پولیسو په نیویارک کې د یوې چاودنې مخه ونیوله
۱۳۹۱ مهر ۲۷, پنجشنبهاعلان
امریکايي استخباراتي او امنیتي ځواکونو په نیویارک کې د یوه بانک د الوزولو پلان شنډ کړی دﺉ. په دغه بانک کې د نړۍ د سرو زرو یوه تر ټولو لویه ځیرمه ساتل شوې ده.
امنیتي ځواکونو یو بندګلیدیشي وګړۍ چې غوښتل یې د دې بانک په مخ کې یوه بم ته انفجار ورکړي نیولی دﺉ.
خو دا وګړی تر نیول کیدو څو اونۍ مخکې د امنیتي ځواکونو تر څارنې لاندې وو. په دې ترڅ کې د امریکا د استخباراتي اداري جاسوسانو دې وګړي ته نقلي چاودیدونکي مواد ورکړي ول او کله چې هغه هڅه وکړه چې دا نقلي مواد وچوي نو پولیسو هغه ونیوه.