1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«سګرت د قلبي ناروغیو له کبله د مړینې ګواښ درې برابره لوړوي»

۱۳۹۸ تیر ۱۷, دوشنبه

د یوې نوې څیړنې پایلې ښيي چې د هغو کسانو په منځ کې چې سګرت څکي، د عروقي-قلبي ناروغیو له کبله د مړینې ګواښ د هغو په پرتله چې په ژوند کې یې کله هم سګرت نه وې څکلي، څه نا څه درې برابره لوړ دی.

Symbolbild - Rauchen
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kalaene

څیړونکو په دې اوږدې څیړنه کې چې په «طب بي ام سي» مجله کې خپره شوې ده، ویلي دي چې د هغو کسانو په منځ کې چې سګرت څکي د مغزي او زړه سکتې ګواښ د هغو په پرتله چې سګرت نه څکي دوه وارې لوړ دی. په همدې څیړنه کې روښانه شوې چې د سګرت څکونکو په منځ کې بیا د قلبې حملې له کبله د مړینې ګواښ څه نا څه درې برابره لوړ دی.

د استرالیا له ملي پوهنتون څخه چې په کانبرا مې میشت دی، ایمیلي بانکس، له اوو کلونو راهیسې شاوخوا ۱۹۰ زره سګرت څکونکي او هغه کسان چې سګرت نه څکي د ۴۵ کلنۍ تر عمر وروسته څیړلي دي. د دې څیړنې هدف د هغوی په منځ کې پر عروقي-قلبي سیستم باندې د سګرتو د څکلو اغیز څیړل وو. په دې څیړنه کې پر ټول ټال ۳۶ ډوله ناروغیو باندې تمرکز شوی دی.

د څیړنې په حواله هغه کسان چې کم سګرت هم څکي، د قلبي ناروغیو له کبله د مړینې له لوړ ګواښ سره مخامخ دي. په څیړنه کې راغلي دي چي که یو کس آن په یوه ورځ کې په اوسط ډول د څلور او شپږو تر منځ سګرت وڅکي، د هغه کس په پرتله چې په خپل ژوند کې یې سګرت نه وي څکلي د عروقي-قلبي ناروغیو له کبله د مړینې له دوه برابره لوړ ګواښ سره مخامخ دی.

ایمیلي بانکس وایي: «ډیر کسان د کمو سګرتو څښکلو ګواښ جدي نه نیسي.»

په دې څیړنه کې موندل شوې ښه موضوع دا ده چې د سګرتو پریښودل د قلبي ناروغیو ګواښ ډیر کموي. هر هغه کس چې تر ۴۵ کلنۍ مخکې د سګرتو په پریښودو وتوانیږي نو د قلبي-عروقي ناروغیو له کبله د مړینې ګواښ ۹۰ سلنه کموي.

څیړونکو ویلي دي چې یوازې په استرالیا کې هر کال ۶۴۰۰ سګرتیان د داسې قلبي-عروقي ناروغیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي چې په اصل کې یې مخه نیول کیدای شي.

(ms/aa (dpa

زموږ له ارشیف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب