پيښور: د لاسې بم په حمله کې يو پاکستان پولیس وژل شوی
۱۴۰۱ تیر ۱۶, پنجشنبه![Pakistan | Demonstrationen in Multan, November 30, 2020](https://static.dw.com/image/55800007_800.webp)
اعلان
د اسوشتید پریس په حواله، حمله کوونکو د سړک پر غاړه د پولیسو ېوې پوستې ته لاسي بم وروغورځاوه او بیا وتښتیدل.
د پولیسو يو ویاند، عدنان خان، وويل چې د وژل شوي پولیس افسر مړی او ټپیان نژدې روغتون ته رسول شوي دي.
هغه د پيښې په اړه نور جزئیات ورنه کړل، خو وې ويل چې د پيښې په تړاو د پولیسو تحقیقات ادامه لري.
د دغې حملې مسئولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی او نه هم د حمله کونکو هویت خپور شوی دی.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې چې افغانستان ته نژدې پروت دی، ډيری وخت د پاکستان پر پولیسو او پوځ باندې مرګونې حملې ترسره شوي دي.
تر دې وړاندې اسلام آباد داسې ادعاوې کړي چې د اورپکو دغه حملې د افغانستان له خاورې تنظيموي، خو کابل بيا دغه تورونه ردوي.