1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهپاکستان

پېښور کې ښوونځي ته نږدې چاودنه شوې ده

۱۴۰۲ آذر ۱۴, سه‌شنبه

په پېښور کې پر ورسک روډ یوې چاودنې د څلور ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپیان کړي دي.

Pakistan | Explosion in einer Moschee in Peshawar
انځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance

ویل کېږي چې دغه پېښه د یو خصوصي ښوونځي مخې ته د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.

د ځایي سېمې د روغتون مسوولینو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې په ټپي ماشومانو کې د دوو روغتیایي وضعیت نازک دی. ویل کېږي په دغو ماشومانو کې د افغان کډوالو ماشومان هم شامل دي.

د دغه پېښې پړه تر اوسه چا نه ده منلې خو ځایي امنیتي مسوولینو ویلي دي چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب