د امریکا متحدو ایالاتو پوځ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په تیره اوونۍ کې د دوی دوو هوایي بریدونو د القاعدې یوولس غړي وژلي دي. دغه بریدونه د سوریې په شمال لویدیځ کې شوي دي.
د متحدو ایالاتو د دفاع وزارت په وینا دغه هوایي بریدونه د فبرورۍ میاشتي پر دریمه او څلورمه نېټه د سوریې ادلیب ته څیرمه تر سره شوي دي. زیاته شوې ده چې لومړنی برید چې د القاعدې لس تنه یې وژلي دي پر یوې ودانۍ باندي شوی چې د دغي تندلاري ډلي د ناستي ځای وو.
په دوهم برید کې ابو هاني المصري، وژل شوی دي چې د القاعدې د داسي غړي په توگه پيژندل کیږي چې د دغي ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن او همداشان له اوسني مشر ایمن الظواهري سره یې نزدې اړیکي درلودې. داسې ویل کیږي چې هغه په۱۹۸۰م کلونو څخه تر ۱۹۹۰م کلونو پوري په افغانستان کې د دغه ډلي د رزونې څارنه هم کړې ده.
د پېنتاگون له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې المصري «په زرونو ترهگر لیکو ته جذب کړي، روزلي او مجهز کړي دي چې بیا وروسته په سیمه او نړۍ کې خپاره شوي دي.»
خبري آژانسونو په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې امريکا د سوریې په شخړه کې ښکیل دی چې په بنیادي توگه د القاعدې ترهگري شبکې او د هغې د سیالې تندلاري ډلي پر ضد جنگیږي. د ادلیب ولایت ډیره برخه د القاعدې د پخوانۍ څانگې تر کنترول لاندې ده. دغه ډله د سوریې په روان کړکیچ کې پخوا د سوریې د پاڅون کوونکو تر څنگ هم د سوریې د حکومت پر ضد جنگیدلې ده.
د پېنتاگون ویاند جیف ډیوس ویلي دي: «دغو بریدونو د القاعدې دا وړتیا له منځه وړې ده چې امریکا او په نړۍ کې زموږ د گټو پر ضد بهرني بریدونه پلان او رهبري کړي.»
زموږ له ارشيف څخه
د حلب د نیولو له پاره جگړه
د سوریې څو اړخيزه کورنۍ جگړه شپږم کال ته ننوځي او د حلب ښار بشپړکنترول د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له پاره مهم گڼل کیږي. د سوریې جگړه د انځور په ژبه. انځور: Reuters د بشارالاسد پلار حافظ اسد، پر دغه هیواد باندې د اظطراري سختو قوانینو په لگولو سره حکومت وکړ. ډیرو کارپوهانو اټکل کاوه چې کله حافظ اسد خپل زوی ته قدرت وسپاري نو په دې سره به یې په اصطلاح د «دمشق پسرلي» او د سیاسي اقتصادي اصلاحاتو رامنځ ته کولو ته لاره پرانیستې وي.
انځور: Getty Images/AFP/R. Haidar ۲۰۱۱، په زور سره د حکومت ضد احتجاجونو ځپل خو د اصلاحاتو پر ځای بشار الاسد د خپل هیواد د امنیتي ځواکونو په واسطه د اپوزیسیون سرکوبول غوره کړل. خو کله چې هغه هڅه وکړه چې ولسي پاڅونونه په تاوتریخوالي سره سرکوبه کړي، د هغه پر رهبري سختي نیوکي وشوې.
انځور: dapd په ۲۰۱۲م کال کې یاغیانو د حلب ځینې برخې ونیولي د ۲۰۱۲م کال په لومړیو کې یاغیانو د حلب ښار شمال لویدېځې څنډې تر خپل کنترول لاندې راوستې. د همدغه کال په جولای میاشتې کې د لومړي ځل له پاره پر لاریون کوونکو ډزې وشوې او یاغیانو د دغه ښار له پاره جگړه پېل کړه. د حلب بې وزله ختیځې ولسوالۍ ډیر ژر د یاغیانو لاس ته ولویدې.
انځور: picture-alliance/dpa په ۲۰۱۳م کال کې د یاغیانو پرمختگ د ۲۰۱۳م کال د فبروري میاشتې په ۲۲مه نیټه خلک د دې خبر تر اوریدو وروسته هر لور ته ځغلي چې یوه الوتکه حکومت ضد احتجاج کوونکو باندې بمونه غورځوي. حکومت د حما او حلب تر منځ د لوی لارې کنترول له لاسه ورکولو وروسته د بدیلي انتقالي لارې د کنترول له پاره خپله توجه د حلب سویل ته متمرکزه کړه.
انځور: Reuters/M. Salman د بني امیه جامع مسجد ویجاړیدل د ۲۰۱۳م کال په اپریل میاشتې کې د بنه امیه جامع مسجد یو منار د جگړو په ترڅ کې راونړید. دغه مسجد د اتمې او دیارلسمې میلادي پیړیو په منځ کې جوړ شوی دی. د نهو میاشتو تر جگړې وروسته چې د حلب ډیری برخې یې ویجاړې کړې، یاغیانو د حلب ښار تر نیمایي زیاته برخه تر خپل کنترول لاندې راوسته.
انځور: Reuters/M. Barakat دغه انځور هغه یو پلار ښيي چې د خپلو دوو ماشومانو پر وژل کیدو ویر کوي. یاغیانو د یوې مودې له پاره د حلب ښار بدیله اکمالاتي لاره قطع کړه او د ښار لویدیځه برخه چې د حکومت تر کنترول لاندې وه، په بشپړه توگه کلابنده شوه. پر حلب ښار باندې لومړني بیلري بمونه د ۲۰۱۳م کال په دسمبر کې وروغورځول شول.
انځور: Reuters په ۲۰۱۴م کال کې یاغیانو او حکومت خپلې مواضع ټینگې کړې په انځور کې لیدل کیږي چې د ۲۰۱۴م کال د جون میاشتې په دوهمه نېټه د حلب په گاونډۍ سیمه الشار کې د ملکي دفاع غړي ماشومان ژغوري. حکومت د یاغیانو پر ضد د جېټ الوتکو او څرخي الوتکو بریدونو کې ډیرښت راوست.
انځور: Reuters/S. Kitaz په ۲۰۱۵م کال د یاغیانو پرمختگ او د روسیې مداخله دغه انځور د ۲۰۱۵م کال د مارچ میاشتې د شپږمې نېټې دی چې د حلب سیف الدولة، ولسوالۍ کې عمومي سړک ښکاري چې پکښې د ریگو له بوجیو څخه جوړې شوې پوستې ښکاري. د سوریې په شمال ختیځ کې د یاغیانو پرمختگ حکومت تر فشار لاندې راوست.
انځور: Reuters/H. Katan په مسکو کې د پوتین او اسد لیده کاته د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر میاشتې په ۲۰ نېټه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل سوریایي سیال بشارالاسد سره په مسکو کې ولیدل. تر هغه لږ څه وروسته په سوریه کې د روسیې له خوا لومړنی هوایي برید تر سره شو. که څه هم روسیې وویل چې ځواکونه یې د داعش پر ضد جگړه کې د پاڅون کوونکو د «سوریې د آزادي بخښونکي پوځ» ډلې مرستې کولو ته چمتو دي، خو دا یې هم وویل چې روسي ځواکونه د اسد ملاتړ هم کوي.
انځور: Reuters/RIA Novosti/Kremlin/A. Druzhinin په ۲۰۱۶م کال د حلب کلابندي او بمباري د روسیې مرستې سوریایانو ته ورسیدې. د مرستو پر خلتو باندې د روسیې او سوریې بیرغونه رسم ول او دا جمله پرې لیکل شوې وه چې «روسیه له تاسو سره ده.» د روان میلادي په جولای میاشتې کې حکومتي ځواکونو د لومړي ځل له پاره د حلب ختیځ په بشپړه توگه کلابند کړ. دغه کلابندي لس ورځې وروسته د یاغیانو د عملیاتو په پایله کې ماته شوه.
انځور: Reuters/O. Sanadiki د څو میاشتو د سختې بمبارۍ وروسته، چې په ترڅ کې یې څو روغتونه هم د بریدونو هدف وگرځیدل، د روسیې او سوریې حکومتونو له ملکي کسانو د ښار د تخلیه کولو غوښتنه وکړه. د دسمبر په دیارلسمه نېټه یاغیانو پر یوه اوربند او د حلب له ختیځ څخه پر وتلو موافقه وکړه. تر هغې څو ورځې وروسته اوس د ښار له ختیځې برخې څخه د ملکي کسانو د وتلو لړۍ پېل شوې ده.
انځور: Reuters/A. Ismail