1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ځيني افغانان د بې وزلۍ له کبله له هيواده وتلي دي»

۱۴۰۲ تیر ۶, سه‌شنبه

په یوه وړه خونه کې چې، نسبتا ګرمه ده، د خیاطۍ ماشین ته ناسته او ښځینه جامې ګڼډي. هغه ۲۵ کلنه لېمه سادات ده چې له افغانستانه پېښور ته کډواله شوې او د تاج ‌آباد سیمه کې له خپلې کورنۍ سره د مهاجرت شپې او ورځې سبا کوي.

Pakistan Tote bei Panik in Jalalabad Visa
انځور: Wali Sabawoon/AA/picture alliance

سادات وايي، د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې چې، په موسسو کې پر مېرمنو کار بندیز ولګېد، دنده یې له لاسه ورکړه: «ما پخپله ډېرانتظار وکړ چې ښايي دوباره د کار اجازه راکړي، خو داسې و نه شول، بالاخره فقر او د فامیل نفقې پیدا کولو اړ کړو چې هېواد پرېږدو او پېښور ته راشوو.»

لېمه سادات دوه لیسانسه لري او د جمهوریت تر سقوط دمخه یې د ماسټرۍ له پاره ثبت نام کړی و. هغه وايي کله یې هم فکر نه وو کړی چې یو وخت دې د پیسو له پاره د خلکو جامې وګنډي: «د محصیلۍ پر مهال مې خیاطي زده کړې وه، فکر مې نه کاوه چې له دومره زده کړو سره سره به خیاطۍ ته اړه شم، په هرحال اوس خیاطي کوم څو کورنۍ ته نفقه پیدا کړم.»

«په پاکستان کې له افغان کډوالو سره غیر انساني چلن کیږي»

18:21

This browser does not support the video element.

اغلې سادات وايي د ژوند له پاره یې لوړې هیلې درلودې خو اوس یې یواځینۍ هیله داده چې د خپلې کورنۍ له پاره نفقه وګټي. هغه وايي، د اقتصادي ستونزو ترڅنګ په پاکستان کې د ویزې د نه تمدید ستونزه هم جدي ده چې اوس‌ ګڼ شمېر افغانان ورسره مخ دي: «په پېښور کې د نورو افغانانو په څېر زه هم د ویزې د تمدید ستونزه لرم، د دې ترڅنګ زه د کار جواز نه لرم، زه غواړم چې د خیاطۍ دا کار مې پراخ کړم خو دا چې د کار جواز نه لرم نو نه شم کولای.»

د رسنیو د راپورونو پر بنسټ د پاکستان په ځینو سیمو کې همدا اوونۍ د دغه هېواد پولیسو ظاهرا د هغوو افغانو نېولو عملیات پیل کړي چې قانوني اسناد نه لري.

پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ وروسته زیات شمېر افغانان له دې هیواده ووتل. د کډوالۍ نړیوال سازمان ای او ایم په خپل تازه راپور کې ویلي دي، چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې ډېر افغانان له افغانستانه کډوال شوي دي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان په راپور کې چې څو ورځې وړاندې خپور شوی راغلي، چې په دې دوه کلونو کې درې عشاریه شپږ میلیونه افغانان له افغانستانه کډوال شوي دي چې په دې کې ۷۰ سلنه یې ایران ۱۸ سلنه نور یې پاکستان، ۱۱ سلنه یې ترکیې او اروپا او ۲ سلنه نور یې نورو هیوادونو ته کډوال شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ په دوی کې یو شمېر یې د سیاسي او امنیتي ستونزو، خو ډېر نور یې د بېکارۍ له امله ګډوال شوي.

پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ وروسته زیات شمېر افغانان له دې هیواده ووتل. د کډوالۍ نړیوال سازمان ای او ایم په خپل تازه راپور کې ویلي دي، چې په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې ډېر افغانان له افغانستانه کډوال شوي دي.انځور: REUTERS

طالبانو د تېر ۲۰۲۲م کال په ډېسمبر کې په ټولو غیر دولتي ادارو کې د افغان مېرمنو په کار بندیز ولګاوه. دا پرېکړه په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوه خو تراوسه د طالبانو په دغه دریځ کې بدلون نه دی راغلی.

د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو بنسټونو ویلي دي چې د طالبانو له خوا پر مېرمنو د کاربندیز له امله په افغانستان کې بې ‌وزلي او بېکاري اوج ته رسېدلې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږې ادارې اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې، په افغانستان کې تر ۲۸ میلیونه زیات خلک عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري خو پر مېرمنو کار بندیز د بشري مرستو رسولو چارې ټکنۍ کړي دي.

طالب چارواکو ‌تراوسه نه دي ویلي چې، په ادارو کې به مېرمنو ته د کار اجازه ورکړي که نه، خو افغان مېرمنې له طالبانو غواړي چې د کار او زده کړو اجازه ورکړل شي، څو د لېمې سادات په شان زرګونه نورې مېرمنې د ښه ژوند لوړو هیلو ته ورسیږي.

ا.ا / خ.ح / ن. ز

انځور: DW Akademie
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل