د المان د مونسټر ښار یو ۲۰ کلن اوسیدونکي د جمعې په ورځ پر موټر وی یا لویه لاره د سفر په حال کې وو چې په لاره کې یي د سړک په غاړه پر یوې ښځې نظر ولګیده چې د خپل سپي د نیولو هڅه کوي.
دغه تنکي ځوان هم د مرستې په نیت خپل موټر د سړک په غاړه ودراوه. د ۲۴ کلنې ښځې په موټر کې پترول خلاص شوي وو چې له امله یي خپل موټر د لویې لارې په غاړه درولی و او د مرستې په تمه وه.
له سپیانو سره ظلم او د مرغانو ازادولو کاروبار
له ښځې سره خپل یو سپی هم و. په همدې حال کې د سپي پړی د نجلۍ له لاس څخه وځي او سپی موټر وی يا لويې لارې ته داخلیږي. دغه ښځه یا نجلۍ د خپل سپي د ژغورنې په هڅه کې مصروفه کیږي.
د نړۍ سیاست وال او د هغوي د سپيو انځورونه
سیاست وال له دې کبله هم شهرت لري، چې څه ډول په ډير مهارت سره خپل کورني حیوانات له ځان سره نندارې ته وړاندې کوي. د عسکونو په دي البوم کي د يو شمير اوسنیو او پخوانيو واکمنانو چلند له خپلو سپيانو سره ګورئ.
انځور: picture-alliance/dpa/epa/S. Chirikovپه ډېرو اروپايي هيوادونو کي هغه حيوانات چې خاوند نه لری، د حيواناتو په روزنتونونو کي ساتل کيږي. د برتانيا لومړي وزیر دغه کوچنی سپې له روزنتون څخه اخيستې او "دایلین" نوم یې پرې ايښی.
انځور: picture-alliance/empics/D. Lipinskiد روسيې جمهوررئیس ولادیمير پوتين له حيواناتو سره د علاقې له کبله شهرت لري او په ډيره مینه له قطبي ايږې او يا سايبريايې پړانګانو سره عکسونه اخلي. هغه په کال ۲۰۱۷م کې د خپلې کليزي په ورځ د ترکمنستان له جمهوررئیس قربان قلې څخه د "ويرني" په نامه يو سپې د کليزې په وياړ د ډالۍ په توګه تر لاسه کړ.
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/A. Druzhininد روسيې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د آلمان له صدراعظمې انګيلا ميرکل سره د ليدو له پاره په کال ۲۰۰۷ م کې له خپل سپې کاني سره راغلې وو. هغه ميرکل ته ويلې وو:«دغه سپې به تاسې ته يا سرخوږې جوړ کړې او يا نه.» په اصل کې دا يوه ديپلوماتيکي تيروتنه وه. د آلمان صدراعظمه له سپيو ويره لري، ځکه هغه په ۱۹۹۵م کال کې د يوه سپې له خوا داړل شوې وه.
انځور: picture-alliance/dpa/epa/S. Chirikovد امريکا متحده ايالاتو پخوانی جمهور رئيس، د رسنيو پر وړاندې د راڅرگنديدو په برخه کې يو مسلکي سیاست وال دې. دلته هغه د خپل "بو" په نامه سپې سره د لوبو په حال کې ليدل کيږي.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Souzaد امريکا متحده ایالاتو د پخواني جمهور رئیس جورج ډبليو بوش کوچنې سپې، «بارني» دومره شهرت لري، چې سپينې مانۍ حتي د هغه له پاره يوه ځانگړې انترنت پاڼه پرانيستې وه. امريکايي رسنيو به ډير کله هغه د سيينې مانۍ پر کبلو د ځغاستې او لوبو په حال کې ښکاره کوو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Larsonد آلمان پخواني صدراعظم ګیرهارد شرودر او د هغه پخوانۍ میرمن دوریس شرودر، د خپلې کورنۍ د غړو په شمير کې په دې کوچني سپې سره په کې ډيروالې راوست. د «هالي» په نوم دغه سپی د «لومړي سپي» په نامه مشهور وو.
انځور: picture-alliance/dpaد فرانسې جمهور ریئس ايمانويل ماکرون د بوريس جانسن په څير د «نيمو» په نامه خپل سپی له يوه روزنتون څخه رانيولې.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Jocardدويمه ملکه اليزابت د نړۍ له مشهورو کسانو څخه ده. په هماغه اندازه کابو د هغې سپې هم مشهور دي، چې د بریتانيې ملکه يې له ډيرې مودې راهیسې بدرګه کړي. په ۱۹۹۸م کال کې هغه په دغه عکس کي له خپلو سپيانو سره ليدل کيږی.
انځور: picture-alliance/dpa د پولیسو په حواله په همدې منځ کې د مونسټر یو اوسیدونکی تنکی ځوان چې د مرستې له پاره يې خپل موټر درولی و، د سړک په منځنۍ لیکه کې د سپي د نیولو کوښښ کاوه له یوه موټر سره ټکر وکړ او په دې ډول تیز خط یا د سرعت لرونکو موټرو لیکې ته وغورځېد. هلته بیا یو بل کرولا ډوله موټر راغی چې ويې واهه. د پولیسو په وینا د سپي د ژغورنې په هڅه دغه المانی ځوان هم هلته ځای پر ځای مړ شوی دی.
پولیس وايي تر دغې خواشینوونکي پيښې وروسته د A1 نمبر لویه لار یا موټر وی د مرستندویه کارونو په غرض د څو ساعتونو له پاره تړل شوې وه.
Dpa: na.ns