1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

پکتیکا کې چاودنې ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

۱۳۹۹ شهریور ۳۰, یکشنبه

په پکتیکا ولایت کې د واده ګډونوالو په یوه تراکتور د سړک غاړې بمي چاودنه شوې ده، چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او یو شمېر ښځې او ماشومان ټپیان شوې دي.

Afghanistan Kabul - Zerstörung nach Anschlag auf Trainigscenter
آرشیف انځورانځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د پکتیکا امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین دویچه ویلې ته وویل، چاودنه د شنبې ورځ مازدیګر شپږ بجې د جاني خېلو ولسوالۍ د شاتور په سیمه کې په یوه تراکتور باندې شوې، چې پکې ناست کسان د یوه واده لپاره روان وو.

ارین وایي، په دې چاودنه کې ۱۹ کسان چې ټول یې ښځې او ماشومان دي، ټپیان شول، چې د هغوی له جملې څخه یوه ۱۲ کلن ماشوم په روغتون کې ساه ورکړي.

د سیمې یوه اوسیدونکي، نسیم، دویچه ویله ته وویل چې د چاودنې لامل د سړک غاړې ځای پر ځای شوی يو ماین و، چې د واده په کاروان کې په یوه تراکتور پسې وچاودید.

نوموړی وایي: «د شاتور نه هستي کلي ته ناوې وړل کیده او په واده باندې خلک تللي وو. په تراکتور کې ښځې او ماشومان ناست وو، چې چاودنه پسې وشوه. تراکتور ډېر کسان وړلی شي ځکه نو خلک په واده کې د ښځواو ماشومانو لېږد کې له تراکتور څخه استفاده کوي.»

د څلورو ښځو روغتيايي‌ حالت نازک دی

نسیم چې له روغتون یې دویچه ویلې سره خبرې کولې، زیاته کړه چې د څلورو ټپي شویو ښځو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی او د شدیدو ټپونو له امله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

تر اوسه چا د دې چاودنې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی. دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ سهار د سړک غاړې یوې بلې بمي چاودنې د پکتیکا امنیه قوماندانۍ د امنیت ډګروال محمد اصف توخي هم وژلی و او څو سرتیري یې ټپیان کړي وو.