پېښور: وسلوالو یو سیک په ډزو وژلی
۱۴۰۲ تیر ۴, یکشنبهد ځايي پوليسو یو مشر، ګوهر خان وويل داسې ښکاري چې پر ۳۵ کلن منموهن شوې حمله یوه هدفي وژنه وي. هغه زیاته کړه چې د حملې د انګيزې د موندلو په موخه د پولیسو تحقیقات ادامه لري.
خان وويل وسلوالو پر منموهن سينګ باندې داسې وخت حمله وکړه چې هغه له ښاري سيمې څخه خپل کور ته په لاره وو. حمله کونکي تښتېدلي دي.
دا په پاکستان کې پر سیکهانو درېمه حمله ده چې ترسره کيږي. تېره مياشت حمله کونکو د پاکستان په لاهور ښار کې د سيک لږکۍ پر يو غړي سردار سینګ ډزې وکړې او ويې واژه.
پېښور: د وسله والو په برید کې د پولیسو درې افسران وژل شوي
تر هغه مخکې په اپریل کې وسلوالو په پېښور ښار کې د دیال سینګ په نوم یو سيک په ډزو وژلی وو. وسلوالو د تېرکال په می مياشت کې هم په همدغه ښار کې دوه سیکهان په ډزو وژلي ول.
پاکستان ته ډېری سیکهان په ۱۹۴۷ کې کله چې بريتانيا د هند پر نيمه قاره خپله سلطه پای ته ورسوله او پاکستان په سیمه کې د مسلمانانو له پاره د یو نوي هیواد په توګه تشکیل شو، راکډه شول. په پاکستان کې په زرونو سیکهان شتون لري چې په عمومي توګه ټول په امن کې خپل ژوند تېروي. خو تر څنګ پکې د سيک، مسیحيانو او احمديه فرقې پر غړو وخت ناوخت حملې هم ترسره کیږي.
(AP)mks/mns