مسلمان اکثریت میشتې هیوادونه د نړۍ په کچه په هغو هیوادونو کې راځي چې ډیر کم الکول په کې مصرفیږي.
زموږ له آرشیف څخه:
هغه هندي فلمي ستوري چي د سرطان په ناروغي اخته سوي
د هند له فلمي نړۍ څخه له تازه خبرونو څخه يو دا هم دی چي ايکټر عرفان خان د سرطان په ناروغۍ اخته سوی دی. خو د هغه تر مخه هم ډير هندي ايکټران په دغه ناروغي اخته سوي دي چي ځيني يې دلته پېژندلای سئ:
سونالي بندرې
د باليوود ايکتري سونالي بندرې د يو ټويټر پيغام له لاري خپل مينه والو ته خبر ورکړ چي هغه د سرطان په ناروغي اخته ده. هغې ويلي دي چي په بدن کي يې د سرطان ناروغي خپره سوې ده چي دغې مرحلې ته د مېتاستازو خپرېدنه هم ويل کيږي. نوموړې په نيويارک کي د خپلې کورنۍ تر نظارت لاندي تر درملنې لاندي ده.
انځور: DW/P. ManiTtewari
عرفان خان
عرفان خان چي د يو شمېر نورو بريالي فلمونو تر څنګ په «پان سينګهـ تومار» او «مقبول» نومي فلمونو کي د رول له کبله ډېر ستايل سوی، د سرطان په خطرناکه ناروغي اخته دی. هغه پر ټولنيزو رسنيو يو ډېر له احساساتو ډک پيغام هم ليکلی چي وايي په ژوند کي هيڅ شی هم يقيني او دايمي نه وي. د نوموړي له دغه پيغام وروسته د هغه مينه والو د هغه له پاره دعاوي پېل کړي دي. يو پنځوس کلن عرفان خان په لندن کي تر درملنې لاندي دی.
انځور: STRDEL/AFP/Getty Images
وينودهـ کهنا
وينودهـ کهنا چي د باليوود يو له مشهورو ستورو څخه وو، په ۲۰۱۷م کال يې له دې نړۍ سترګي پټي کړې. هغه د سرطان په ناروغي اخته و. کهنا نه يوازي دا چي مشهور ايکټر وو، بلکي د هند په سياست کي يې هم ځان ته نوم ګټلی وو. نوموړي د بي جي پي ګوند د پارلمان غړی هم وو. کهنا په ۲۰۱۵م کال د وروستي ځل له پاره په يو فلم کي تمثيل وکړ. دغه فلم د شارخ خان «دل والې» فلم وو.
انځور: Getty Images/AFP/STRDEL
راجېش کهنا
راجېش کهنا د «آنند» په نوم فلم کي د يو داسي مريض رول لوبولی وو چي په سرطان اخته وي. نوموړي د تمثيل په يو ديالوګ کي ويلي ول: «ژوند او مرګ د هغه چا يه لاس کي دی هغه چي تر ټولو هسک دی.» خو راجيش کهنا وروسته په خپله هم په رشتيا په دغه ناروغۍ اخته سو. نوموړی د ۲۰۱۲ کال د جولای په ۱۸مه نېټه د سرطان له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: AP
مانيشا کويرالا
په ۲۰۱۲م کال د مانيشا کويرالا داسي انځورونه خپاره سول چي د سرطان د درملنې له کبله يې د سر ټول ورېښتان رژېدلي ول. هغې په دغه وخت کي د نورو ښځو سره مرسته کوله چي د سرطان د ناروغۍ سره په مبارزه کي زوړه ورتيا ښکاره کړي. مانيشا کوپرالا له دغې ناروغۍ څخه ژوندۍ پاته سوه او لږ وخت تر مخه په خپور سوي «سنجو» فلم کي يې تمثيل کړی دی.
انځور: Getty Images
انوراګ باسو
انوراګ باسو د «ګېنګستر»، «مردر» او «برفي» په شان مشهورو فلمونو دايرېکتر دی. هغه په ۲۰۰۴م کال داکترانو خبر کړ چي د سرطان په ناروغۍ اخته دی او دا چي ډېر کم ژوند يې پاته دی. خو باسو د سرطان سره په مبارزه کي بريالی او ژوندی پاته سو. هغه د خپلې مېرمنې او دوو لوڼو سره په ممبی کي ژوند کوي.
انځور: AP
ممتاز
نامتو ايکټره ممتاز په ۲۰۰۲م کال د سرطان په ناروغۍ اخته سوه. هغې شپږ بېلې شېمو تېراپياني او ۳۵ د شعاعو درملنې وکړې. هغه وخت دا ۵۴ کلنه وه. نوموړې له دغې ناروغۍ ژوندۍ پاته سوه او کله په لندن کي او کله په ممبی کي د خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.
انځور: I. Mukherjee/AFP/Getty Images
نرګس دت
د خپل وخت مشهوره ښځينه ايکتره نرګس دت چي د سنجېدت مور هم ده، په سرطان اخته وه. هغې په نيويارک کي ژوند کاوه او درملنه يې هم هلته روانه وه. خو هغې ونه کولای سوای چي له دغې ناروغۍ ژوندۍ پاته سي. د سنجېدت د لومړي فلم «روکي» و خپرېدو ته درې ورځي پاتي وې چي نرګس وفات سوه.