1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پکتيا: د طالبانو په حمله کې لږ تر لږه اته عسکر وژل شوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۸, یکشنبه

په پکتيا ولايت کې پر يوې امنيتي پوسته د طالبانو بريد کې لږ تر لږه ۸ تنه افغان سرتيري وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي. د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي چې د تيره اوونۍ په تروريستي حملو کې ۲۹۷ تنو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Afghanistan Selbstmordanschlag
آرشيفانځور: Reuters/S.Peiwand

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس د شنبې ورځې (د ۲۰۲۰ کال د می ۱۶مه) رپوټ په حواله، د پکتيا د ولايتي شورا غړي محمد رحمان قادري وويل چې دغو امنيتي ځواکونو د دغه ولایت د احمد اباد په ولسوالۍ کې د اوبو د يوه بند د امنيت د تامينو دنده درلوده.

دغه آژانس وايي چې د طالبانو په بريد کې ۸ تنه افغان سرتيري وژل شوي او ۹ نور يې ټپيان دي.

دغه آژانس د دوو نورو چارواکو له قوله ليکي چې له دې پيښې څخه علاوه وسلوالو په څمکنۍ ولسوالۍ کې ۱۲ تنه ملکيان تښتولي دي.

د څمکنۍ ولسوال، عبدالرحمن زرمتي، وايي چې دغه کسان طالبان تښتولي دی. هغه وويل طالبان غواړي په دې کار سره يې خلک وډار کړي تر څو خپلې حکومتي دندې پريږدي.

په رپوټ کې زياته شوې چې طالبانو په دې اړه څه ندي ويلي.

افغان چارواکي وايي چې د پنجشنبې په ورځ وسلوالو د پکتيا ولايت په مرکز کې د چاوديدونکو موادو ډکې يوې لارې ته چاودنه ورکړه، چې ۵ تنه په کې وژل شول او ډير شمير نور يې ټپيان کړل. همدا راز په غور ولايت کې طالبانو پر يوې امنيتي پوسته باندې برید کې درې امنيتي ځواکونه ووژل او ۱۱ نور يې ټپيان کړل.

تيره اوونۍ د افغانستان له پاره يوه خونړۍ اوونۍ وهانځور: Reuters/Parwiz

بلخوا د افغانستان د امنيت شورا وياند، جاويد فیصل، د شنبې په ورځ (د می ۱۶مه) په يوه ټويټ کې ليکلي چې د طالبانو او د دغې ډلې تروريستي همکارانو د تيرې اوونۍ په بريدونو کې ۷۰ تنه ملکي افغانان وژل شوي او ۲۱۸ تنه نور ملکي افغانان ټپيان شوي دي.

فیصل زياته کړې ده: «طالبان، داعش او نورې تروريستي ډلې چې په افغانستان کې فعاليت کوي، يو له بل سره کوم توپير نه لري.»

د امنيت شورا وياند ويلي دي چې د افغانستان هيله له خپلو شريکانو او متحدانو څخه دا ده، تر څو «مخالفانو او تروريستانو ته چې هره ورځ په افغانستان کې ملکي خلک وژني،» برائت ورنه کړي.ِ

تيره اوونۍ د افغانستان له پاره يوه خونړۍ اوونۍ وه. افغانستان په دغې اوونۍ کې په پلازمينه کابل کې پر يوه زيږنتون، په ننګرهار د جنازې پر مراسمو، په پکتيا او ځينو نورو ولايتونو کې د خونړيو حملو او بريدونو شاهد وو.

د افغانستان له پاره د امريکا متحده ايالتونو ځانګړې استازي زلمي خليلزاد ويلي دي چې دغه حملې د داعش ډلې کار دی، چې غواړي طالبانو سره د سولې پروسه مختله کړي.

آژانسونه/ ټويټر/ م.ک.ص/ ا.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل