د المان خبري آژانس «ډي پي اې» په دغه هیواد کې د یوې تازه عمومي ترسره شوې نظرپوښتنې د پایلو په اساس ویلي دي چې د المانهر دویم اوسیدونکی انديښنه لري چې د مصروونکي په توګه په راتلونکو لسو کلونو کې یعنې تر ۲۰۳۳ کاله پورې به یې د اوس په پرتله ژوند لا زیات خراب او ډیرې ستونزې ولري.
دغهنظرپوښتنهد مصروونکو سازمانونو مرکزي فدراسیون (vzbv) له خوا تنظیم او د فورسا انیستیتیوت له خوا شوې ده.
په برلین کې دغه سروې »د الماني مستحلِکینو د ځانگړې ورځي« په مناسبت شوې وه. په سروې یا نظر پوښتنه کې د ګډون کوونکو لویانوڅخه ۴۸ سلنې یې ویلي دي چې دوی انديښنه لري چې په راتلونکي لسیزه کې به یې وضعیت د اوس په پرتله لا زیات خبر شي. د نومبر له ۶ تر ۸ نیټې پورې د دې نظر پوښتنې په ترڅ کې ۱۰۰۳ کسان پوښتل شوي دي.
کومه موضوع ډير د پاملرنې وړ ده؟
په المان کې هر کال د لمانځل کیدونکي دې ورځې ځانګړتیا په دې کې ده چې په دې ورځ کارپوهان د مصروونکو په توګه د عام وګړو له پاره پر مهمو ټولنیزو موضوعاتو له بحث کولو سره پر هغو نوو پرمختګونو غور کوي، په کوم کې چې له تقاعده نیولې بیا د عاید او مصرف سرچینې او د مصنوعي زیرکتیا تر استعمالولو پورې شاملیږي.
کوم اروپايي هېواد قوي او کوم بيا کمروزی اقتصاد لري؟
په اروپايي ټولنه کې دننه د ژوند د سطحې توپيرونه ډېر زيات دي. خو دا چې د شتمنۍ اندازه څنګه او د کومو شاخصونو په ذريعه اټکل کيږي، له دې مخې د ځينو کړکېچنو هېوادونو په برخه کې د حيرانتيا وړ خبرې هم موجودې دي.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Kalkerبلغاريا: ټيټ معاشونه، ټيټ عايدات
بلعاريا د اروپايي ټولنې تر ټولو غريب غړی هېواد دی چې اداري فساد پکې هم تر ټولو عام دی. د آلمان د سوداګرۍ او پانګونې ادارې په حواله يې اوسط ناخالص عايد په ۲۰۱۸ کال کې په مياشت کې يوازې ۵۸۰ يورو وو. په اروپايي ټولنه کې د غړيتوب خپلولو راهيسې ډېرو ځوانانو بلغاريې ته شا کړې، آن هغو خلکو هم چې ښه مسلکي زده کړې هم لري.
انځور: BGNESرومانيا: د اروپا په اقتصادي رديف کې دويم وروستی ځای لري
په رومانيا کې ډېر ښايسته ځايونه شته لکه دلته د براسوف ښار، ځکه چې ډېر زاړه ښارونه پکې ډېر ښه ترميم شوي دي. په ۲۰۱۹ کال کې د نفر په سر د ۱۱۴۴۰ يورو اقتصادي توان په لرلو سره دغه هېواد د بلغاريې په پرتله لږ مخکې دی (يعنې د ۸۶۸۰ يورو په مقابل). خو د اروپايي کميسيون په حواله اوسط ناخلص معاشونه (په ۲۰۱۹ کال کې) په رومانيا کې ۱۰۵۰ يورو او په آلمان کې ۳۹۹۴ يورو وو.
انځور: Imago Images/Design Pics/R. Maschmeyerيونان: له کړکېچه تر کړکېچه
دغه هېواد ايله د پورونو له کړکېچ څخه راوتلی وو. په تېره سياحت پکې په تېرو څو کلونو کې ښه نقش لوبولی وو. خو د کرونا کړکېچ له کبله يونان بيا تر فشار لاندې راغلی او اروپايي مرستو ته اړ دی. د آلمان په پرتله دغه هېواد غريب دی، خو د نفر په سر د ۱۷۵۰۰ يورو اقتصادي توان په لرلو سره هغه له بلغاريې څخه دوه برابره بډايه دی.
انځور: picture-alliance/dpa/VisualEyzeفرانسه: د کور لرونکو هېواد
کله چې د اوسط معاش خبره مطرح وي، نو آلمانان له فرانسويانو مخکې دي. خو په ۲۰۱۸ کال کې د ۲۶۵۰۰ يورو خالصې شتمنۍ په لرلو سره فرانسويان تقريبا ۱۰ زره يورو ورڅخه بډايه دي. يو علت يې دا دی چې په آلمان کې لږ خلک املاک لري. خو په فرانسه کې ډېر خلک حتی په اطرافو کې يو بل دويم کور هم په اختيار کې لري.
انځور: picture-alliance/dpa/Mahaux-AGFايټاليا: وده نشته، اصلاحات پڅ دي، پوروړتيا لوړه ده
ايټاليا په اروپا کې د کرونا له کبله ډېره ځپل شوې ده. تر دوو لسيزو ولاړ اقتصادي حالت وروسته ايټاليا اوس د اروپايي ټولنې له خوا د کرونا مرستو د وېشلو څخه ډېره ننګه کوي. په ۲۰۱۸ کال کې د ۲۹۶۱۰ يورو ناخالص داخلي عايد په لرلو سره ايټاليا لږ د اروپا د اوسط عايد تر سطحې لاندې راغلې ده.
انځور: AFP/P. Cruciatti هسپانيا: له دويمې څپې څخه وېره
د کوويد ۱۹ پېښو په ډېرېدو سره د کاتالونيا چارواکو په جولای کې بيا ګرځبنديز لګولی دی. دغه هېواد په سيلانۍ پورې ډېر اړ دی چې د ناخالص داخلي عايد څه باندې ۱۵ سلنه ورته برابروي. دغه هېواد په ۲۰۱۸ کال کې د ۲۶۴۴۰ يورو اقتصادي توان په لرلو سره د اروپا د اوسط عايد تر سطحې لږ لاندې راغلی دی.
انځور: Reuters/N. Doceسويډن: ډېره شتمني، لوړه ماليه، ټولبنديز هم نه شته
د سويډن هڅه دا وه چې بې له ټولبنديز څخه د کرونا له کړکېچ څخه تېر شي. پايله يې نسبتا ډېر مړي ول. په ۲۰۱۸ کې د نفر په سر د ۴۶۱۸۰ يورو په لرلو سره دغه هېواد له لوکسمبورګ، آيرلنډ، دنمارک او هالنډ وروسته په پنځم ځای کې قرار لري. د لوړې ماليې پرته سويډنيان په ۲۰۱۸ کال کې په اوسط ډول د ۲۷۵۱۱ يورو په لرلو سره لږ له فرانسويانو مخکې دي.
انځور: imago images/TT/J. Nilssonهالنډ: ډېر اقتصادي توان او ډېره شتمني
نيدرلند يا هالنډ له سويډن، دنمارک او اتريش سره يو ځای د څلورو «سپما کوونکو» هېوادونو په ډله کې راځي. دغه هېوادونه د ايټاليې په څېر هېوادونو ته پرته د اصلاحاتو له غوښتنې د مليارډونو يورو لېږل ردوي. د نفر په سر (په ۲۰۱۹ کال کې) د ۲۶۸۰۰ يورو اقتصادي توان په لرلو سره هالنډيان له نورو سره يو ځای مخکښه دي. د نفر په سر د څه باندې ۶۰ زرو يورو خالصې شتمنۍ په لرلو ډېر پيسه داره هم دي.
انځور: picture-alliance/robertharding/F. Hallآلمان: بډای دولت، خو وګړي هومره بډای نه دي
تر اوسه پورې آلمان له نوې وبا سره ښه مقابله کړې ده. خو اقتصادي لګښتونه يې هم ډېر زيات دي: صادرات راکم شوي او ډېر شرکتونه له سقوط سره مبارزه کوي. د اروپايي ټولنې د تر ټولو ستر اقتصاد په توګه د نفر په سر اقتصادي توان په ۲۰۱۹ کال کې ۴۱۳۴۰ يورو وو. خو آلمانانو په ۲۰۱۸ کال کې د نفر په سر يوازې ۱۶۸۰۰ يورو خالصه شتمني درلوده. په ايټاليا کې هم دغه شتمني دوه برابره زياته ده.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kalaene له ګډون کوونکو څخه داسې پوښتنه هم شوې وه چې د دوی په نظر اوسمهال کوم مسایل ډیر مهم دي چې باید سیاستوال ورته په بیړه توجه وکړي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې نږدې ۳۸ سلنه له پوښتل شوو کسانو ویلي وو چې په ډاډمن او مناسب قیمت سره د انرژۍ تامینول، اوسمهال په المان کې تر ټولو ډیرې پاملرنې ته اړتیا لرونکي سیاسي موضوع ده.
تر دې وروسته د دویمې ستونزې په توګه ۲۳ سلنه کسانو د المان د تقاعد نظام د بهترولو او په دې برخه کې د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې وه.
د خوراکي توکو بیې څنګه کمیدلی شي؟
د المان د مصرف کوونکو سازمانونو د ملي فدراسیون د مرکزي بورډ غړي رامونا پوپ د دې نظرپوښتنې د پایلو په هکله وویل: «دا احساس هم د خطر زنګ دی چې د المان نیمایي نفوس خپل راتلونکي ته اندیښمن دی».
نوموړي وویل چې د ناډاډمنتوب کړکیچ په وخت کې خو مصرفوونکي لا زیات شفافیت او اتحاد ته اړتیا لري، نه مبهم فکر او شخړې ته.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا