د يوې ترسره شوې څېړنې له مخې، په آلمان کې میشته مهاجر تر هر څه د مخه، د خپل بشري حقونو وضعيت د ښه کيدو په تمه دي. د آلمان د مهاجرت ادارې د څېړنې په حواله، ۶۴ سلنه مهاجرو آلمان ته د راتګ خپل دليل، په دغه هيواد کې د بشري حقونو درناوی په ګوته کړی دی. ۳۸ سلنې بیا د مذهبونو آزادي او ۳۱ سلنه نور د سياسي ثبات غوښتونکي دي.
آلمان یو ځواکمن اقتصادي هيواد دي، خو د اقتصادي لاملونو له مخې ورته د راغليو مهاجرو ميزان یوازې ۱۲ سلنه ښودل شوی دی.
په تر سره شوې نظرپوښتنه کې شخص کولای شول چې څو ځوابونه انتخاب کړي. د «۲۰۱۴ کال مهاجرت څيړنه» د هغو مهاجرو په ګډون چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو تر منځ آلمان ته راغلي او په رسميت پيژندل شوي دي. دا په دې مانا چې یاد مهاجر آلمان ته د مهاجرت له بحران څخه څو کاله د مخه راغلي دي.
په يادو کلونو کې د پناه غوښتني د درخواستونو شمير د ۲۸ زرو او ۷۸ زرو په منځ کې وو. له دغې شميرې څخه د شاوخوا يو پر څلورمې برخې د پناه غوښتنې درخواستونه د آلمان دولت له خوا منل شوي دي.
د مهاجرو ساتنه
آلمان ته یوازې په ۲۰۱۵م کال کې ۸۹۰ زره مهاجر راغلل. د کورنيو جګړو له امله د مهاجر بهير ته په کتو، اوس مهال په آلمان کې د مهاجرو د ساتني میزان۶۰ سلني ته رسيږي.
که څه هم ترسره شوې څيړنه په آلمان کې د پناه غوښتني د اوسني وضعيت ښکارندوي نه کوي، خو له دغې لارې په ځينو برخو کې رڼاوې اچول شوي دي. د بيلګې په توګه: پر کار او زده کړې سربيره، ورزش او مذهبي ټولنو هم په آلمان کې د مهاجرو له پاره خپل خاص اهميت لرلی دي.
تر دې علاوه، څيړونکي په دې اند دي چې مهاجر په هغو برخو کې چې لږ یا متوسط مهارتونه ته اړتيا لري، په کارونو بوخت دي او غواړي چې ځانونه لوړو ځایونو ته ورسوي.
مهاجر او مذهبونه
د مذهب له اړخه، هغه مهاجر چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کال تر منځ آلمان ته راغلي دي، ۳۷ سلنه يې مسيحيان، ۲۸ سلنه يې ايزديان او ۱۷ سلنه نور يې مسلمانان دي. خو کيدای شي دغه شمېر اوس په سوريه کې د جنګونو او له دغه هيواد څخه د مسلمانانو د مهاجرت له امله بدلون کړی وي. په هغه وخت کې سوريه د مهاجرت د مبدا له مخې شپږم هيواد وو، خو اوس لومړی ځای لري.
نور مطالب
سیند کې د ډوب شویو مهاجرو په یاد د یو ایراني هنرمند نوښت
د یوه ایراني هنرمند په نوښت، په سمندر کې د ډوب شویو مهاجرو په یادښت، ۲ زره کاغذي کشتۍ د ترکيې په سواحلو کې په سیمبولیکه توکه خوشې کړل شوې. دغو سواحلو کې ګن شمیر مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslan د «آنادولو» خبري آژانس په حواله، د ایراني هنرمند ایرج صابري وند په نوښت د هغو مهاجرو په یاد چې سمندر کې ډوب شوي ول، د ترکیې په ازمیر سواحلو کې ۲ زره کاغذي کیشتۍ په سیمبولیکه توګه خوشې کړل شوې.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslan په ورستیو کلونو کې د ترکیې په سواحلو کې د کشتیو د اوښتو له وجې ډیر شمیر مهاجر په اوبو کې مړه شول.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslan اکثره مهاجر کوښښ کوي د ترکیې له لارې ځانونه اروپا ته ورسوي.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslan د ډوب شویو مهاجرو په یاد، په سمندر د کاغذي کشتیو د خوشې کولو یوه صحنه.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslan د ترکیې په ازمیر سواحلو او آژه سمندرګی کې د زیات شمیر مهاجرو د ډوبیدو له امله، اوس دغه ځایونه د مهاجرو د هدیرې په نوم شهرت موندلی دی.
انځور: Reuters/Y. Behrakis کوم مهاجر چې د مدیترانې سمندرګې له لارې اروپا ته ځي، اکثره یې د لویدیځي افریقا څخه دي.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslan د مدیترانې سمندرګې له لارې د تیریدو پر وخت نه یوازې مهاجر، بلکه په زرونو بیځایه شوي او جنګ ځپلې خلک هم ډوب شوي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/E. Morenatti د جون په مياشت کي ۱۲۸۶ نفر له ډوبېدو ژغورل سوي دي. په دغو کي ۹۹۰ نفر نارينه، ۲۲۰ نفر ښځينه او ۷۶ نفر ماشومان دي.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Sandal سمندر کې د ډوب شویو مهاجرو په یاد، د کشتیو د خوشې کولو یوه بله صحنه.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslan تر څنګ د دې چې ترکیه، یونان پر لور د مهاجرو له تلو ځهه مخنیوي کوي، خو مهاجر هڅې کوي چې له ترکیې څخه د قایقونو له لارې د اروپایي اتحادیې غړو هیوادونو سرحدونو ته ځانونه ورسوي.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslan د مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په ورستیو میاشتو کې اعلان وکړ چې د لمړي ځل لپاره د نړۍ په کچه د مهاجرو شمیر له ۶۵ میلونو څخه اوښتی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslan د ډوب شویو مهاجرو په یادښت، په سمندر کې د ۲ زره کاغذي کشتیو د خوشې کولو یو بله جلا صحنه.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslan ترکیې د مهاجرت په کړکیچ کې تر ټولو زیات شمیر مهاجر منلي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslan له ترکیې څخه هره ورځ، د مهاجرو لسونه وړۍ کشتۍ د یونان ټاپوګانو ته رسیږي. په دغو کشتیو کې اکثره د افغانستان، عراق او سوریې هیوادونو تښتیدلي اتباع وي.
انځور: picture-alliance/dpa/E. Menguarslan دا هم د ترکیې په سواحلو کې د مهاجرو ځینې پیدا شوي شیان.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Oksuz