1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پکتيکا: د نشه يي توکو د کارولو له کبله یو کس په درو وهل شوی

۱۴۰۳ خرداد ۸, سه‌شنبه

د طالبانو سترې محکمې ويلي دي چې په پکتيکا ولایت کې يو کس د نشه یې توکو د کارولو او غير مشخص اخلاقي جرم له کبله د ځايي محکمې له خوا په درو وهل شوی دی.

آرشيف انځور: په پکتيکا ولایت کې يو تن په ۲۱ درو وهل شوی
آرشيف انځور: په پکتيکا ولایت کې يو تن په ۲۱ درو وهل شویانځور: Petros Giannakouris/AP/dpa/picture alliance

د طالبانو سترې محکمې د سه شنبې په ورځ د يوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه کس د پکتيکا ولایت په اورګون ولسوالۍ کې په ۲۱ وارې په دره ووهل شو. خو په اعلاميه کې دا روښانه شوې نه ده چې آيا دا جزا په عام محضر کې عملي شوې او که نه.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهېسې جسمي مجازات هم بيرته رایج شوي دي چې په هغه کې د قتل، غلا او زنا په څېر جرمونو په مقابل کې د اعدام او په درو وهلو سزاوې شاملې دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده، په ۲۰۲۲م کال کې په افغانستان پر هر ډول نشه يي موادو بندیز ولګاوه او دغه ډلې يوه پراخ کمپاين پېل کړ چې په ترڅ کې یې په نشه توکو روږدي کسان د درملنې مرکزونه ته معرفي کیږي.

د ملګرو ملتونو په حواله په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالی ليدل شوی دی او د هېواد په کروندو کې کوکنار د چارواکو له خوا په پراخه کچه له منځه وړل شوي دي.

ملګري ملتونه جسمي جزا غندي

ملګرو ملتونو د طالبانو لوري د دې ډول جزاو عملي کول غندلي دي او دا یې د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کنواسيون څخه سرغړونه بللې او د دې جزاو د له منځه وړلو غوښتنه یې کړې ده.

طالب چارواکي د ملګرو ملتونو نیوکې ردوي او وايي چې دا جزاوې په هېواد کې پر نافذو قوانينو برابرې او د خلکو د امنيت د تامينولو او خونديتوب له پاره اړينې دي.

آژانسونه

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب