1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

«څلور صنعتونه هر کال په اروپا کې ۲،۷ میلیونه کسان وژني»

۱۴۰۳ خرداد ۲۳, چهارشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان په خبره، تنباکو، ډیر پروسس شوي خواړه، الکول او فوسیلي سون توکي هر کال په اروپا کې د میلیونونو وګړو د مړينې سبب کیږي. دغه سازمان له حکومتونو څخه غوښتي دي چې لا زیات جدي روغتیایي مقررات دې عملي کړي.

Rauchen
انځور: Christin Klose/dpa/picture alliance

د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ (جون میاشتې ۱۲ نیټه) په خپل یوه رپوټ کې ویلي دي چې تنباکو، ډیر پروسس شوي خواړه، الکول او فوسیلي سون توکي هر کال په اروپا کې د ۲،۷ میلیونه کسانو د مړينې سبب کیږي.

دغه سازمان د اروپا په سیمه کې د صنعتي تولیداتو له کبله د خپریدونکو غیر ساري ناروغیو د مخنیوي او د عمومي روغتیا کچې لوړولو په خاطر د صنعت په برخه کې د قوانینو سختولو غوښتنه وکړه.

د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا سیمې مشر هانس کلوګه، په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «دغه څلور صنعتونه هره روځ په سیمه کې لږ تر لږه ۷۰۰۰ کسان وژني.»

د ګټې له پاره د روغتیايي سیاستونو مخنیوی

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې د اروپا په سیمه کې په ټوله کې په کلني حساب د ۱،۱۵ میلیونه وګړو مړينه له سیګریټو څخه د استفادې، د ۴۲۶۸۵۷ کسانو مړينه له الکولو څخه د استفادې، د ۱۱۷۲۹۰ کسانو مړينه د پروسسس شوو غوښو او د ۲۵۲۱۸۷ نورو مړينه بیا د مالګه لرونکو خوړو څخه د استفادې له کبله ثبتیږي.

د چاقۍ، د وينې لوړ فشار، شکرې او د کولیسترول له کبله د مړینو ارقام په دې کې نه دي شامل، په داسې حال کې چې دا ټول په ناسالمه غذایي رژيمونو پورې اړه پیدا کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان د روغتیا ادارې دغه څلور صنعتونه د هغو سیاسيونو په مخنیوي تورن کړل، چې له امله یې کیدای شي د دوی ګټې په خطر کې واقع شي. نوموړي سازمان واضحه کړه چې دغه صنعتونه د بازار موندنې د هدفمندو ستراتیژیو، ناسمو اطلاعاتو او ټولنیزو رسنیو څخه د استفادې په څیر تکتیکونو څخه کار اخلي. سربیره پر دې دغه صنعتونه په علمي تحقیقاتو کې «خرابکاري» کوي، د بیلګې په توګه د تحقیقاتو مالي ملاتړ کوي، څو خپل اهداف په ښه توګه ترلاسه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وویل: «دغه تکتیکونه په دې وروستۍ پيړۍ کې د عامه روغتیا لاسته راوړنې ګواښي او روغتیایي اهدافو ته د هیوادونو د لاسرسي مخه نیسي.»

په رپوټ کې راغلي دي چې صنعتي برخې ته لابي کوونکي د دې سبب شوي دي چې لکه د زړه او رګونو، سرطان او شکرې په څیر له غیر ساري ناروغیو سره د مقابلې په برخه کې کوښښونه مختل کړي.

د لا جدي روغتیایي قوانینو غوښتنه

د روغتیا نړیوال سازمان ټينګار وکړ: «د ټولو لویو شرکتونو اصلي غوښتنه ګټه کول دي. په ورته وخت کې په بازار کې د لوی ونډې درلودل ډیری وختونه په سیاسي قدرت هم بدلیږي.»

د روغتیا نړیوال سازمان د دغه رپوټ پر بنسټ، نږدې ۶۰ سلنه لویان او یو پر دریمه برخه ماشومان په اروپا کې د چاقۍ یا وزن ډیروالي له ستونزې سره لاس او ګریوان دي.

د تر ټولو نویو ارقامو له مخې په ۲۰۱۷م کال کې په اروپا کې د زړه او سرطان ناروغیو له کبله د مړو شوو کسانو له ډلې په هرو پنځو مواردو کې یو یې د ناسالمې تغذیې یا غیر صحي خوړو له کبله وو.

د روغتیا نړیوال سازمان له هیوادونو څخه غوښتي دي چې د ناسالمه محصولاتو د بازاریابۍ، انحصار او لابي ګرۍ پر وړاندې د جدي مقررات په وضع کولو سره دې مقابله وکړي. کلوګه وویل: «د ګټې په پرته تل باید د خلکو روغتیا لومړيتوب ولري».

آژنسونه: ش.ن/ ن.ز

انرژي لرونکي نوشابې څومره خطرناکې دي؟

02:51

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل