د کانګو هيواد د پوځ ویاند سیلواین ایکینگه په دولتي تلویزیون کي وویل: »په پلازمېنه کینشاسا کي د کودتا دغه هڅه، د په خټه کانگويي او «امریکايي تبعه» کریستیان مالانگا په مشرۍ سوې وه. د کانگو د دیموکراتيک جمهوریت دغه جنرال زیاتوي: «مالانگا په«یقیني ډول» د امنیتي ځواکونو له خوا وژل سوی دی.»
څلور وژل سوي او ډېر نور نیول سوي دي
د ایکینگه په حواله دغه ډله له «څو اتباعو» جوړه سوې وه. د پوځ دغه ویاند وویل: «موږ همدارنگه یو بریتانوی تبعه درلود چي د ډلې دوهم کس وو.» همدارنگه د مالانگا زوی مارسیل مالانگا، هم د هغوی په ډله کي شامل وو.
ایکینگه ټینگار وکړ: «څه ناڅه ۴۰ بریدکوونکي نیول سوي دي او د کریستيان مالانگا په ګډون څلور کسان وژل سوي دي. دغي ډلې هڅه کوله چي «پر تاسیساتو حمله وکړي.»
ویل کیږي چي کودتاچیانو په اول سر کي غوښتل د لومړي وزير یودیت سومینوا او د دفاع وزیر یین پیري بیمبا، پر کورونو برید وکړي. خو هغوی ونه سوای کولای د دغو چارواکو کورونه پيدا کړي، نو ځکه یې د اقتصاد د وزیر ویتال کامیرهه، پرکور برید وکړ.
د هغه کور د ملت له ماڼۍ څخه چي دولتي مشر فیلیکس تشیسکیدي پکښي ناست دی، دومره لیري نه وو. د اقتصادي چارو وزیر کامیرهه، او د هغه کورنۍ په دغه برید کي ټپیان سوي نه دي، خو ویل کیږي چي دوه پولیس چي پر يادي ودانۍ یې څارنه کوله، وژل سوي دي.
افریقايي ټولنه سخته اندېښمنه ده
افریقايي اتحادیې (AU) څرگنده کړې ده چي هغوی دغه پېښه په «سختې اندیښنې» سره تعقیبوي. د نوموړي ټولني په یوه بیان کي راغلي دي چي د افریقايي ټولني د کمېسیون مشر موسی فاکي مهامیت «پر دغي کودتا سخت انتقاد وکړ او د دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا د حالت د کنترول هرکلی يې وکړ.»
د کانگو په دیموکراتيک جمهوریت کي د امریکا متحدهایالاتو سفیري لوسي تاملین، هم د هغو امریکايي اتباعو په هکله اندېښنه وښوده چي گواکي د کانگو د چارواکو په وړاندي د کودتا په دغه هڅه کي ښکیل ول.« تاملین په ایکس پاڼه کي ژمنه وکړه چي: «سفارت له چارواکو سره په همږغۍ کی دی.»
د کانگو په دیموکراتیک جمهوریت کي ولسمشر فیلیکس تشیسکیدي د دسمبر مياشتي په پای کي د څه د پاسه ۷۰ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره د دوهم ځل له پاره وټاکل سو. خو تر دغو انتخاباتو شاوخوا پنځه میاشتي وروسته لا نوموړي حکومت نه دی جوړ کړی. د اقتصاد وزیر، ویتال کامیرهه د اپریل پر ۲۳ مه د ملي شورا د کاندیدۍ له پاره ونومول سو، کومه چي د کانگو د پارلمان اولسي جرگه ده.
په کانګو کې څرنګه له خاور سره زر جوړیږي
د کانگو ديموکارتيک جمهوريت په ختیځ کې د طلا کوچني معدنونه د عایداتو ښه سرچینه ده. دلته کارګر خپل ژوند په خطر کې اچوي او د طلا زرې وروسته له دې چې څو ځله لاس په لاس شي په پای کې په خالصه طلا بدلیږي.
انځور: Robert Carrubbaتر ځمکې لاندې، یو کارګر د طلا له یوه معدن څخه د خاورو او طلا کوچنۍ زرې راباسي. په دې کارګرو کې زیاتره کیندونکي او د کڅوړو انتقالوونکي دي. هره ورځ کارګر تر ځمکې لاندې شاوخوا ۶ یا اته ساعته تیروي. دغه کار ډیر ستړی دی. له دې معدن څخه باید د طلا د یوه ګرام له پاره شاوخوا ۲۰۰ کیلوګرامه خاوره راوایستل شي.
انځور: Robert Carrubbaد یوه ګرام طلا له پاره د خاورې کڅوړې
یو کارګر د معدن په تنګو تونلونو کې کار کوي. د خاورې کڅوړه په دې تونلونو کې ډیره په سختۍ سره انتقالیږي. له کرنې وروسته د معدنونو استخراج په دې هیواد کې د عایداتو تر ټولو مهمه سرچینه ګڼل کیږي.
انځور: Robert Carrubbaهره کڅوړه ۳۰ کیلو وزن لري
یو کارګر خپله کڅوړه له تپې لاندي ځمکې ته انتقالوي ترڅو پروسس شي. کارګر د هرې کڅوړې د انتقال په بدل کې شاوخوا ۰،۳۵ ډالر چې شاوخوا ۲۴ افغانۍ کیږي ترلاسه کوي. دوی د معدن په برخه کې تر ټولو کم عاید ترلاسه کوي او دوی زیاتره هغه کسان دي چې دې سیمو ته له نورو ځایونو څخه مهاجر شوي دي.
انځور: Robert Carrubbaیو کارګر پر تپه ناست دی او د طلا لرونکې تیږې ماتوي. تر دې وروسته میده شوې تیږه د دوو نورو تیږو په منځ کې میچن کیږي ترڅو طلا ترې جدا کړي. دغه کار ډیر ورو کیږي او څو ساعتونو کار ته اړتیا لري. د انځور په شا کې د اوبو او کڅوړو انتقالوونکي لیدل کيږي چې کښته او پورته ځي.
انځور: Robert Carrubbaیو کس دغه میده شوې خاوره له اوبو سره ګډوي او بیا وروسته یې غلبیل کوي. د ډیر ټینګوالي له امله طلا په جالۍ کې پاتيږي او پاتې بیکاره اوبه لاندې توییږي. دغه پاتې شوې طلا بیا ټولیږي او په یوه پلاستیکي لوښي کې اچول کیږي.
انځور: Robert Carrubbaیو سیمه ایز پیرودونکی د طلا زرې ګوري او خپله بیه ورته وايي. په دې لوښي کې د طلا زرې لیدل کيږي چې وروسته تر ډیر کار دې حد ته رسیږي. د معدن زیاتره کار کوونکي هڅه کوي چې سیمې ته په راغلو کسانو کې دغه طلا وپلوري او نغدې پیسې ترلاسه کړي.
انځور: Robert Carrubbaستر سوداګر بیا د طلا دغه زرې له نیتریک اسید سره په یوه ګرم داښ کې ګرموي، څو خالصه طلا په لاس راشي. د یادولو وړ ده چې ستر سوداګر د ځايي کوچنیو کارګرو په پرتله ډیره طلا رانیسې او پلوري. دوی حتی په یوه اونۍ کې تر څو کیلو ګرامه طلا پورې سوداګري کوي. که څه هم ګټه یې سیمه ایزو کسانو ته کمه رسیږي، خو د طلا د ډیروالي له امله بیا هم ښه عاید لاس ته راځي.
انځور: Robert Carrubbaتر ګرمولو وروسته، طلا په یوه الکترونيکي تله تلل کیږي. په دې مرحله کې بیا طلا شاوخوا له ۹۲ نه تر ۹۸ سلنه خالصه وي.
انځور: Robert Carrubbaکله چې طلا اوبه شي بیا په یوه قالب کې اچول کیږي. دغه طلا د سانتي ګرید تر۱۵۰۰ درجو پورې ګرمیږي او د څو کیلو ګرامه اوبه کولو ته څو ساعتونه ضرورت وي.
انځور: Robert Carrubbaګرمه او ویلي شوې طلا بیا یو کارگر راباسي او په غالب کې يې بیا یوازې دود پاتيږي.
انځور: Robert Carrubbaدغه ۴،۱۶۳ ګرامه خالصه طلا پیرودلو ته اماده ده او ارزښت یې شاوخوا ۱۶۷۰۵۶ډالر دی. په کلني ډول په کانګو کې شاوخوا ۱۱ ټنه طلا تولیدیږي خو زیاتره دغه طلا له دې هیواد څخه بهر په ناقانونه توګه قاچاقیږي. په ۲۰۱۵م کال کې له دې هیواد څخه شاوخوا ۲۵۴ کیلوګرامه طلا بهرنیو هیوادونو ته صادره شوې وه.
انځور: Robert Carrubba GP/NZ/DW.Online