1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځیني دولتی پوهنتونونه بیرته پرانیستل شول

۱۴۰۰ بهمن ۱۳, چهارشنبه

د افغانستان ځینې دولتی پوهنتونونه د چهارشنبې په ورځ بیرته پرانیستل شوي، چې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې تړل شوي وو. طالبانو ویلي وو چې د ښځو او نارینه وو صنفونه به جلا کړل شي. خو اوس وضعیت څه ډول دی؟

Afghanistan I Erste Universitäten seit Taliban-Machtübernahme wieder geöffnet
انځور: Mohd Rasfan/AFP

د فرانسې خبرې آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې کله د تیر کال اګست میاشتې په نیمایي کې سخت دریځه طالبان واک ته ورسیدل نو د نجونو منځني ښوونځي او ټول دولتي پوهنتونونه وتړل شول. دې کار داسې اندیښنې راټوکولې وې چې ښځې به د طالبانو د تیرې واکمنۍ په څیر يو ځل بیا هم له تعلیمه محرومه کړی شي.

زرلښته حقمل، چې د ننګرهار په پوهنتون کې حقوق لولي د فرانسې خبري آژانس ته يې ویلي دي: «دا زموږ له پاره د خوښۍ ځای دی چې بیرته مو درسونه پیل شول. خو موږ لا هم اندیښنه لرو چې طالبان به دا لړۍ ودروي.»

یاد خبري آژانس د طالبانو له قوله لیکلي دي چې په گرمسیرو ولایتونو لغمان، ننګرهار، کندهار، نیمروز، فراه او هلمند ولایتونو کې د چهارشنبې له ورځې راهیسې پوهنتونونه پرانیستل شوي دي.

انځور: AFP

زیاته شوې ده چې د هیواد په کچه به په روانه میاشت کې نور پوهنتونونه هم پرانیستل شي.

د فرانسې خبري آژانس د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی چې په لغمان کې یوازې شپږ محصلینې چې بشپړ حجاب یې کړی وو پوهنتون ته ورغلې وې. په داسې حال کې چې د پوهنتون په دروازه کې په درنو وسلو سمبال طالب جنګیالي ولاړ وو.

د پوهنتون د یوه کارکوونکی له قوله ویل شوي دي چې د نارینه وو او نجونو صنفونه به جلا وي، داسې چې نجونې به د سهار له خوا پوهنتون ته راځي او هلکان د ماسپښین له خوا.

آرشیف انځورانځور: Social media handout via REUTERS

د چهارشنبې په ورځ د پوهنتونونو د بیا پرانیستل کیدو خبر یوه اوونۍ وروسته له هغې ورکول کیږي چې د طالبانو پلاوي په ناروې کې د لویدیځو هیوادونو له دیپلوماتانو سره ولیدل. د لویدیځو هیوادونو دیپلوماتانو د بهرنیو مرستو د بیا پیلیدو له پاره د ښځو د حقوقو پر سر ټینګار وکړ.

له افغانستان سره د بهرنیو مرستو دریدو، په دغه هیواد کې چې د څو لسیزو جگړو لا دمخه سخت ځپلي دی، یو بشري کړکیچ رامنځ ته کړی دی.

لا تر اوسه هیڅ کوم هیواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پيژندلی. دغه رژیم پر ښځو باندې یو شمیر محدودیتونه وضعه کړي، چې پر نورو سربیره ښځې له حکومتي دندو راګرځوي.

طالبانو ویلي دي چې د مارچ په وروستیو کې به په افغانستان کې د نجونو ښوونځي هم پرانیستل شي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل