړۍ د خلکو له پاره یوه ښه نمونه او سرمش بلل کیدای شي. آلمان او پولنډ یو بل سره په بشپړ ډول پخلا شوي دي.

شټایمایر ویل اوون ته ورځي

د یکشنبي په ورځ به د پولنډ ولسمشر خپل آلماني سیال فرانک والټر شټاینمایر، ته د پولنډ د ویل اوون په کوچني ښار کې د آلمان له خوا د هوایي بمبارۍ د یادون په مراسمو کې د ګډون له پاره هرکلی ووایي. دواړه مشران به وروسته په وارسا کې په یوه مرکزي مراسمو کې هم ګډون وکړي.

د ۱۹۳۹ م کال د سپټمر میاشتې په لومړۍ نیټه د آلماني پوځ له خوا پر پولنډ برید، په حقیقت کې د دویمې نړیوالې جګړې پيل وو چې تر ۱۹۴۵م کاله پورې په کې د اټکلونو له مخې تر ۸۰ میلیونه پورې انسانان ووژل شول. په همدې حال کې آلمان په ۱۹۹۰ م کال کې د آلمان د اتحاد په نتیجه کې د د بهرني سیاست په هکله د «دوه جمع څلور تړون» په اساس د غرامې مسئله یوه حل شوې موضوع بولي.

په دې تړون کې چې د آلمان، DDR یا ختیځ آلمان او څلورو استعماري قدرتونو امریکا متحده ایالات، شوروي اتحاد، فرانسه او لویې بریتانیې ترمنځ لاسلیک شوی وو په وضاحت سره د جنګي غرامې یادونه نه ده شوې.

wa/qu (afp, dpa)/sn/aa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب