1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهنړیوال

پوليسو يو کس په مغازه کې د ماسک د نه استفادې په دليل وواژه

۱۳۹۹ تیر ۲۹, یکشنبه

د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه اوس هم د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې له حفاظتي ماسکونو استفاده اجباري ده. خو دا چې يو کس د ماسک د نه استفادې په دليل د پولیسو له خوا ووژل شي، تر اوسه په خپل ډول کې لومړۍ پيښه ده.

Kanada Corona-Pandemie Dorval | Pfleger flohen aus Angst vor Corona aus Seniorenwohnheim
انځور: Reuters/C. Muschi

له کاناډا څخه د ترلاسه شوو رپوټونو په حواله، د دغه هيواد حکومتي تلويزيون، سي بي سي، ويلي دي چې کاناډايي پولیسو يو ۷۳ کلن کس په ډزو ويشتلی او وژلی دی. د دغه کس په اړه ويل شوي چې هغه په سيمه کې د خوراکي موادو په يوه سوپرمارکيټ کې، د قانون مطابق د محافظتي ماسک له اغوستلو څخه په پرله پسې توګه انکار کړی وو.

دغه سخت دريځه کس په سوپرمارکيټ کې دننه نه، بلکې له هغه ځایه تر وتلو څو ساعته وروسته د پوليسو په ډزو وژل شوی دی. سي بي سي، د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۱۶مه) ويلي وو چې ياد کس يوه سوپر مارکيټ ته د ماسک تړلو پرته دننه شوی وو.

په سوپر مارکيټ کې يو مسئول کس هغه ته ويلي وو چې بايد په مارکيټ کې دننه حفاظتي ماسک واغوندي، خو دغه کس بيا هم د ماسک له اغوستو ډډه کوله چې د کارکونکي د غوښتنې د تکرار په نتيجه کې يې ورباندې حتی حمله کړې وه.

د اونټاريو ښار پوليسو ويلي دي چې پيښه د ماينډین په نوم يوه کوچني ښار کې رامنځ ته شوې ده کوم چې د ټورنټو ښار شمال لور ته نژدې په ۲۰۰ کيلومتري واټن کې پروت دی. زیاته شوې چې پر کارکونکي باندې تر حملې وروسته، د سوپرمارکيټ مسئولانو پوليسو ته ټيلفون کوي، چې دې سره تورن کس له دغه ځايه تښتي.

که څه هم پوليس د پيښې ځای ته پر وخت ورسيدل، خو هغوی د نورو خلکو د خونديتوب په موخه، د تورن کس د موټر د درولو هڅه ونه کړه.

پوليس ډاډه ول چې تورن کس به په هر حالت کې د هغه د موټر د پلیت نمبر له مخې ونيسي. دوی تورن کس د هغه د موټر د راجستر نمبر له مخې د هغه تر کوره تعقیبوی، خو کله چې تورن سړی د پولیسو دوه کسيزه ډله ويني ډزې ورباندې پيلوي.

د پولیسو د جوابي ډزو په نتيجه کې هغه په شدیده توګه ټپي کيږي چې بیا په سملاسي توګه روغتون ته رسول کیږي، خو په روغتون کې يې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

تر هغه وروسته د اونټاريو پولیسو د څيړنې يوې ځانګړې ډلې (SIU) په يوه اعلاميه کې وویل: «پولیسو د تورن کس له کور څخه يو نيمه اتومات ټوپک او يوه تومانچه ترلاسه کړې چې د حکومت له خوا ضبط شوي دي.» پولیسو د وژل شوي کس هويت نه دی افشا کړی.

دويچه ويله ا/م.ک.ص./ن.ص.

يو انځوريز البوم له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب