څېړنه: تر اندازې زیاتي مالګې استعمال د شترس کچه لوړوي
۱۴۰۱ آذر ۱۷, پنجشنبه
د یوې نوې څېړنې پایلې ښيې چې تر اندازې زیاتې مالګې استعمال، کیدای شي د شترس د کچې لوړیدو سبب شي. خو یو انسان په ورځ کې څومره مالګه استفاده کولی شي؟
اعلان
د Medical News Today خپرندویه ادارې د لیکنې پر اساس په داسې حال کې چې دا خبره ثابته شوې ده چې تر اندازې د زیاتې مالګې استعمال په فزیکي لحاظ د ویني فشار د لوړیدو او مغزې سکتې سبب کیږي، خو کارپوهان تر اوسه پورې دې ته نه دي متوجه شوي چې د مالګې ډیره کارونه څنګه د انسان پر رواني روغتیا اغیز کوي.
په ډیر شمیر خوړو کې د څو څاڅکي لیمو په اچولو سره یې خوند او ذایقه ډیریږي. د لیمو یا لیمبو په اوبو کې موجود ویټامين سي او ډیر شمیر مينرالونه د روغتیا له پاره ډیر ګټور وي او د وزن په کمولو کې هم مرسته کوي.
انځور: Ingor Normann/Fotolia
د بکتریا دښمن
په لیمو کې موجود مواد بکتریاوې لمنځه وړي. د دې ترڅنګ د لیمو اوبه د خوړو په هضمولو کې هم مرسته کوي. د لیمو اوبه په کولمو کې موجود مضره بکتریاوي وژني او له ادرارو سره یي له بدن څخه خارجوي. لیمو د خیټې او کولمو د روغتیا په برخه کې مهم رول لوبوي.
انځور: Fotolia/ag visuell
له سرطان او پښتورګو له تیږې څخه ژغورنه
په المان کې د بوخم پوهنتون څیړونکو معلومه کړې ده چې د لیمو اوبه د سرطاني حجرو د زیاتیدو په مخنیوي کې هم مرسته کوي. سربیره پر دې دا د ګردې یا پښتورګو د ناروغیو له پاره هم ګټور بلل کیږي. دا په پښتورګو کې د تیږې د جوړولو پروسې په مخنیوي کې هم مرسته کوي.
انځور: picture alliance/David Ebener
د سهار لومړی ګیلاس
سهار په ګرمو یا تړمو اوبو کې د لیمو د څو څاڅکو ګډول او بیا یي د څښلو ډیرې ګټې ښودل شوي دي، خو سربیره پر دې یو بالغ انسان باید په ورځ کې له ۸ تر ۱۰ ګیلاسه پورې اوبه هرو مرو وڅښي. د لیمو اوبو یا شربت د خوږولو له پاره په کې د بورې پر ځای شات هم ورګډولی شئ.
انځور: Ingor Normann/Fotolia
په خوراک کې یي شامل کړئ
په خوړو کې د سبزیجاتو او میوو مقدار په زیاتولو او د غوښې او شکر یا خواږه لرونکو موادو په کمولو سره هم د وزن کمولو سره مرسته کولی شئ. تاسې کولی شئ چې په سلات یا نورو خوړو کې د لیمو اوبه وزبیښئ. د ویټامین سي سربیره له دې څخه بدن پوتاشیم هم ترلاسه کوي چې د عصبي سیستم، زړه او عضلو په سمه توګه کار کولو کې مرسته کوي.
انځور: DW/N.Martin
د جلد ښایست
په لیمو کې داسې خصوصیتونه هم موجود دي چې له امله یي جُلد یا پوستکی تر ډیره وخته ځوان پاتې کیدلی شي. سربیره پر دې د مخ د داغونو په لیري کولو کې هم مرسته کولی شي.
انځور: Dmitriy Melnikov - Fotolia
د وزن په کمولو کې مرسته
د وزن کمولو په پروسه کې نه یوازې په بدن کې موجود د اضافي غوړ، بلکې د یو شمیر نورو غیر ضروري موادو اخراجول هم اړین وي. څیړنو ښودلې ده هر څومره چې په بدن کې اضافي مواد کمیږي، په هم هغه اندازه د انسان وزن هم کمیږي. ښکاره خبره ده چې بی له ورزش او د خوړو پر مهال د کم کالوري خوړو پرته په وزن کې کوم تغيیر نه رامنځته کیږي.
انځور: Imago Images/photothek/U. Grabowsky
انځورونه1 | 6
په هرصورت، دا څېړنه پر نارینه موږکانو تمرکز کوي، کوم چې ممکن د ځینو موندنو عمومي کول یې د انسانانو په برخه کې محدودیت ولري. خو سره له دې هم د څیړونکو په خبره داسې شواهد موجود دي چې دا ښکاره کوي چې په ښځو او نارينه و کې د متفاوت غبرګون سبب کیږي.
که څه هم سوډیم یو ضروري عنصر دی چې حجرې ته د مغذي موادو د دننه کولو او را ایستلو په تنظیمول کې مرسته کوي.
د ۲۰۲۰-۲۰۲۵ کال د غذايي لارښوونو سره سم، یو انسان باید په ورځ کې له ۲۳۰۰ ملی ګرام څخه کم سوډیم مصرف کړي. د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) اټکل کوي چې امریکایان هره ورځ د خواړو له لارې له ۳۴۰۰ ملی ګرامو څخه ډیر مالګه خوري.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز
پوهه: د زیاتې مالګې خوړل پر معافیتي سیستم څه اغیز لرلی شي؟