پکتيا: د بيا رغوني د روان بهير څخه راضي يوو
۱۳۹۰ فروردین ۷, یکشنبهد پکتيا ولايت مرستيال عبدالرحمن منګل له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي تير کال په دغه ولايت کي ، په سلګونه کيلو ميتره سړکونه کريړسوي، لسګونه بې سرپناه ښوونځيو پر ودانيو سربيره د ولسواليو د کلينکونو لپاره نوي ودانۍ جوړي سوي.
د هغه په خبره اوس د پکتيا نږدې ټولي ولسولۍ پاخه او ډمبر شوي سړکونه لري.
نوموړى وايي، چي پخوا خلکو د کنډو کپر سړکونه له امله ګڼي ستوونزي درلودې ، خو اوس به دا ستوونزي هواري سي. منګل وايي، چي په پکتيا کي د بريښنا د شته ستوونزي د هوارۍ لپاره يي هم ، جدي هڅي پيل کړي.
هغه وايي په روان ١٣٩٠ کال په اوږدو کي به د مچلغو د بريښنا پر بند هم کار پيل کړي ، چي په خبره يي ، ددې بند په جوړيدو سره به پر پکتيا سربيره ، په يو شمير ګاونډيو ولايتونو کي هم د بريښنا ستوونزه هواره سي.
د پکتيا ولايت مقام مرستيال عبدالرحمن منګل د دويچه ويله د دي پوښتني په ځواب کي ، چي د بيارغاوني د کارونو په وړاندي به امنيتي ستوونزي نه وي وويل. « موږ د بيارغاوني په برخه کي له هيڅ امنيتي ستوونزي سره نه يو مخامخ شوي.»
ځکه د هغه په خبره د پکتيا قومي مشران ، ديني علما او ټول خلک له دولت سره پوره همکار دي او دوی په خپله د بيارغاوني د کارونو امنيت ساتي.
د يادوني وړ ده ، چي د چارواکو د بيارغاوني د ادعا سره سره بيا هم د پکتيا په ولايت کي ، د بيارغوني ګڼو کارونو ته اړتيا شته.
اوس هم د پکتيا يو شمير دولتي رياستونه خپلي ودانۍ نه لري او د مجبورۍ له امله د ګرديزښار په بيلابيلو برخو کي، له کرايه کورونو څخه په ګټه اخيستني خپلي ورځينۍ دفتري چاري پر مخ بيايي.
فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل