څنګه په چين کي دوه مختلف کلتورونه سره مخامخ کيږی
۱۳۸۷ تیر ۱۲, چهارشنبهد توليداتو د لږو مصارفو له کبله اوس تقريبآ 4500 جرمنی شرکتونه چين ته انتقال سوي دي ،او هر کال ورباندي 200 نور اضافه کيږي . خو د جرمني د کلتور او چين دکلتورتر منځ د تفاوتونو له کبله، دا آسانه هم نده چه هلته څوک اقتصادي فعاليتونه پر مخ بوزي .
په چين کښي ماشينان په عين ډول ږغونه کوي ، لکه په جرمني او امريکا کي ، مګر بيا ډير شيان بل ډول دي . هلته اقتصادي قابليتونه دونه ډير دي ،چه په چين کښي اقتصادي فعاليتونه په کاميابۍ سره پر مخ ولاړ سي . په چين کښي مناسب معاش او انساني قواوي،نسبت لويديزو هيوادو ته بيخي بل ډول دي . د چين په کويتګ داؤ کي د سټيل د شرکت د توليداتو منيجر يورګين ليهمن وايي :
« دلته دوې مختلفي نړۍ يو دبل سره مخامخ کيږي ، چه مختلف کلتوري اساسات لري . په اطمينان سره سړی درک کوي ، چه جرمني کلتور په ډير قوت او مستقيم ډول سره مشخص سوی دی . موږ عادت سوي يو، چه په مستقيم ډول باندي انتقاد وکو ، او په مسلکي ډول باندي پر موضوعګانو باندي بحث وکو ، تر څو ددغه جر وبحث د لاري کارونه سم کو . موږ کولای سو چه شخصي مسايل
د تجارتي مسايلو څخه جلا کو ، او ددې کار سره موږ کم پرابلم نلرو . »
د چينايانو ګډ ژوند او د خبرو طرز او خصوصآ د کار ډول په اروپا کي په اول سر کي پردﺉ معلوميږي . په جامعه کي مخامخ او عام انتقاد غيرمعمولي دی . زوی پر پلار باندي انتقاد نه کوي ، او هغه بيا پر حکومت انتقاد نه کوي . په انتقادکولو کي بايد د متقابل طرف مراعات وسي ، او مقابل طرف ته نبايد په عادي ډول وکتل سي . ځکه نو انتقاد هم مستقيمآ نه وارديږي . دی وايي :
« دا هغه څه دي چي زموږ جرمنيانو دپاره په مشکل د پوهيدو وړ دي ، او د سؤ تفاهم سبب ګرځي . همدارنګه د همکارانو دپاره داعادي خبره نده چه موږ پر هغوی باندي انتقاد وکو،چه کيدای سي حالت نور هم خراب سي . همکاران فکر کوي چه په ناحقه ورباندي انتقاد سوی دی .پدې خاطر بايد متقابلآ ځانونه سره پوه کي ، او يو د بل په خبره پوه سي ، تر څو ګډ کار په ښه ډول پر مخ ولاړ سي . »
د سټيل شرکت د2006 کال د سپټامبر څخه په چين کښي توليدات لري ،او کاملآ یې د چين د بل ډول اجتماعي شرايطو سره ځان عيار کړی دی . د غربي هیوادو برخلاف چينايان ځان په مخکي نه اچوي . دوی ځان ددې نړۍ يو جزء بولي ، چي دوی پکښې وظيفه اجرآ کوي . سسلسله ای مراتب په چين کښي ډير ارزښت لري .
خو د چينايي کارګرانو دپاره بيا هغه وخت سختيږي ، چه د مشکلو وظايفو سرته رسول مطرح وي ، د حل لاري چاري وپلټل سي ، او ابتکارونه رامنځته سي .
په چين کښي ددغه شرکت دپاره مهمه داده چي دوی په چينايي کارګرانو باندي کار کوي . چينايي کارګران بيحده علاقه مند،او ډير ژر هر څه زده کوي .
د کار ددغه ډول انعطاف پذيرۍ تر څنګ په چين کي بل ښه کار دادی ،چه بيروکراسي ډيره کمه ده ، او دهرکار دپاره عرايض نه ليکل کيږي .