1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځيني امریکا مېشته افغانان په خوست کې د بې وزلو لاس نیوی کوي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ دی ۲۰, سه‌شنبه

په امریکا متحده ایالاتونو کې ځيني مېشت افغان کډوال غواړي چې هره میاشت د خپل معاش یوه اندازه پیسې وطن ته د بې وزله او غریبو کورنیو سره د مرستې له پاره ولیږي. خلکو د دې خیریه کار هرکلی کړی دی.

Afghanistan | Coronavirus | Provinz Khost
انځور: DW/F. Zahir

په امریکا متحده ایالاتونو کې ځيني افغان کډوالو چې د خوست ولایت اوسیدونکي دي پریکړه کړې ده چې په خپله سیمه کې د غریبو او بېوزله کورنیو او یتمانو لاسنیوی وکړي. دوی د خپلو معاشونو یوه اندازه پیسې ځانګړي کوي او وطن ته یې د مرستې له پاره لیږي.

د امریکا په تګزاس ایلات کې مېشت افغان کډوال محمد عالم جان چې د دغه پروګرام یو تنظیموونکی دی دویچه ویله ته وویل، دوی تر دېرشو ډېر کسان دي چې په میاشتني ډول یې هيواد ته د نغدي مرستې لیږلو پریکړه کړې ده.

اړوند مطلب: د خوړو نړیوال سازمان: په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې سره مخامخ دي

نوموړی وایي، دوی هر يوه ځان مکلف کړی دی چې هره میاشت په خوست کې د یوې اړمنې کورنۍ میاشتنی لګښت پر غاړه واخلي: «دا داسې پروګرام دی چې په امریکا کې یو کس د یوې کورنۍ د لګښت مسؤل دی. موږ اوس پنځوس ډالر ټاکلي دي چې یو کس یې باید هره یوې کورنۍ ته ولیږي او هغه په دوامداره توګه وپالل شي.»

انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

دغه ځوان وایي، دا پروګرام یې د خپل کلي «ارخېلو» څخه شروع کړی چې په پیل کې څو کسان وو، خو اوس يې د مرسته لیږونکو شمېر تر دېرشو کسانو اوښتی او لا هم پر ډېریدو دی.

نوموړی زیاتوي: «زموږ سره په امریکا د خوست د نورو سیمو خلکو هم تماس نیولی، هغوی هم غواړي چې په خپلو کلیو کې ګاونډیانو او بې وسه غریبو کورنیو ته نغدي مرستې ولیږي. دا د خېر کار دی او اناشاالله چې دا کومک به جاري ساتو.»

اړوند مطلب: سوړ ژمی، بې کاري او د بې وزلو افغانانو سخت ژوند

په خوست کې د اسماعیل خېلو ولسوالۍ اوسیدونکی رشیدالله همدرد چې اړمنو کورنیو ته په رضکاره ډول په امریکا کې د میشتو خوستیانو مرستې رسوي وایي چې کورنۍ په دقیقه په ګوته کیږي او بیا مرستې ورته ورکول کیږي.

همدرد دویچه ویله ته وویل: «کومه کورنۍ چې مرسته ترلاسه کړي، خلکو ژمنه کړې ده چې په دوامدار ډول به يې لاسنیوی کیږي.»

د دې مرستې یو ترلاسه کوونکی یعقوب شاه دی چې د دوو کونډو او یتیمانو پالنه ور په غاړه ده. یعقوب شاه دویچه ویله ته وویل چې د خپل کور د سرپرسۍ ترڅنګ د یوه ورور او یوې خور د کورنیو مسئولیت هم پر غاړه لري.

اړوند مطلب: د جگړې له قربانیانو سره د مرستې هڅه

هغه دغه مرستې ته خوشاله دی: «زما ورور شهید شوی، وریندار او درې یتیمان راپاتې دي. زما د یوې خور خاوند هم وفات شوی، خور مې او یو زوی یې زما سره اوسیږي. زه سختې اقتصادي ستونزې لرم. زه هیله لرم چې هره میاشت دا مرسته راسره وشي.»

انځور: Ali Khara/REUTERS

په امریکا کې میشت مرسته کوونکي افغان کډوال وایي چې د دوی په مرسته کې هغه کورنۍ لومړیتوب لري چې سرپرست نه لري او یتیمان وي.

دا په داسې حال کې ده چې بهر ته تللو یو شمېر افغانانو په مختلفو هيوادونو کې ټولنې جوړ کړې دي، چې د نورو ټولنیزو فعالیتونو ترڅنګ ځینې وختونه خپلو ولایتونو ته د بېوزله کورنیو سره د مرستو له پاره مرستې لیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل