1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

څېړنه: د آلمان د عامه ادارو په ورځنیو چارو کې نژادي توپیر

ریچارد کنر گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۴ بهمن ۳۰, پنجشنبه

د یوې څېړنې له مخې، د آلمان په دولتي ادارو کې نژادي توپیر ددې پر ځای چې له ښکاره چلند او دښمنیو څخه راڅرگند سي، ډیری وخت په ورځنيو پریکړو کې پټ وي. د دغې څېړنې نتایج یو وار بیا د اصلاحاتو له پاره غوښتنې پیاوړې کړې دي.

په آلمان کې درې مسلمانې ښځې چې حجاب یې کړی دی د قدم وهلو په حال کې
د دغې څېړنې له مخې ژبنی خنډ د تبعیض یو له ممکنه دلایلو څخه دی انځور: Monika Skolimowska/dpa/picture-alliance

یوه نوې څېړنه ښيي چې د آلمان په عامه ادارو کې نژادپرستي اکثراً د دغو ادارو د سازماني کلتور او ورځني کاري تصمیم نیولو یوه برخه ده.

په لایپزیک کې د ټولنیزې همږغۍ د څیړنې د انسټیټیوټ (FGZ) څیړونکو له درې کلنې مطالعې وروسته خپلې موندنې خپرې کړې دي.

اړونده موضوع: په آلمان کې د تبعيضي چلند په اړه کلنی رپوټ: توپيري چلند ډېر سوی

نوموړي انستیتوت د دې څېړنې له پاره، د کاري دفترونو او د کارموندنو د مرکزونو، د کډوالۍ د دفترونو، پولیسو او ګمرکونو، محکمو، د روغتیا او ځوانانو د چارو د ادارو، د عامه نظم د ریاست، او همدارنگه د ټولنیزو چارو د څانگو سروې کړې ده.

د څېړنې نتیجه څه ده؟

څېړنې ښودلې ده چې په دغو ټولو بنسټونو کې په پریکړه کولو او سازماني پروسو پورې اړونده څانگو کې د نژادي توپیر نښې لیدلې کیږي. دغه تبعیض په بیلابیلو ډولونو او شدت سره رابرسیره کیږي.

د عامه یا دولتي ادارو د ۱۳ زرو کارکوونکو په یوه سروې کې، انسټیټیوټ وموندله چې په ادارو کې د قومي تبعیض د چلند کچه په عمومي ډول په ټولنه کې له عمومي کچې لوړه نه ده.

اړونده موضوع: څېړنه: ډير افغانان په آلمان کې د تبعيض احساس کوي

د څېړونکو په وینا، یو فکتور چې ممکن د تبعیض سبب سي د ژبې خنډونه دي، ځکه چې په اداري پروسیجرونو او غوښتنلیکونو کې، نوموړې موضوع ته په کتو سره د ملاتړ د ترلاسه کولو کچه ډیر توپیر لري.

هغوی رپوټ ورکړی دی چې ځینې عریضه کوونکي فعاله مرسته ترلاسه کوي، خو هغه کسان چې د جرمني ژبې محدود مهارتونه لري ځینې وختونه رد کیږي یا ورته ویل کیږي چې دوی د ژبې په مهارتونو کې ستونزې لري.

څیړنه دا هم ښیي چې په ټولنیزو چلندونو او د ټولنې په عمومي فضا کې سیمه ایز توپیرونه هم په اداري فعالیت کې منعکس کیدای سي.

د څېړونکو وړاندیزونه

څېړونکو سپارښتنه کړې ده چې:

•  شکایاتو ته د رسیدگي خپلواک دفترونه رامنځته سي

•  د نژاد پالنې په هکله پوهاوی پراختیا ومومي

•  له هغو ډلو څخه د ملکي خدماتو په ټولو برخو کې په فعالانه توگه کسان وگومارل سي چې له تبعیض سره مخامخه ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب