څارونکۍ ډله: طاهر يولداشف وژل سوی دی
۱۳۸۹ مرداد ۲۶, سهشنبهنوموړې امريکايي څارونکې ډله چي (سايټ انتيليجنس ګروپ) ياديږي ويلي دي چي د ازبکستان اسلامي غورځنګ( IMU ) يو شمېر انځورونه خپاره کړي دي چي په هغه کي يو ږيره ور وژل سوی جسد ښکاره کيږي چي دوی وايي دا يولداشف دی.
سايټ وويل چي د ازبکستان اسلامي غورځنګ دغه راز په ازبکي ژبه د هغه غورځنګ د چارواکو په قول ليکلي دي چي وايي يولداشف وژل سوی دی. په دې اړه يې نور معلومات نه دي ورکړل سوي.
د رويتر خبري آژانس چي ددې موضوع څخه يې رپوټ ورکړی تر اوسه پوري د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د وينا تاييد نه دی کړي.
يولداشف تر ددې دمخه هم څو واري وژل سوي اعلان سوی. تير کال پاکستاني استخباراتو وويل چي، نوموړی په جنوبي وزيرستان کي د بېپيلوټه امريکايي الوتکو په يوه حمله کي وژل سوی. خو په هغه وخت کي د يولداشف جنګياليو په خپل انترنيټي پاڼه کي د هغه پيغامونه خپاره کړه چي دا يې وښودل چي هغه ژوندی دی.
يولداشف چي د طالبانو او القاعدې سره تړاو لري د شوروي اتحاد تر ړنګېدو د مخه د ازبکستان د کمونيست حکومت پر ضد يوه پټه ډله تاسيس کړه. که چيري د هغه د مړني خبر رشتا وي دا د منځنۍ اسيا د اوسنيو حکومتونو دپاره يو ښه خبر دی.
ځکه په سيمه کي لا تر اوسه د هغه جنګيالي په پټو فعاليتونو لاس پوري کوي.
په ۲۰۰۱ لومړي کال کي چي د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف پر افغانستان باندي حمله وکړه د يولداشف جنګياليو د طالبانو تر څنګ د امریکايي ځواکونو پر ضد جنګيدل. خو کله چي د طالبانو رژيم ړنګ سو هغه د خپلو کسانو سره جنوبي وزيرستان ته وتښتېدی.
پر هغه باندي تور لګول کيږي چي د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کي د ۱۹۹۰ کال د يو شمېر بمي چاودنو مسووليت په غاړه لري.
هغه په غياب کي محکمه او په مرګ محکوم سوی دی.
د منځنۍ اسيا حکومتونه دغه راز د ازبکستان اسلامي غورځنګ تورنه وي چي په ازبکستان، قرغزستان او تاجکستان کي د تير کال په يو لړ نښتو کي لاس لري.
خصوصاً کله چي د امريکا متحده ايالاتو د خپلو قواوو داکمالاتو د پاره د منځنۍ اسيا د پاره يوه بله اکمالاتي لاره پرانستله.
ag/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم