1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

پولینډ: په اروپا کي د امنیت او همکارۍ سازمان جلسه

۱۴۰۱ آذر ۱۰, پنجشنبه

د اوکراین جنګ او امنیتي حالت په اروپا کي د امنیت او همکارۍ سازمان-OSCE د خارجه وزیرانو له پاره هم یوه موضوع ده.

Eroeffnung des OSZE Ministerrat in Lodz, Polen
انځور: Thomas Koehler/photothek/imago

د دغه سازمان په دوه ورځنۍ جلسه کي، چي نن د پولینډ په لودز کي شروع کیږي، د روسیې خارجه وزیر، سرګیې لاوروف ته پکښي دعوت نه دی ورکول سوی.

پولینډ چي په اوس وخت کي په اروپا کي د امنیت او همکارۍ سازمان ریاست پرغاړه لري، لاوروف ته یې دغه هیواد ته د سفر کولو اجازه ور نه کړه. دغه ۷۲ کلن د اوکراین پرضد د روسیې د تهاجم په دلیل د اروپا اتحادیې د تعزیراتو په ليست کي شامل دی. اوس به نو په دغه سازمان کي د روسیې دایمي نماینده په لودز کي د دغه هیواد نمایندګي وکړي. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب