1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

پولیس: د میرکل د دفتر دروازه په موټر وهل شوې

۱۳۹۹ آذر ۵, چهارشنبه

د برلین پولیس وايي چې د آلمان د صدراعظمې د دفتر له بیروني دروازې سره یو موټر جنګیدلی او داسې ښکاري چې لږ زیان یې هم اړولی دی. د میرکل ویاند وايي چې پولیس د پیښې سیمې ته رسیدلي دي او پیښه تر څیړنې لاندې ده.

Deutschland Berlin | Auto fährt in Zaun am Bundeskanzleramt
انځور: Fabrizio Bensch/REUTERS

د چهارشنبې په سهار (د ۲۰۲۰م کال د نومبر میاشتې په ۲۵مه نیټه) د برلین پولیسو وویل چې د میرکل د دفتر د ودانۍ له بیروني دروازې سره یو موټر جنګیدلی او مالي زیان یې هم اړولی دی. د میرکل ویاند هارتموت پایت وویل چې پولیس د پیښې سیمې ته را رسیدلي او د پیښې پلټنه یې پیل کړې ده.

تر اوسه پورې د پیښې له کبله د ځاني زیان په هکله معلومات نه شته او پولیسو هم تر اوسه پورې د یادې پیښې په تړاو د نیول شویو کسانو په هکله جزئیات نه دي ورکړي. د ژغورنې ډلې ویلي چې د موټر چلوونکی اوس په امبولانس کې تر درملنې لاندې دی.

انځور: Fabrizio Bensch/REUTERS

په دې پیښه کې یو فولکس واګون موټر د میرکل د دفتر له دروازې سره جنګیدلی دی. پر موټر باندې په سپین رنګ لیکل شوي «تاسې د ماشومانو او زړو کسانو قاتلین او د موټر په بل لوري لیکل شوي د نړیوال کیدو سیاست نور ودروي.»

تر اوسه پورې د پیښې د انګیزې په هکله هم جزئیات نه شته. دغه پیښه داسې مهال کیږي چې ټاکل شوې وه نن میرکل د کرونا وبا له کبله د محدودیتونو د وضع کولو په هکله د آلمان د ایالتونو له لومړي وزیرانو سره ملاقات ولري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل