پکتيا: د امنيتي ځواکونو پر يوې اډې موټربم شوی
۱۳۹۹ شهریور ۱۱, سهشنبه![Afghanistan, Gardez: Bombenanschlag in Paktya](https://static.dw.com/image/53434676_800.webp)
د پکتيا د والي وياند عبدالرحمن منګل وویل چې په دغې بريد کې چې د سه شنبې په سهار شوی، پنځه تنه سرتيري ټپیان شوي هم دي.
منګل وويل چې د چاوديدونکو توکو يو ډک موټر په لومړي سر کې په مرکز ګرديز ښار کې د امنيتي ځواکونو د مرکز په دخولي دروازه کې چاودنه وکړه او ورپسې دوه تنو وسله والو له امنيتي ځواکونو سره جګړه پيله کړه.
هغه زیاته کړه چې دواړه وسله وال بریدګر په لسو دقیقو کې د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول او اوس سیمه په کنټرول کې ده.
د طالبانو يوه ویاند، ذبیح الله مجاهد ادعا کړې ده چې په ګرديز کې شوی بريد طالبانو کړی دی.
دغه برید په داسې وخت شوی چې افغان ولسمشر درې ورځې مخکې د ملي مصالحې شورا د مشرتابه او غړو يو ۴۶ کسیز نوملړ خپور کړ، کوم چې د ملي مصالحې شورا د مشر عبدالله عبدالله او يو شمیر نورو افغان سياستوالو له غبرګون سره مخ شوی دی.
آژانسون/ م.ک.ص./ن.ز.