د هغو شمېرو له مخې چې په برتانوۍ ورځپاڼې «د لانست» کې خپرې شوي، په تېرو ۳۰ کلونو کې د ډېر وزن لرونکو کسانو شمېر څلور چنده لوړ شوی دی.
په ۱۹۹۰م کال کې د څیړونکو د اټکل پر بنسټ، په نړۍ کې شاوخوا ۲۲۶ میلیونه لویان، تنکي ځوانان او ماشومان وو چې ډېر وزن یې لرلو خو په ۲۰۲۴ کال کې د نویو شمېرو له مخې
اوس دغه شمېر تر یو میلیارد پورې رسېدلی دی.
د روغتیا د نړیوال سازمان د تغذیې رئیس، فرانچسکو برانکا بیا ویلي چې په «د لانست» ورځپاڼه کې د خپرو شویو یو میلیارد شمېرو څخه لا زيات خلک اضافي وزن لري.
که څه هم ډاکټرانو وړاندوینه کړې وه چې د وزن د زیاتوالي ستونزه به نوره هم زياته شي، خو تمه نه وه چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د دغه ډول کسانو شمېر تر یو ملیاردو زیات شي.
تر ۲۰۳۵ پورې به د نړۍ نیمايي نفوس له چاغوالي سره مخ وی
د دغې څېړنې لیکوالانو د روغتیا له نړیوال سازمان سره په همکارۍ په ۱۹۰ هېوادونو کې د څه باندې ۲۲۰ میلیونو کسانو د وزن او قد په اړه معلومات څېړلي څو دغه اټکل تر لاسه کړي.
د ۲۰۲۲ م کال په جریان کې د لویانو تر منځ ۸۷۰ میلیونه کسان ډیر وزن لري او د ماشومانو او تنکي ځوانانو ترمنځ ۱۵۹ میلیون څخه زیات د دغې ستونزې سره مخامخ دي. په دې توگه نو د يادې ستونزې سره د مخامخو انسانانو شمېر له ۱۹۹۰ راهيسې څلور چنده زيات شوی دی.
د څیړونکو په وینا، د ډېر وزن د ستونزې سره د نړۍ د غریبو هیوادونو زيات خلک مخامخ دي. د روغتیا د نړیوال سازمان کارپوه فرانچسکو برانکا ویلي:« پخوا به موږ په بډایه هیوادونو کې چاغښت ته د یوې ستونزې په توګه فکر کاوه، اوس دا یوه نړیواله ستونزه ده.»
د ډېر وزن لرونکي ناروغان د زړه، شکرې او د سرطان د ناروغۍ د ځینو ډولونو له امله د مړینې د زيات گواښ سره مخامخ وي. يعني په ډېر وزن لرونکو انسانانو کې د يادو او يو شمېر نورو ناروغيانو د راپيدا کېدو امکانات زيات وي.
په مېندوارۍ کې ډېر چاغښت مور او ماشوم ته زيان رسوي
د څیړونکو په وینا، غیر صحي خواړه د چاغښت اصلي لامل دی. له همدې امله د روغتیا نړیوال سازمان په بوره لرونکو مشروباتو باندې د مالیې د زیاتولو، ماشومانو ته د غیر صحي خوړو د بازارموندنې يا اعلاناتو د محدودولو او د صحي خوړو لپاره د سبسایډي د زیاتولو خبره کړې ده. د کارپوهانو په وینا، د شکر ناروغۍ لپاره نوې درملنې هم کولی شي د چاغښت سره مبارزه کې مرسته وکړي.
د وزن کمولو له پاره اغېزمن عوامل
که یوڅوک لږ اندازه وزن هم کم کړي د ډيرو له پاره يوه بريا گڼل کيږي. دغه احساس په ځانگړې توگه په دوبي کي دلچسپه وي. ډېر خلک اوس کوښښ کوي چي غذايي رژيم ونيسي. د وزن کمولو له پاره څو لاري په يوه انځوريز راپور کي. انځور: Colourbox/zemgalietis کله چي ډوډۍ خورئ کوښښ وکړئ چي د موسيقۍ اورېدلو يا تلويزيون کتلو څخه ډډه وکړئ. د موسيقۍ اورېدلو پرمهال په غاښو کي د ډوډۍ کړپۍ نه اورېدل د ډېري ډوډۍ د خوړلو سبب کيږي.
انځور: Colourbox/KarynaChe آيا هره ورځ بايد ځانونه وتلئ؟ دا پوښتنه بېلابېل جوابونه لري. په دې اړه څېړني دې نتيجې ته رسېدلي دي چي هغه څوک چي هره ورځ خپل ځان تلي د وزن په کمښت کي بريالي کيدای سي.
انځور: Colourbox/Erwin Wodicka په امريکا کي يوه نوې څېړنه ښيي، هغه څوک چي سهار وختي ۲۰ دقيقې يا نيم ساعت په آزاده هوا او د لمر تر وړانگو لاندي وگرځي، د بدن جوړښت ئې سميږي او وزن ئې کميږي. دا کار په ځانگړې توگه په افغانستان کي ښه نتيجه ورکولای سي.
انځور: Fotolia/drsg98 هغه څوک چي د ډوډۍ خوړلو پرمهال د تيري ډوډۍ په اړه فکر کوي، نو لږ خوري. خو هغه څوک چي دې موضوع ته فکر نه کوي ډېره ډوډۍ خوري. ويل کيږي چي د وزن د کمښت له پاره دا گټمنه ده چي د تيري ډوډۍ چي ده خوړلې ده هغه ځان ته انځور کړي.
انځور: picture-alliance/chromorange/R. Tscherwitschke د موټر پر ځای بايسکل وچلوئ، ځکه چي حرکت د دې سبب کيږي چي د بدن وزن کرار کرار ويلي سي. يوه امريکايي څېړنه ښيي، هغه څوک چي خپل کار ته پر بايسکل باندي ځي تر هغه چا چي په موټر کي ځي وزن ئې پنځه کيلو گرامه کمیږي.
انځور: DW هغه څوک چي لکه «پيپسي» يا «کوکاکولا» څښي وزن ئې ډېريږي.
انځور: picture alliance / ZB هغه څوک چي غواړي وزن ئې لږ سي بايد اوبه وڅښي. اوبه کالري نه لري او له بدنه د وتلو پرمهال انرژي مصرفوي. د ورځي له يو نيم ليتر څخه تر ۲ ليرو پوري د اوبو څښل د بدن نژدې ۱۰۰ کيلو کالري مصرفوي. اوبه دغه راز سړی مړوي هم. يو وړانديز: هر وخت د ډوډۍ خوړلو ترمخه نژدې نيم ليتر اوبه وڅښئ.
انځور: Imago/Westend61 هغه څوک چي ژر جوړ سوي خواړه خوري وزن ئې نه کميږي. د تگ پرمهال خوراک بايد ونه سي، ځکه سړی مړيږي نه.
انځور: Getty Images/AFP/R. Gabalda په کور کي دننه هوا هم د وزن له کمښت سره مرسته کوي. په کور کي ۱۷ درجې هوا د وزن له کمښت سره مرسته کوي.
انځور: picture alliance/dpa Themendienst/C. Klose هغه څوک چي ډېر خوراک کوي بايد په کوچنيو غابونو کي ډوډۍ وخوري.
انځور: Fotolia سهارناری د ورځي پيل دئ. کامل سهارناری وزن کموي.
انځور: Colourbox/zemgalietis