1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځیني هیوادونه بیرته عادي حالت ته راګرځیدل غواړي

۱۳۹۹ فروردین ۱۹, سه‌شنبه

د جرمني همسایه هیوادونه، لکه اتریش، ډنمارک او د چک جمهوریت غواړي د کرونا ویروس په سبب وضع سوي قیودات راکم او کرار کرا بیرته عادي حالت ته راوګرځي، خو څنګه؟

Regierungschefin Mette Frederiksen
انځور: imago images/Ritzau Scanpix/P. Davali

لکه څنګه، چي د ډنمارک صدراعظم، مېټه فریدریکسن د دوشنبې په ورځ وویل، هیواد یې غواړي د همدې اپریل میاشتي د ۱۵ مي څخه په لومړي قدم کي وړکتونونه او ابتدايي مکتبونه خلاص کړي. په خبره يې دا د هغوی د والدینو په ګټه دی، څکه چي هغوی به بیا د کور څخه په ارمه سره خپل دفتري کارونه تر سره کړي.

د می میاشتي په نیمايي کي به بیا نور مکتبونه او لیسې هم خلاصي سي او شاګردان به په درسونو کي برخه واخلي.

هغه په کوپن هاګن کي وویل، چي دا د جامعې د بیرته پرانستلو لمړئ مرحله ده. خو ډنمارکیان باید د راتلونکو ډیرو میاشتو له پاره د کرونا ویروس په خاطر وضع سوی قیودات مراعت کړي. په خبره یې رستورانتونه، هوټلونه، سلمانۍ او لوی مارکیټونه به تړلي پاته سي. د تر ۱۰ کسو اضافه راټولیدل او غونډي بیا هم منع پاتیږي. له جرمني سره به سرحد د حداقل یوې میاشتي له پاره، یعني د می میاشتي تر لسمي پوري تړلی پاته سي.

تر عیسوي ایستر اختر وروسته عادي حالت ته ګرزیدل

د اطریش صدراعظم، سباستیان کورڅ هم په ویانا کي اعلان وکړ، چي په هیواد کي به یې د اپریل تر ۱۴ مي وروسته تر مشخصو شرایطو لاندي کوچنۍ مغازې، دوکانونه او د ساختماني وسایلو مغازې بیرته خلاصي سي.

د اُتريش صدراعظم زېباستيان کورڅ(په انځور کې ښي خوا ته)انځور: picture-alliance/Apa/H. Fohringer

د می میاشتي د اولي څخه به ټوله مغازې، سلمانۍ او مارکیټونه هم خلاص سي. هوټلونه او رستورانتونه به بیا د می میاشتي د نیمايي څخه وروسته خلاص سي.

پرتګ راتګ باندي قیودات به د اپریل میاشتي تر پایه پوري ادامه پیدا کړي. مکتبونه به د می تر نیمايي پوری تړلي پاته سي. جلسې او محفلونه د جون میاشتي تر پایه پوري منع دي.

په چک جمهوریت کي د کرونا په خاطر وضع سوي جدي قیودات به هم راکم سي. په پراګ کي حکومت فیصله وکړه، چي د ټولو سپورټي ډولونو بیرته اجرأ کیدل اجازه لري. سربیره پردې به لومړنۍ مغازې هم بیرته خلاصي سي، لکه د ساختماني او اوسپنیزو آلاتو، ساتیري وسایل او بایسکل سازان به هم په خپل کار وبار باندي شروع وکړي. سربیره پردې به ځینو سفرونو ته هم اجازه ورکول سي، لکه د خپلوانو لیدلو او یا رسمي سفرونو ته. خو تر راتګ وروسته باید هغوی د ۱۴ ورځو له پاره په قرنطین کي پاته سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب