د آلمان د مونشن امنيه قومندان هوبېرتوس اندرې د شنبې په سهار وختي دوه نيمو بجو خبري کانفرانس رابللی ؤ. نوموړي و ژورنالستانو ته د مونشن د پيښي په تړاو معلومات ورکړل. هغه وويل چي «غميزه د ماښام په لږ کم شپږ بجو د یو ريستورانت مخي ته هغه وخت پېل سوه کله چي يو وسله وال چي توپنچه يې درلودل پر خلکو ډزې پېل کړې.» هوبېرتوس اندرې وويل چي د ريستورانت دباندي د ډزو وروسته بريدګر و اولمپيا سرپټي مارکېټ ته ننوت او هلته يې هم ډزي وکړې. د نوموړي په وينا همدا وجه ده چي د قربانيانو شمېر دومره زیات دی. «ناسم پيغامونه» امنيه قومندان وويل چي ورته د پيښي وروسته د ښار له بيلو برخو بيل خبرونه او پيغامونه ورسېدل چي پکښي ادعا کېدله چي ګواکي د ښار په بيلو برخو کي بريدونه سوي او حتی کسان يرغمل نيول سوي دي. نوموړي وويل چي دا د دې لامل سو چي پوليس په لږ وخت کي زياتو ځايونو ته ځانونه ورسوي. هوبېرتوس وويل چي په دغو عملياتو کي تر دوو زرو څخه زياتو پوليسو ګډون درلود. هوبېرتوس اندرې وويل چي ورته داسي پيغامونه ورسېدل چي دوه بريدګر په يو تېزرفتار موټر کي تښتېدلي دي. د هغه په وينا وروسته يې دغه دوه شکمن کسان وموندل خو هغوی د بريد سره هيڅ تړاو نه درلود. امنيه قومندان وويل چي په ملکي جامو کي د پوليسو يو موټر د بريدګر سره تماس ونيوی او ورباندي ډزي يې هم وکړې خو بريدګر په تېښته کي بريالی سو. دغه چارواکي زیاته کړه چي د ماخستن په تقريبا اته نيمو بجو د بريدګر مړی وموندل سو چي ځان يې پخپله وژلی ؤ. «بريد ګر ايرانی تابيعت درلود» هوبېرتوس وويل چي د بريدګر هويت ورته څرګند سوی او دا چي هغه ۱۸ کلن ځوان ؤ. د پوليسو د دغه چارواکي په وينا بريد ګر هم ايرانی تابيعت درلود او هم المانی. د پوليسو دغه لوړپوړي چارواکي و خبريالانو ته وويل چي دا لا نه ده څرګنده چي دغه ځوان دغه بريد ولي تر سره کړ. د نوموړي په وينا په دې تړاو پلټنې ادامه لري. امنيه قومندان د يوې پوښتني په جواب کي وويل چي د مونشن بريد چي د يو کس له خوا تر سره سوی، د وورڅبورګ د بريد سره هيڅ تړاو نه لري. په وورڅبورګ کي يو ۱۷ کلن افغان مهاجر په اورګاډي کي مسافر په تبر او چاقو سخت ژوبل کړي ول چي وروسته د دغه بريد پړه داعش په غاړه اخيستې وه. هوبېرتوس د يوې پوښتني په جواب کي وويل چي دا لا نه ده څرګنده چي ايا دا يو ترهګر بريد او که وسله وال بريد ؤ. د نوموړي په وينا د پلټنو په پای کي ښايي جوته سي چي دغه ځوان د کومو لاملونو له کبله دغه کار کړی ؤ.
انځورونه: د آلمان په مونيخ یا مونشن ښار کي وسله وال بريد
په مونشن کي د احتمالي ۳ وسله والو په ډزو کي لږ تر لږه ۷ انسانان وژل سوي دي. د جمعې په ورځ په ماښام د اولمپیا مارکېټ ته نژدې او بيا د هغه دننه ډزو مرګ ژوبله رامنځ ته کړه. د دغه بريد په تړاو انځوريز راپور دلته کتلای سئ: انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk د آلمان د صدراعظمې انګېلا مېرکل په دفتر کي د مونشن د بريد په تړاو بېړنۍ غونډه راوبلل سوه.
انځور: Reuters/dedinac/M. Müller د پوليسو وياند مارکوس دا گلوریا مارتینز د مونشن د بريد په تړاو خبريالانو ته معلومات ورکول.
انځور: picture-alliance/dpa/L. Schulze د خبرونو له مخي لومړۍ ډزي د مونيخ يا مونشن ښار په منځ کي واورېدل سوې..
انځور: Reuters/dedinac/M. Müller د دغه بريد په تړاو په لومړي سر کي د ۶ او وروسته د ۸ انسانانو د وژل کېدو خبرونه ورکول سول.
انځور: Reuters/dedinac/M. Müller پوليسو په لوړ شمېر سره د اولمپيا سر پټي مارکېټ شاوخوا سيمه محاصره کړه.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebert د پوليسو د ملاتړ له پاره د بريد په سيمه کي څرخي الوتکي هم ګرځېدلې.
انځور: DW/J. Ospina-Valencia بريدګر د ډزو وروسته و اولمپيا کارکېټ دننه ته په تښتېدلو بريالي سول.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe پوليسو د تښتېدلو بريدګرو د موندلو له پاره و سيمي ته ورتلونکي ټولي لاري بندي کړې.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebert د مونشن د مرکزي برخي فضا د امبولانسونو، پوليسو د موټرو او څرخي الوتکو شور نيولې وه.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk پوليس د اورګاډو د لويو تمځايونو تر څنګ د ښار نورو حساسو ځايونو ته د امنيت نيونې په مقصد ورسېدل.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk پوليسو د بريد له سيمي څخه د خلکو په خوندي ځايونو ته انتقالولو کي مرسته وکړه.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe د بريد شاهدانو په لومړي سر کي وويل چي درې وسله وال يې وليدل.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk پوليسو په لومړي سر کي دغه بريد يو «وسله وال بريد» وباله. خو وروسته يې وويل چي کيدلای سي چي دغه يو «ترهګر بريد» وي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebert د جمعې په ورځ د ماښام د شپږو بجو څخه مخکي د مونيخ په مرکز کي ډزي واورېدل سوې.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Gebert پوليسو د مونشن له اوسېدونکو وغوښتل چي په خپلو کورونو کي دننه پاته سي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Hörhager د مونيخ دننه د هر ډول عمومي ترانسپورت تګ راتګ بند کړل سو.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Hörhager پوليسو له مځکي او هوا څخه وضعه څارله.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk پوليسو په مونيخ کي له انسانانو وغوښتل چي و بازارونو او ښار نورو برخو ته له تګ څخه دي صرف نظر وکړي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Widmann