1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پیښورۍ څپلۍ او سیاست

دانش بابر، پیښور۱۳۹۵ تیر ۱۵, سه‌شنبه

پیښورۍ څپلې د خیبر پښتونخوا په کلتور کې خاص ځای لري او په ټول پاکستان کې هم ډیرې مشهوري دي. د وخت په تیریدو سره که له یوه اړخه یې په جوړښت کې نوی والی راغلی نو له بل اړخه هغه په سیاست کې هم ښکیلې شوې دي.

Pakistan Peschawar Lederschuh Produktion Schuster Chappal
انځور: de.red-dot.org

د پیښور په نمک منډي کې د پیښورۍ څپلیو په زوړ مارکیټ کې له یوه طرفه د «کپتان چپل» چې عمران خان ته منسوبیږي تقاضا خپل عوج ته رسیدلې، نو له بل اړخه له گران بیه څرمنې څخه جوړې د نواز شریف او شهباز شریف په نوم څپلیو عوام خپل لور ته راجذب کړی دی.

د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان، له لوري د پیښورۍ څپلیو سره د لیوالتیا وروسته په ځانگړي شکل کې جوړې شوې څپلۍ په ټول پاکستان کې یو ځانگړی شناخت راخپل کړی دی. ځوانه طبقه هغه د فیشن په توگه په پښو کوي. خو اوس شریف ورونو ته منسوب شوې پیښورۍ څپلې هم ډیر مینه وال لري.

په پاکستان کې د څپلیو بازارانځور: de.red-dot.org

د محمد عرفان په نوم یو کس چې د پیښور څپلیو مارکیټ ته راغلی وایي چې په سیاست کې یې عمران خان خوښیږي خو هغه نواز شریف نومې څپلۍ رانیسي. ځکه چې په وینا یې د کپتان څپلیو بیه ډیره گرانه ده. محمد عرفان وړاندې وایي چې د کپتان څپلیو وزن هم زیات دی او د هغې په پرتله نواز شریف څپلۍ سپکې او «ستایلي» یا ډولي دي.

سید حسن علي شاه کابو له څلویښتو کلونو راهیسې د پيښور په جهانگیر پوره کې د څپلیو جوړولو کاروبار کوي. د هغه په خبره د پخواني وخت په پرتله په تیرو دوو کلونو د هغه کاروبار ښه شوی دی چې په وینا یې ستره وجه یې «کپتان چپل» یا څپلۍ دي.

د حسن علي په وینا د عمران خان له لوري د څپلیو تر پښو کولو وروسته پر پاکستان سربیره له افغانستان، متحده عربي امارات، بریتانیا، آلمان، ایټالیا او امریکا څخه د هغې په تقاضا کې ډیروالی راغلی دی. د حسن علي په خبره په مارکیټ کې د نواز شریف او شهباز شريف په نوم څپلۍ هم جوړیږي خو په نسبي توگه د هغې تقاضا په پنجاب ایالت کې ډیره ده.

د څپلیو جوړونکيانځور: de.red-dot.org

حسن علي شاه وړاندې وايي چې په کپتان څپلیو، کې یو څه سیاست او د خپلې خوښې د مشر عنصر شامل دی خو په وینا یې په بیلا بیلو ډولونو کې د خلکو خپله خوښه، د څرمنې کیفیت او د هغې ډیزاین هم نقش لري. د هغه په وینا په مارکیټ کې د څپلیو بیه له درې سوو کلدارو څخه پیلیږي او آن تر زرونو کلدارو رسیږي، خو زیاتره خلک کپتان څپلۍ غواړي چې بیه یې لږ تر لږه څلور زره کلدارې ده.

د څپلیو دغه جوړونکی وایي چې د کپتان څپلیو په پرتله د «شریف ورونو» نوم ته د منسوب شویو څپیلو بیه ډیره ټیټه ده. د څپلیو دغه جوړونکی وایي کله چې بازار ته د شریف ورونو په نوم څپلۍ راووتې نو داسې فکر کیده چې په ښه بیه به وپلورل شي خو دا فکر سم نه وو. د هغه په خبره نواز شریف په نوم څپلۍ په ۱۴۰۰ کلدارو پلورل کیږي او د شبهاز شریف په نوم بیا ۱۸۰۰ کلدارې.

حاجي جهانگیر چې له څو کلونو راهیسې د څپلیو کاروبا کوي وایي چې د اختر له پاره یې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف له پاره د پړانگ له گران بیه څرمنې څخه څپلۍ جوړې کړي دي.

د څپلیو بیه د هغه موادو او جوړښت پورې اړه لري.انځور: de.red-dot.org

د هغه په خبره له یوې اوږدې مودې راهیسې د سیاستوالو او نورو مشهورو کسانو له پاره د خاصې څرمنې څخه څپلۍ جوړوي. حاجي جهانگیر وایي چې د دوی جوړې څپلۍ پر گورنر هاوس سربیره د هیواد نورو سیمو ته راغلي جگپوړو چاواکو او سفیرانو ته د ډالۍ په توگه ورکول کیږي. په پیښور کې د څپلیو په مارکیټ کې د سیاست د ډگر د باندې د شاهد آفریدي، په نوم څپلیو بازار هم ډیر تود دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب