1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځان وژنې ته د تمايل لرونکو ځوانانو نخښي

۱۳۹۸ تیر ۳, دوشنبه

د انترنتي ځورونې، مخدرو موادو او مخ پر زياتېدونکو فشارونو له کبله په امريکا کې د ځوانانو د ځان وژني کچه له ۲۰۰۰م کال راهيسې اوج ته رسېدلې ده. په دې رپوټ کې هغو نخښو ته اشاره شوې چې درلودونکي یې ښایي د ځان وژنې هڅه وکړي.

Symbolbild Selbstmord Jugendliche
انځور: picture-alliance/dpa

د يوې نوې څېړنې په حواله د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۷م کلونو ترمنځ له ۱۵کلنۍ تر ۱۹کلنۍ پوري په ځوانانو کې د ځان وژنې فيصدي په سلو زرو کسانو کې له اتوو څخه ۱۲ته لوړه شوې ده. په داسې حال کې چې په دې وروستيو کلونو کې په هلکانو کې د ځان وژنې کچه لوړه شوې ده، څېړونکي غواړي ميندي او پلرونه په دې وپوهوي چې ولې په ځوانانو کې دغه تمايل مخ پر ډېريدو دی.

د دې څېړنې يو ليکوال اورن ميرون چې د هارورد د طبي پوهنتون کارکوونکی دی، دويچه ويله ته وويل: «دا يو رښتنی گواښ دی. موږ ټولو داسې فکر کاوه چې دا کار به زما سره نه کيږي.»

د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله په ټوله نړۍ کې هرکال ۸۰۰ زره کسان ځان وژنه کوي.

کارپوهان وايي چې زياتره هغه کسان چې  له ژونده ستړي وي او غواړي ځان وژنه وکړي په اصل کې نه غواړي چې مړه شي، بلکې غواړي له هغه ژونده نجات ومومي چې تيروي یې. د مور او پلار، ملگري او د ښوونکي په توگه لاندې ذکر شويو خبرداری ورکوونکو نخښه ته پام ولرئ. دغه نخښي ښيي چې درلودونکی یې له ژونده ستړی دی.

۱ ـ  د ځان وژنې په اړه غږيدل

د «زه به ستا له پاره نوره ستونزه ونه اووسم» او يا «زه به ځان ووژنم» په څېر جملاتو ويل بايد بابيزه ونه گڼل شي، آن که يې ويوونکی په شوخۍ او يا ټوکه کې هم ووايي. 

ځينې یې ښايي دغه جملې په خوله ونه وايي، بلکې د ټولنیزو رسنيو په پوستونو او يا بله ليکل شوې بڼه وليدل شي.

ميرون د ټولنیزو رسنيو بېلا بېلو اپليکشنونو ته په اشارې سره وايي: «دا ډيره آسانه ده چې سړی پرته له دې چې مور او پلار یې وپوهيږي، د ځان وژنې په اړه خبري وکړي. ځکه د ځوانانو د ژوند ډېره برخه په ديجيتالي نړۍ کې تیريږي او ځینې وخت مشکله وي سړی دغه نخښې نښانې وويني.»

۲ ـ  خود  مخربه چلند

د لندن د کوين ميري پوهنتون د رواني ناروغيو استاده کرستين هيد فيلد وايي: «ځان ته زيان رسوونکي تنکي ځوانان د ځان وژنې هڅه کوي.»

زيان رسوونکی او خود مخربه چلند بايد جدي ونيول. يعني که يو څوک د مخدرو موادو او الکهولو استعمال ډېر زيات کړي نو بايد جدي پاملرنه ورته وشي.

۳ ـ  له ټولنیز ژوندانه لاس اخيستل

له کورنۍ او دوستانو سره تماس کمول د ځان وژنې د تمايلاتو يوه نخښه کيدای شي. هيد فيلد وايي: «هغه کسان چې ډېره ټولنیزه مرسته لري، په رواني ناروغيو کم اخته کيږي.»

د نوموړې په خبره د والدينو له پاره مهمه ده چې کله وپوهيږي چې اولادونه یې له خلکو سره ډېر نه مخ کيږي او له ټولنیز ژوند لاس اخلي، نو توجه بايد وکړي او خپلو اولادونو ته ووايي چې په هر حال کې له دوی سره دي او مينه ورسره لري.

۴ ـ  د ښکيليدو يا نااميدۍ احساس

په ځوانانو کې د نااميدۍ يا بند پاتېدو د احساس څرگندول د ځان وژنې د تمايلاتو يوه نخښه کيدای شي. د سماريانز ټولنې په حواله زياتره هغه کسان چې ځان وژنه کوي، په اصل کې نه غواړي چې مړه شي، بلکې هغوی زياتره وخت خپل ژوند نه خوښوي او غواړي ځان ترې آزاد کړي.  

ځوانان ښايي دغه ډول جملې لکه «زه له خپل ژوند څخه نفرت لرم.» ووايي. مېندې پلرونه بايد هڅه وکړي له خپل اولاد سره د هغوی د احساساتو په اړه وغږيږي او د هغوی خبرو ته غوږ ونيسي.

۵ ـ  په معمول کې بدلون

د ځوانانو د معمول په ژوند کې د پام وړ بدلون ښايي د ژور خفگان علامت وي او د لويانو له پاره د دې يو سگنال چې د ځوانې نجلۍ او يا هلک په ژوند کې يو بل څه روان دي. هيد فيلد یې په دې ډول روښانوي: «خوب په حقيقت کې د ځان وژنې له نظرياتو سره ډېره قوي اړيکه لري.»

هغه زياتوي چې که يو ځوان هلک يا نجلۍ د شپې يوازې څلور يا پنځه ساعته خوب کوي، نو دا د اندېښنې باعث دی. همدا راز له عادت او يا نور مال څخه زيات خوب ښايي د ژور خفگان يوه نښه وي.

۶ ـ  د شخصي شيانو تحفه کول

که چېرې يو تنکی ځوان يا پېغله خپل قيمتي شيان پرته له يوه منطقي دليل څخه نورو ته تحفه کوي، نو بايد خبرې ور سره وشي او د مرستې د ترلاسه کولو هڅه وشي. د هيد فيلد په حواله :«دا يوه نخښه ده چې [د ځان وژنې] پلان یې جوړ کړی دی.»

۷ ـ  د شخصيت بدلون، خلق تنگي، ويره او پريشاني

که څه هم چې د ځوانانو مزاج ژر بدلون مومي خو دا هغه څه دي چې بايد پاملرنه ورته وشي. په کورنۍ کې د ژورخفگان او يا ځان وژنې د تمايلاتو سابقه هم د خطر يو فکتور دی. يعني هغو ځوانانو ته بايد لا ډېره پاملرنه وشي چې په کورنۍ کې یې د ځان وژنې پېښې ترسره شوي دي.

د لندن د کوين ميري پوهنتون د رواني ناروغيو استاده کرستين هيد فيلد وايي: «که چېرې تاسې په خپل تنکي ځوان زوی يا لور کې ډېر لوی تغير ووينئ نو بايد ورته ځېر شئ.» نوموړې زياتوي: «ملاتړي مور او پلار، هغه څوک چې پرته له کومه شرطه مينه ورکوي ـ ډېر زيات مهم نقش لري.»

ميندې پلرونه بايد له خپلو اولادونو وپوښتي چې څه ستونزه لري او د مرستې وړاندیز ورته وکړي، ځکه اولادونه له مور او پلار د مرستې غوښتنه نه کوي. له همدې امله انتظار مه کوئ، عمل وکړئ.

 (bs/nz (Sam Baker

زموږ له ارشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل