د دوشنبې په ورځ په کولن ښار کې د آلمان د اقتصاد انستیتوت (IW) چې شرکتونو سره نژدې اړیکې لري، د خپلو تحقیقاتي څيړنو پایلې خپرې کړي دي.
د دغې ارزونې له مخې د روان کال په اپریل میاشت کې په آلماني شرکتونو کې د ۳۱۴۸۰۰ مسلکي کسانو تشه موجوده وه. یعنې دغه تشه تر دې د یوه کال مخکې په پرتله یو پر دریمه زیاته شوې ده.
تر ټولو بیړنۍ تقاضا د IT یا د کمپیوټر د تخنیک په برخه کې مسلکي کسانو ته ده. دغه څیړنه چې په کال کې دوه واره په لاره اچول کیږي تر ټولو په لومړي قدم کې د کارورکونکو ټولنو او صنعتي شرکتونو په سپارښتنه او تمويل ترسره کیږي.
د آلمان په کولن ښار کې د آلمان د اقتصاد انستیتوت (IW) کارپوه اکسل پلونک، واضحه کړه چې که په بالقوه ډول د بهرنیانو په ګمارنې کې زیاتوالی نه وای راغلی، نو وضعیت به لا پسې خراب شوی وای.
لومړۍ داسې نښې نښانې ښکاري چې آلمان ته په دې موده کې د راغلو مهاجرو په منځ کې هم داسې کسان شته چې د ریاضي، معلوماتي ټکنالوژۍ، طبیعي علومو او تخنیک په برخو وړتیا او تخصص لري.
د دغې څیړنې په اساس د ۲۰۱۷ کال په وروستۍ ربع کې له اریتریا، عراق، افغانستان او سوریې څخه په راغلو مهاجرو کې نږدې ۱۶۴۰۰ تنه یې په نوموړو مسلکونو کې مصروفه ول، حال دا چې دغه شمیر تر دې یو کال مخکې ۸۰۰۰ وو.
پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ:
کومو مهاجر په آلمان کې د مسلکي زده کړو جانس ترلاسه کړی؟
تیر کال د آلمان په مختلفو کمپونو کې ۹۳۰۰ مهاجرو په بیلابیلو څانګو کې د مسلکي زده کړو فرصتونه ترلاسه کړي دي. دا چې د کومو هیوادونو ډیرو مهاجرو دغه چانسونه ترلاسه کړي دي په دې انځوریز رپوټ کې یې لوستلای شئ. انځور: D. Kaufmann په ۲۰۱۷ م کال کې ۳۴۷۰ افغان پناغوښتونکو او مهاجرو د آلمان په مختلفو برخو کې د مسلکي زده کړو چانسونه ترلاسه کړي دي.
انځور: DW/A. Grunau سوریایې مهاجر د شمیر له پلوه په آلمان کې تر ټولو ډیر دي، خو په دوی کې یوازې ۲۷۰۰ یې مسلکي زده کړې ترلاسه کوي چې په دې برخه کې تر افغانانو شاته پاتې دي.
انځور: DW/Aasim Saleem د ټول آلمان په کچه د مهاجرو په کمپونو کې ۸۰۰ عراقي مهاجر د مسلکي زده کړو پر ترلاسه کولو بوخت دي.
انځور: picture alliance/dpa/W. Kastl آلماني ادارو او شرکتونو د افریقایې هیواد ایرتیریا ۷۱۰ تنه مهاجر د مسلکي زده کړو په برخه کې منلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst که څه هم په آلمان کې د ایران n پناغوښتونکو شمیر دومره لوړ نه دی، خو ایراني مهاجر د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو له پلوه په پنځم ځای کي دي. د دغه هیواد ۵۷۰ تنه مهاجر په آلمان کې پر مسلکي زده کړو بوخت دي.
انځور: DW/R. Shirmohammadi پاکستاني مهاجر په دې برخه کې په شپږم مقام کې دي. تیر کال ۴۵۰ پاکستاني مهاجرو په آلمان کې د مسلکي زده کړو چانس ترلاسه کړی دی.
انځور: DW/R. Fuchs د سومالیا مهاجر په دې برخه کې اووم مقام ترلاسه کړی دی. ۳۲۰ سومالیایې مهاجرو ته د مسلکي زده کړو زمينه برابره شوې ده.
انځور: DW/A. Peltner د افریقایې هیواد نایجیریا ۲۸۰ تنو مهاجرو تیر کال په آلمان کې د مسلکي زده کړو چانس ترلاسه کړی دی.
انځور: A.T. Schaefer