1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

څیړنه:د ویني لخته کیدل د کرونا ناروغانو د مرګ سبب کیږي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۰, شنبه

د جرمني د هامبورګ عدلي طب ۱۷۰ هغو کسانو جسدونه څیړلي، کوم چي د کرونا ویروس څخه مړه سوي دي. د هغوی د تحقیقاتو نتایج ښکاره کوي، چي دغه کسان د دوی په رګونو او شریانو کي د ویني د لخته/غټی کیدو په سبب مړه سوي دي.

Coronavirus im Elektronenmikroskop
انځور: picture-alliance/dpa/AP/NIAID-RML

د تیري اونۍ په جریان کي د هغو ۱۷۰ تنو جسدونه د هامبورګ پوهنتون د عدلي طب په څانګه کي وڅیړل سوه، کوم چي د کرونا ویروس په سبب مړه سوي وه. د جسدونو تر تحلیل او تجزیې وروسته معلومه سوه، چي اکثره دغه کسان چي په کرونا ویروس اخته سوي او ورڅخه مړه سوي وه، په رګونو کي یې وینه لخته سوې او غټۍ سوې وه. ددغه تحقیق نتایج کیدلای سي اوس د کرونا د ډیرو مریضانو په علاج کي مؤثر واقع سي.

په مشخص ډول هغوی د ۵۲ څخه تر ۸۷ کلنۍ پوري د ۱۲ هغو کسانو جسدونه د عدلي طب تر معایناتو لاندي راوستل، کوم چي د ویني د لخته کیدو علایم یې درلودل. د هغوی ۴ کسه دقیقأ په شریانو کي د وینی د لخته کیدو څخه مړه سوی وه. خو دغو څلورو کسانو د هغوی تر مړه کیدو دمخه په وینه کي د لخته کیدو هیڅ اثار نه درلودل.

د هامبورګ د طب عدلي رییس، کلاوس پوشل وايي، چي د نورو مړو سوو کسان پروخت هم د هغوی په شریانو کي د ویني لخته کیدل نثبیت سوي دي. هغه او همکاران یې دې نتیجې ته رسیدلي دي، کوم کسان چي په کرونا اخته سوي وي ، هغه دواوي ورته ورکول سي، چي وینه یې نرئ کړي. دا کیدلای سي هغوی د مرګ څخه وساتي او په بیرته جوړیدو کي ورسره کومک وکړي.

ددغو تحقیقاتو نتایج په یوه علمي طبي مجله(Annals of Internal Medicine ) کي نشر سوي دي.

پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب