1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پېښور: ځانمرګي برید یوولس کسان ووژل

مسعود جهش (اسوشیتد پرس)۱۳۹۲ فروردین ۹, جمعه

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي دي چې د جمعې په ورځ یوه ځانمرگي برید لس کسان ووژل. دغه برید په پېښور ښار کې د امریکا قونسلگري ته نزدې رامنځ ته شوی دی. له بلې خوا یوه وکیل د پاکستان پخوانی مشر پرویز مشرف، په بوټ ویشتلی دی.

انځور: Reuters

که څه هم دغه چاودنه په پېښور ښار کې د امریکا د قونسلگري په ۲۰۰ متري کې رامنځ ته شوې ده، خو بیا هم داسې نښانې چۍ وښيي د برید اصلي هدف امریکایان ول، تر سترگو شوي نه دي.

د پاکستان د پوځ یوه چارواکي عبدالمجید مروت، ویلي دي چې هغه د دغه برید اصلي هدف وو. امنیتي چارواکو ویلي دي چې په دغه برید کې د پنځو تنو پاکستاني پوځیانو په ګډون یوولس کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د پېښې په پایله کې همداراز ۲۲ تنه نور کسان ټپیان شوي هم دي. پولیسو ویلي دي چې چاودنې یو څلور میاشتینی ماشوم هم وژل دی.

طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده. هغوی له دې کبله چې پاکستان د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې د متحده ایالاتو متحد پاتې شوی دی، د پاکستان پر پوځ او نورو دولتي ادارو باندې بریدونه تر سره کوي. په وروستیو څو کلونو کې پښور ښار د ډیرو امنیتي پېښو شاهد پاتې شوی دی.

یوه وکیل مشرف په بوټ وویشت

پولیسو ویلي دي چې کله چې مشرف په کراچۍ کې د یوې محکمې په سالون کې روان وو یوه وکیل هغه په خپل بوټ وویشت. مشرف تیره اوونۍ تر څلور کلن تبعید وروسته بیرته خپل هیواد ته راستون شو ترڅو په ټاکنو کې ګډون وکړي. هغه باید په ټاکنو تر ګډون مخکې په محکمې کې پر خپل ځان باندې لګیدلي تورونه ځواب کړي.

ویل شوي دي چې د وکیل بوټ په مشرف نه دی لږیدلی او مشرف هم له دې کبله کوم رسمي شکایت نه دی درج کړی. پولیسو ویلي دي چې هغوی تر اوسه پورې وکیل توقیف کړی نه دی او تر هغه وخته پورې چې مشرف په دې هکله کوم رسمي شکایت درج کړی نه وي دغه وکیل به د پولیسو له خوا و نه نیول شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب