دغه دوه کسان چي نومونه ئې اعلان سوي دي، د لندن په ختيځ بارکينگ سيمه کي ئې ژوند کاوه.
ويل سوي دي چي د هغوی يو تن «خرم شهزاد بوت» ۲۷ کلن پاکستانی الاصله بريتانوی دئ چي په بريتانيا کي زېږېدلی دئ. د هغه هويت د بريتانيا د کورني امنيت سازمان M15 ته روښانه وو، خو دا چي هغه يرغل کوي په اړه ئې معلومات پوليسو نه لرله.
دوهم کس د «رشيد ردوانه» په نوم ۳۰ کلن سړی ښوول سوی چي خپل ځان ئې مراکشی يا ليبيايي معرفي کړی وو. هغه خپل نوم ادارو ته جعلی ورکړی وو.
تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چي له دغو دوو کسانو سره نورو هم همکاري لرله که نه.
دغه دوه کسان او يو بل چي تر اوسه پوري ئې لا هويت بربنډ سوی نه دئ، په لندن کي د شنبې په ښام تر تروريستي يرغل وروسته پوليسو وويشتل او ووژل.
تر اوسه پوري د لندن د شنبې ورځي د تروريستي يرغل په تړاو ۱۲ کسان چي ۷ ښځي او پنځه نارينه دي نيول سوي دي. له دوی څخه يوه ښځه او يو نارينه بيرته آزاد سوي دي.
د بريتانيا پوليسو له خلکو غوښتي دي چي په دې اړه هر ډول شواهد چي ولري، د مهربانۍ له مخي دې له پوليسو سره شريک کړي.
انځورونه: د لندن تروريستي پېښې
لومړی د يوې «پېښې» څخه يادونه وشوه. يو څو ساعته وروسته څرګنده شوه چې مړي هم شوي وو او د لندن ښاروال بيا له يوه «بربري بريد» څخه خبرې کولې. د لندن د تروريستي بريدونو د پېښو انځورونه دلته کتلی شئ. انځور: Picture alliance/Zumapress/V. Flores له ټول ښار څخه پوليس راټول شول چې په ځغاسته د پېښې ځايونو ته ورسېدل. د پوليسو د ماموريت همغږي ښايي د تروريزم ضد پلانونو له مخې شوې وي.
انځور: Reuters/H. McKay د پله د پاسه رڼا، خو چوپتيا پېښه د لندن د پله د پاسه شروع شوه. داسې ويل شوي دي چې يو سپين باروړونکی موټر د پلو کسانو په يوه ډله ورغلی وو. په دغه وخت کې يې لا انګيزه څرګنده شوې نه وه.
انځور: Picture alliance/Zumapress پوليسو له څرخي الوتکو او کښتيو څخه کار واخيست د پوليسو څو څرخکې د لندن د پله د پاسه کوزې شوې. پل تخليه شوی وو. د بورو په مارکېټ کې هم د يوې «پېښې» خبر ورکړل شو. وروسته بيا د پوليسو کښتۍ هم وليدل شوې چې په قربانيانو پسې يې لټون ګاوه.
انځور: Picture alliance/empics/D. Lipinski/PA Wire له خبرداري وروسته بيړه حاکمه وه. د پوليسو واحدونه د لندن پله ته ولېږدول شول. ځينو يوازې هلته فرصت وموند چې د مرميو ضد واسکټونه واغوندي.
انځور: Reuters/H. McKay بورو مارکېټ: پر رستورانت باندې چاپه د «بلو آيد مېډ» په نوم رستورانت د بورو مارکېټ په ساحه کې پروت دی. پوليسو هلته تلاشۍ وکړې وروسته له هغه چې د چړو د بريدونو خبر ورغلی وو. دا چې څومره مرګ ژوبله اوښتې وه، لا څرګنده نه وه.
انځور: Getty Images/C. Court د پوليسو امرونو ته بايد دغو پلو کسانو هم غاړه ايښې وای. هغوی لاسونه پورته کړل او له صحنې لېرې شول. د عامل او قرباني تفريق لا د امنيتي ځواکونو له پاره اصلي ننګونه وه.
انځور: Reuters/N. Hall هغه پلي کسان چې پوليسو د لندن په زړه کې ژغورلي ول، ورو ورو پوه شول چې د ژوند جدي خطر ورته متوجه شوی وو. يوه عيني شاهد د بي بي سي چېنل ته وويل چې عاملينو په چړو بريدونه کول.
انځور: Reuters/H. McKay د قربانيانو شمېر نه وو په ګوته شوی يوازې د شنه سهار په موده کې د وژل او ژوبل شوو په اړه معلومات راووتل. لومړی نهه تنه مړه شوي ول، يعنې درې واړه بريدګر او شپږ تنه عادي خلک. په عکس کې د لومړنۍ طبي مرستې صحنه ليدل کيږي.
انځور: Picture alliance/empics/F. De Caria په ښار کې بېړنی حالت حاکم وو د بورو مارکېټ سيمه د سيلانيانو او د لندن د اوسېدونکو له پاره د مېلې ځای وي. په دغه شپه د پوليسو د موټرو څراغونه او غږونه موجود وو. ډېرې لارې او کوڅې بندې شوې هم وې.
انځور: Picture alliance/Zumapress/V. Flores په ټولنيزو رسنيو کې دغه عکس هم خپور شو: هغه ښايي يو بريدګر وي چې په ډزو وژل شوی دی. په خپل بدن پورې يې بوشکه تړلې ده. بي بي سي هم دغه عکس خپور کړی دی. د پېښې په اړه تائيد شوي معلومات لا موجود نه ول.
انځور: Instagram