1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

«تر نیم میلیون ډیر افغانان د مخدره موادو له عوایدو ژوند کوي»

۱۳۹۸ خرداد ۱۷, جمعه

د افغانستان د څيړنې او ارزونې اداره وايي چې نيم ميليون افغانان د مخدره موادو پر کرهڼې، توليد او قاچاق بوخت دي او له دغې لارې په ترلاسه شوي عاید خپل ژوند چلوي. دغه شمير د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو له شمير څخه لوړ دی.

Afghanistan Drogen Opium Gesellschaft
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د دغې نوې څيړنې پر اساس د سولې په روانو مذاکراتو کې د مخدره مواد ستونزه له پامه غورځول شوې په داسې حال کې چې د مخدره توکو کاروبار د سولې په هر ډول احتمالي تړون اغیز لري.

افغانستان له کلونو راهيسې د «نړۍ تر ټولو ستر د ترياکو توليدکونکی» هیواد دی. سربيره پر دې چې امريکا متحده ايالاتو له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې د کوکنارو د کرهڼې د لمنځه وړلو په موخه ۸،۹ ميليارده ډالر مصرف کړي خو لا هم په دغه هيواد کې د مخدره موادو قاچاق او تولید په شدت سره ادامه لري.

په افغانستان کې په زرهاو کسان د کوکنار پر کښت او د مخدره موادو پر توليد او قاچاق باندې مصروف دي او له دغې لارې خپل ژوند پر مخ وړي. د ملي او نړيوالو بنسټونو له خوا په بيلابيلو خپرو شویو رپوټونو کې د مخدره موادو کاروبار د طالبانو تر ټولو لويه مالي سرچينه ښوول شوې ده.

د «افغانستان د څيړنې او ارزونې ادارې» په خپلې تازه څيړنه کې ويلي دي چې نيم ميليون افغانان په دايمي ډول د مخدره موادو په کښت، توليد او قاچاق کې مصروف دي.

د افغانستان د بيارغونې له پار د امريکا متحده ايالاتو څيړونکې ادارې یا سيګار د وروستي رپوټ په حواله، په افغانستان کې د جګړو له ډيريدو سره د مخدره موادو توليد او قاچاق د دغه هيواد له پاره د يو تر ټولو ستر ګواښ په توګه شمير کيږي. د سيګار د رپوټ په حواله د کوکنارو کرهڼه تر ډيره د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې مخ په ډيريدو ده.

د کندهار ولايت اوسيدونکی محمد احمدي، يو د لسونو هغو ځوانو کروندګرو له ډلې څخه دی چې کوکنار کري. هغه د خپلې ۱۴ کسيزې کورنۍ ټول لګښت د ترياکو له حاصلاتو برابروي. احمدي وايي: «زه له هيچا ويره نه لرم. هيڅ څوک نه شي کولای ما او نورو ته زيان ورسوي او يا مو د کار مخنيوی وکړي. موږ د کوکنارو د ټولولو په حال کې يو.»

سیمه ییز چارواکي وایي له دې کبله چې د کوکنارو ډیرې کروندې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې دي نو دې یې د له منځه وړلو توان نه لري. د کندهار ولايت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر ګل محمد شکران، رويټرز خبري آژانس ته وويل: «موږ د کوکنار د کښتونو د اړولو توان نه لرو.»

مخدره مواد؛ د طالبانو تر ټولو لويه مالي سرچينه

د مخدره موادو توليد د طالبانو يو د سترو عايداتي سرچينو څخه شميرل کيږي چې دوی له دې لارې ډيرې ګټي ترلاسه کوي. سربيره پر دې چې امريکايي ځواکونو له ۲۰۱۷م کال څخه د ۲۰۱۸م کال تر مې مياشتې پورې د کوکنار د لمنځه وړو په موخه څو عمليات هم په لاره اچولي دي.

امريکايي ځواکونو د ۸۶ ميليون ډالرو په ارزښت تجهيزات، اوليه مواد او د مخدره موادو د توليد کارخانې له منځه وړي ترڅو د طالبانو دغه عايداتي سرچينه له منځه ولاړه شي خو سيګار ويلي دي چې دغه هڅي کافي نه دي.

د افغانستان د څيړنې او ارزونې ادارې په خپلې تازه څيړنې کې ویلي دي چې د افغان حکومت وسلوال مخالفان د مخدره موادو د توليد له لارې له ۴۰ ميليونو ډالرو څخه ډير عوايد ترلاسه کوي. له دې ادارې څخه اورزلا نعمت دويچه وله ته وويل: «سربيره پر دې چې د سولې مذاکرات ادامه لري، خو د مخدره موادو غيرقانوني توليد او د هغو اغيز به نظر کې نه دي نيول شوي.»

د دې ادارې د شمیرو له مخې په ۱۳۹۷ لمريز کال کې د افغانستان په شاوخوا ۲۶۳ زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي ول چې دا د ۲۰۰۰م کال په پرتله درې برابر زياتوالی ښيي.

ميرمن نعمت زياته کړه: «د مخدره موادو سياسي او اقتصادي اهميت ته په کتو سره زموږ جدي وړانديز دا دی چې د سولې په مذاکراتو کې د دې پر ځای چې يوازې د واک د ويش پر سر خبرو باندې تمرکز وشي، بايد پر نورو مهمو مسئلو هم تمرکز وشی چې په هغو کې يوه يې د مخدره موادو ستونزه ده.»

له بل لورې د ملګرو ملتونو سازمان د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې اداره اټکل کوي چې ۲۰۱۸م کال د افغانستان د ۲۴ ولايتونو له ۲۶۳ زره هکتاره ځمکې څخه ترياک ترلاسه شوي دي.  د سيګار په حواله بیا افغان کروندګرو يوازې په ۲۰۱۸م کال کې د مخدره موادو له کښت او توليد څخه شاوخوا ۶۰۰ ميليونه ډالر عوايد ترلاسه کړي چې دا د افغانستان د مجموعي عوایدو ۳۰ سلنه برخه تشکيلوي.

ks/ms

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب