1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پيکنګ ته د اوربان سفر؛ شي په اوکراين کې د اوربند غوښتنه کړې

۱۴۰۳ تیر ۱۸, دوشنبه

د هنګري لومړي وزير ويکتور اوربان، د اوکراين د جګړې په تړاو خپل دیپلوماتیک نوښت چين ته له سفر سره جاري ساتلی دی. ولسمشر شي جين پينګ بيا د دې ناڅاپي سفر څخه په استفادې په اوکراين کې د اوربند غوښتنه کړې ده.

د چين ولسمشر شي جین پينګ د هنګري د لومړي وزير ويکتور اوربان سره
د چين ولسمشر شي جین پينګ د هنګري د لومړي وزير ويکتور اوربان سرهانځور: China Daily via REUTERS

د چين جمهوررئيس شي جين پينګ، په اوکراين کې د اوربند او په تعقيب یې د مذاکراتو په پلوۍ څرګندونې کړي دي.

د چين د دولتي رسنيو په حواله نوموړي په پيکنګ کې د هنګري له لومړي وزير ویکتور اوربان، سره د ليدنې کتنې په ترڅ کې وويل چې دا به د ټولو ښکيلو اړخونو په ګټه وي.

نوموړي وويل کله چې ټول ستر قدرتونه د منفي پر ځای مثبته انرژۍ راوړي نو کيدای شي په دغه کړکيچ کې د امکان تر حده په چټکه توګه اوربند رامنځته شي. هغه وويل چې په اوکراين کې وضعيت د امکان تر حده بايد سوړ شي.

شي جين پېنګ، په خپلو خبرو کې وويل چې نړيواله ټولنه د روسیې او اوکراين ترمنځ د مخامخ خبرو اترو له پاره باید شرايط برابر کړي. دا چې دا کار څرنګه بايد وشي او کوم لوبغاړي پکې پراخ نقش لوبولی شي، نوموړي یې په اړه څه نه وويل.

د هنګري لومړی وزير ويکتور اوربان، د دوشنبې په ورځ په ناڅاپي توګه پيکنګ ته رسيدلی دی. نوموړي د خپل سفر په تړاو د ټولنیزو رسنيو په ايکس شبکې کې لیکلي دي چې چین په دغه جګړه کې د سولې له پاره د زمینې برابرولو په برخه کې «کليدي ځواک» دی.

اوربان د اوکراين کړکيچ د پراخيدو په اړه خبرداری ورکړ

چين ته د سفر دمخه اوربان په اوکراين کې د نښتو د لا شديدو په اړه خبرداری ورکړ. نوموړي د «بلد» ورځپاڼې او همدا راز د «اکسل شپرنګر» نورو رسنيو ته په بوداپست کې وویل: «زما په خبره باور وکړئ: راتلونکې دوه درې میاشتې به تر هغه خونړۍ وي چې تاسې یې په اړه فکر کوئ.»

هغه وويل: «وسلې ډېرې دي او د روسانو اراده هم پخه ده. د مخامخېدو انرژي، د مړو شمير او د قربانيانو شمير به د تېرو اوو مياشتو په پرتله ډېر وحشتناک وي.»

نوموړي لومړي وزير د سولې د خبرو اترو پر خپله غوښتنه ټينګار وکړ او ویې ویل چې اوس «د جګړې له سياسته د سولې سياست ته د ستنېدو» له پاره مناسب وخت دی.

اوربان وويل: «زه په دې اړه بحث نه کوم چې څوک پر حق او څوک غلط دی، ځکه چې زما هدف سوله او اوربند ته رسېدل دی.»

د اوربان، له نظره د ناټو پر غړيو هيوادونو د روسیې د بريد هیڅ امکان نشته. هغه وويل: «پر ناټو بريد کول نه يوازې د روسیې له پاره، بلکې په نړۍ کې د هر چا له پاره بشپړه ناممکنه خبره ده، ځکه چې ناټو تر ټولو ځواکمن پوځي ائتلاف دی.»

اوربان وويل: «هیڅ معقول نظر لرونکی نه شي کيدلی په دې عقيده واوسي چې روسيه پر ناټو د بريد اراده لري.»

اوربان د «۳.۰ سولې ماموریت» پر مخ وړي

اوربان تېره اونۍ په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولاديمير پوتين، سره تر هغه وروسته وليدل چې نوموړي تر هغه مخکې کيف ته سفر کړی وو.

هنګري د جولای له لومړۍ نیټې راهېسې د اروپايي اتحادېې د جرګه ګۍ دوره يي مشري پر غاړه لري. خو د اروپايي اتحادیې مخکښو استازو بيا په څو ځلي ويلي دي چې د هنګري لومړی وزير په خپلو سفرونو کې د اروپايي اتحادیې استازيتوب نه کوي. د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ، او سپيني ماڼۍ د نوموړي دې ګام ته د انتقاد په سترګه ګوري.

خو اوربان د هغه په پخپله وينا د «سولې په يوه سفر» بوخت دی. نوموړي په ايکس شبکې خپل هغه انځور ته چې پيکنګ ته تر رسېدو وروسته یې اخيستی دی، د «۳.۰ سولې ماموريت» کليمه ليکلې ده.

چين ته د پوتین سفر؛ د چین-روسيې د څو کلونو اړېکو څومره وده کړې؟

02:42

This browser does not support the video element.

چين د روسیې يو ډېر مهم متحد ګڼل کیږي. داسې انګيرل کيږي چې په پيکنګ کې کمونيستي مشرتابه د روسیې پر حکومت ډېر نفوذ لري.

په دې شخړه کې د خپل نړيوال بې پرې دريځ په ترڅ کې پيکنګ د خپل دې ګاونډي ملا ور ټينګه کړې ده.

چين هم د اوکراين په جګړه کې د سوله ایزې حللارې له پاره څو وړاندیزونه کړي چې قسماً د نيوکو ښکار شوي دي.

د هنګري او چين ترمنځ ستراتيژيکي مشارکت

د اوربان په حکومت کې هنګري د چین له پاره په يوه مهم تجارتي او د پانګونې پر شريک بدل شوی دی. دغه هيواد د اروپايي ټولنې د نورو هيوادونو برعکس دریځ لري چې غواړي د نړۍ د دغه دويم ستر اقتصاد له انحصاره ځان خلاص کړي.

اوربان او شي جين پینګ، په می میاشت کې په هنګري کې هم سره ليدلي ول او په دې ترڅ کې یې پر يوه ستراتيژيک تړون موافقه کړې وه. هنګري پر دې سربیره د چين د «وريښمو د نوې لارې» په نوم د پانګونې د سترې پروژې برخه هم دی چې چين یې له لارې په ټوله نړۍ کې د زیربنايي پروژو عملي کول او په دې توګه د خپل نفوذ لمن پراخول غواړي.

اوربان چين ته دا تازه سفر په داسې حال کې کړی دی چې په روانه اونۍ کې به له سه شنبې څخه تر پنجشنبې ورځو پورې په واشنګټن کې د ناټو سرمشریزه جوړه شي. په دې سرمشریزه کې له اوکراين سره د میلياردو ډالرو د مرستې موضوع مطرح کیږي. هنګري هم په دغه ائتلاف کې شامل دی او اوربان به له پيکنګ څخه د امريکا پلازمينې ته سفر وکړي.

اوربان د اوکراين پر جګړې سربیره هم د روسیې له ولسمشر ولاديمير پوتين، سره اړيکي پالي او په دې ترتيب د اروپايي اتحادیې له دريځ سره مخالفت کوي.

د روسیې پر ضد د اروپايي اتحادیې بندیزونه او له کيف سره مالي مرستې هم د نوموړي د مخالفت له کبله په څو ځلي له ځنډ سره مخامخ شوي دي. نوموړی په اروپايي اتحاديه کې د اوکراين د شاملېدو په اړه خبرو اترو پر پيلولو هم نيوکې کړي دي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, rtr, afp)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل