پولیسو په برلین کې چاپې وهلي او یو شکمن کس یې نیولی
۱۳۹۶ آبان ۳, چهارشنبهد برلین پولیسو د چهارشنبې په ورځ یوه بیانیه خپره کړه چې پکښې راغلي دي چې هغوی د اسلامیستانو د یوې شبکې په تړاو وسلې او مرمۍ ضبط کړې دي. چارواکو همداراز یو ۴۰ کلن آلمانۍ هم نیولی دی.
پولیسو ویلي دي چې د برلین په څلورو برخو کې دغه چاپې تر میاشتو څړنو وروسته ترسره شوي دي. چارواکي په دې نه پوهیږي چې دغه کس په دقیقه توگه کله، چیرې او څه ډول برید کاوه، خو هغوی بیا هم د دې له پاره په اقداماتو لاس پوري کړی دی چې دغه وسلې په یوه برید کې و نه کارول شي.
ویل کیږي چې نیول شوي شکمن کس ملکي او پوځي وسلې لري. تمه کیږي چې هغه به د چهارشنبې په ورځ ناوخته محکمې ته حاضر کړل شي. د پولیسو په خبره دغه کس د «تاوتریخوالي له ترسره کولو سره مخ په ډیریدونکې لیوالتیا» ښوولې وه.
د پولیسو ویاند وینفرید وینزل، وویل چې پولیسو د چاپو په پایله کې توپانچې، توپوکونه او د ۲۰ او ۳۰ تر منځ مرمیو بستې موندلې دي. هغه روښانه کړې ده چې نیول شوي شکمن کس هغه مسجدونو ته منظم تګ راتګ لاره چې چارواکي ورسره د څار «مشخصه علاقه» لري.
وینزل ویلي دي چې دغه کس ښايي د یوه برید د ترسره کولو مفکوره تعقیبوله او یا چې غوښتل یې دغه وسلې داسې کسانو ته ورکړي چې غواړي بریدونه وکړي.