1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر، سعودي او ترکیې ته څومره افغان کارګر لیږل کیږي؟

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ آبان ۱۸, چهارشنبه

د طالبانو ادارې ویلي دي چې د پخواني حکومت هغه طرحه او تړون عملي کوي، چې له مخې به یې زرګونه افغان کارګر قطر، سعودي عربستان او ترکیې ته د کار لپاره ولیږل شي. خو دا کسان په کومو برخو کې لیږل کیږي او څه شرایط لري؟

د کابل ښار په یوه څنډه کې کارگر، د کار د موندلو په تمه انتظار باسي
د کابل ښار په یوه څنډه کې کارگر، د کار د موندلو په تمه انتظار باسيانځور: picture-alliance/AA/H. Sabawoon

د طالبانو ادارې اعلان کړی دی چې د پخواني جمهوري حکومت هغه طرحه او توافقنامه عملي کوي، چې له مخې به یې بهرنیو هېوادونو ته افغان کارګران ولیږل شي.

د طالبانو ادارې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین محدوم عبدالسلام سعادت دویچه ویله ته وویل، چې د دغه توافق له مخې به قطر، سعودي عربستان او ترکیې ته ۶۵ زره افغان کارګران ولیږل شي.

سعادت وایي: «دا مخکینۍ توافقنامې دي چې د پخواني حکومت پرمهال د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د قطر، سعودي او ترکیې هېوادونو سره پرې هوکړه او لاسلیک شوي دي. د تېر حکومت پرمهال د دغه کارګرانو دعوتنامې هم راغلي وې، خو په هغه اداره کې د فساد له امله بیا دا  پروسه ناکامه پاتې شوه. اوس موږ د کارګرانو د لیږلو پخوانۍ توافقنامې عملي کوو. مقابل طرف سره زموږ مقدماتي خبرې روانې دي او هیڅ منفي ځواب مو نه دی ترلاسه کړی.»

انځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

اړوند: د کار نړیوال سازمان: نیم میلیون افغانانو خپل کارونه له لاسه ورکړي

سعادت وایي، چې د دغه تړونو له مخې به په مختلفو برخو کې پنځوس زره کارګران، قطر او سعودي عربستان او پنځلس زره شپانه به ترکیې ته ولیږل شي.

هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې زیاته کړه: «پنځوس زره کارګران، په ساختماني او مختلفو برخو کې دي. انجینران، ډاکټران او نور خلک هم پکې دي. او پنځلس زره یوازې شپانه دي. شپانه یوازې ترکیې ته لیږل کیږي.»

انځور: Ali Khara/REUTERS

نوموړي د ډیرو جزئیاتو له ورکړې پرته دویچه ویله ته وویل چې د یادې طرحې له بشپړیدو او تصویب وروسته به دا اعلان کړي، چې د کوم عمر کسان او په کومو شرایطو انتخابیږي: »دا انتخاب به هېواد شموله وي او د ټولو ولایتونو خلک به په دغه پروګرام کې برخه ولري.»

اړوند: په افغانستان کی د ځوانانو بیکاری خپل اوج ته رسیدلې

داسې ویل کیږي، چې طالبان په پام کې لري، چې بهر ته د کارګرانو په لیږلو کې هر ولایت ته سهم ورکړي، خو د یو شمېر خلکو اندیښنې دا دي، چې په دې پروسه کې به تر ډېره هغه کسان مستحق وبلل شي کوم چې د طالبانو د کورنۍ غړي، خپلوان او یا هم د هغوی خواخوږي وي.

د پکتیکا یوه اوسیدونکي جان محمد خان دویچه ویله ته وویل، په هېواد کې بیکارۍ ډېره ده او وایي سخته اړتیا لري، چې بهر ته په کار پسې ولاړ شي او د کورنۍ لپاره نفقه پیدا کړي.

هغه وویل: «فکر نه کوم، موږ غریبان بهر ته په کار پسې ولیږي. طالبان خو هر څه د ځان بولي. بس طالبان همداسې دي، خپل بچیان او خپلوان به ولیږي.»

انځور: Ali Khara/REUTERS

په کابل او د ولایتونو په ښارونو کې هره ورځ ګڼ شمیر کارګران د چوکونو پر سر کرۍ ورځ لمر ته تیروي، که یو څوګ پیدا شي، تر څو د ورځينۍ مزدورۍ لپاره ورسره ولاړ شي.

د کابل اوسیدونکی ذبیح الله وایي، د کورنۍ د ګټې څوک نه لري او د ورځني عاید نه شتون له امله سخت په تنګ دی. نوموړی غوښتنه کوي، چې بهر ته په لیږونکو کارګرانو کې دې عدالت تأمین شي: »زموږ غریبانو به غوښتنه دا وي چې موږ او دغه بیچاره کارګران چې لمر سوځولي خو کار ورته نشته دا بهر ته ولیږي، چې خپلو کورنیو ته حلاله روزي وګټي.»

ویل کیږي، چې په ځینو ولایتونو کې یو شمېر کسان په بېلابېلو نومونو نوم لیکنه شروع کړې ده، چې طالبان غواړي، بهر ته یې د کارګر په توګه ولیږي.

«د ځوانانو اصلي ستونزه بې روزګاري ده»

خو د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معین وایي، چې قطر، سعودي عربستان او ترکیې ته د کارګرانو او شپانو د لیږلو لپاره په یوه طرحه باندې کار کوي او د ریاست الوزرا له تائید وروسته به د یادې طرحې له مخې په هېواد شموله ډول کسان بهر ته د کارګرانو او شپنو په توګه انتخابیږي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل