د «هینډي کپ انټرنیشنل» مرستندویه سازمان د پنجنشنبې په ورځ په مونشن کې ویلي دي چې په ۲۰۱۸م کال کې ۶۸۹۷ پیښې ثبت شوي دي چې د چاودیدونکو توکو د چاودلو په پایله کې انسانان ټپیان شوي او یا هم وژل شوي دي. خو ښایي غیر رسمي ارقام تر دې دې هم لوړ وي.
د دغه رپوټ له مخې زیاتره افغانستان، لیبیا، سوریې او د یو شمیرو نورو هیوادونو په کړکیچونو کې د دغو چاودیدونکو توکو له کبله د انسانانو د بدن غړي پرې کیږي او یا هم مړه کیږي. د ۲۰۱۹م کال د ماینونو د څارنې د سازمان په رپوټ کې راغلي دي چې دا څلورم پر له پسې کال دی چې په غیر عادي ډول د قربانیانو لوړ شمیر ثبت شوی دی. زیاته شوې ده چې له ۲۰۱۴م کال څخه تر ۲۰۱۸م کاله پورې د قربانیانو شمیر ډیر لوړ شوی دی. په ۲۰۱۴م کال کې د ۳۹۹۸ کسانو مړینه او ټپي کیدل ثبت شوي دي.
رپوټ د ۱۹۹۷م کال د اوتاوا تړون اغیز څاري چې د انسانانو ضد د ځمکني ماینونو کارول، جوړول، سوداګري او زیرمه کول منعه کوي او همداشان د ماینونو د سیمې د پاکولو او اغیزمنو شوو کسانو د ملاتړ له پاره غږ کوي. ډیری قربانیان په دغو ثبت شوو قضیو کې نه دي شامل ځکه چې له ځینو سیمو څخه معلومات راټولول ستونزمن کار دی.
د نومبر له ۲۵مې نیټې څخه تر ۲۹مې نیټې پورې د اوتاوا تړون غړي هیوادونه په اوسلو کې د ارزونې په یوه کنفرانس کې سره راټولیږي. د هینډي کپ نړیوال سازمان له دولتونو غوښتي دي چې نړیوال بشري قوانین تطبیق کړي او د جګړې پر ښکیلو اړخونو باندې فشار راوړي، څو د ځمکني ماینونو څخه استفاده ختمه کړي.
زموږ له آرشیف څخه:
ځمکني ماينونه يو ناوړه ميراث
پر ماينونو د بندیز پر هڅو سربيره د نړۍ تر۵۰ په زياتو هيوادونو کې اوس هم په میليونونو ماينونه ښخ دي. دا ماينونه هره ورځ د انسانانو ژوند ګواښي. ماينونه څرنګه شنډېدلای شي؟ په دې انځوريز راپور کې يې وګورئ.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A.Niedringhausپه ټوله نړۍ کې تر لس ميليونه زيات ماينونه
په دې اړه دقيق معلومات نه شته چې په ټوله نړۍ کې څومره ماينونو لا ښخ دي. خو اټکل کيږي چې دا به يو ميليون وي. د جنګونو دا پاته شوي د انسانانو ژوند ګواښي. د «اوتاوا تړون» يا په اصطلاح د اوتاوا کنوانسيون چې د ماينونو پر کارولو، ساتلو، توليد او تجارت بنديز لګول غواړي، ۱۶۲غړي لري.
انځور: picture-alliance/dpa«ماين چاودونکی» په راتلونکې کي د ماين پاکۍ آله
ګل ته ورته د ماين پاکۍ دا آله د باد په زور چليږي: د «ماين چاودني» په نوم دا آله يوه افغان مسعود حسيني، چې په هالند کې ژوند کوي، جوړه کړې ده. دا ګردي شکل لرونکي ۱۷۵ پلاستيکي غابونه لري چې د باڼس په اوږدو لرګو پورې تړل شوي دي. دا آله په ساحو کې د باد په زور چليږي او ماينونو چوي.
انځور: Massoud Hassaniماين چاودنونکی: «د باد په زور د ماينونو شنډول»
حسيني ته د «ماين چاودونکی» جوړولو فکر د لوبو د هغه شي ور پيدا شو چې ده ورسره په ماشوماتوب کې لوبې کړي وې او دا هم په باد چليده. د هالند د دفاع وزارت په برکت دا آله اوس په آزمايښتي پړاو کې ده او لا پراختيا ورکوله کيږی. د څيړونکو يوه ډله دمګړۍ د دې ډيزاين په ښه کولو بوخته ده څو دا آله نه يوازې لا پسې خوندي شي، بلکې په هر ډول ساحو کې ښه کار ورکړي.
انځور: Massoud Hassaniحسيني (ښي اړخ ته) د يوه «ماين چاودني بې پيلوټه الوتکې» په جوړولو هم بوخت دی چې ماينونه به د يوه سنسور په مرسته کشف کوي او د يوه بازو په واسطه به يې يوه خوندي ځای ته انتقالوي او هلته به يې چوي. د حسيني په حواله دا اختراع چې لا اوس په آزمايښتي مرحله کې ده د اوسنيو تخنيکونو په پرتله ډيره چټکه او ارزان بیه ده.
انځور: picture-alliance/dpa/R. de Waalد بيلجيم يوه غیر دولتي موسسه ماين موندونکې مږي روزي چې په ډيرو هيوادونو کې به ترې د ماين پاکۍ په برخه کې کار واخيستل شي. مږې چې ډير ښه شامه حس لري، د ټي اين ټي د چاوديدونکې مادې د موندلو روزنه ورته ورکول کيږي. دا کار به ماين موندنه چټکه کړي. د «اپودو» په نامه دې اين جي او ويلي چې د ماين موندلو په ترڅ کې تر اوسه يوه مږه هم نه ده تلف شوې.
انځور: Getty Images/T. Weidmanماين موندونکی د خپل کار په جريان کې
نه يوازې مږې د ماينونو له پاره ښه پزه لري، بلکې سپي هم دا کار په ډير ښه شان سره کولای شي. تر څو مياشتني روزني وروسته سپي چاوديدونکي مواد کشف کولای شي. «مارشل ليګيسي انستيتوت» په لومړي ځل په ۱۹۹۹م کال کې د سپو دا پروګرام رامنځته کړ. له هغه راهيسې د سپو په مرسته کابو ۴۵ مربع کيلومتره ځمکه خوندي ګرځول شوې. دمګړۍ په ټوله نړۍ کې تر۹۰۰ زياتو سپو څخه د ماين پاکۍ په برخه کې کار اخيستل کيږي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Loebد ماينونو پر ضد جنګي آلاتو استعمال
دا ماشين داسې ښکاري لکه يو ټانک او تريشل چې سره يو ځای کړل شوي وي او دا کار هم همداسي کوي. د «آردوارک» په نوم د ماينونو شنډولو دا ماشين له ۷۲ زنځيرونو سره په ځمکه کې ښخو ماينونو ته چادونه ورکوي، بې له دې چې ماشين ته زيان ورسي.
انځور: Aardvarkماينونه تر ډيرې مودې فعال وي
ماينونه چې يو ځل په ځمکه کې ښخ کړل شي، تر۵۰ کالو هم زياته موده فعال پاته وي. په دې ترتيب ماينونه د مهاجرو او بې ځايه شويو بيرته دې سيمو ته د ستنيدو پروسه هم ورو کوي او تر جنګونو وورسته د بيارغوني او پراختيا مخه هم نيسي.
انځور: picture-alliance/dpaاوس يوازي په يولسو هيوادونو کې چې چين او روسيه هم پکښې شامل دي، ماينونه توليديږي. د ماينونو پر ضد مبارزه کې يو ستر ګام د اوتاوا کنوانسيون له عملي کيدو سره پورته کړل شو. خو تر څو چې ماينونه په ځمکو کې پراته وي او انسانان وژني او معلولوي یې، زموږ په مخکې لا ډيري ستونزي پرتې دي.
انځور: DW/Y. Castro